
وړمه شپه کله چې د طلوع تلويزيون د افغان ستوري خپرونه مې ليدله زما ذهن د آغلې ډاکټر مؤنسي خبرو ته چې ددې خپرونې په ژورې پلاوي کې ګډون لري لا نور هم ځير شو . آغلې ډاکټر مونسي د دې خپرونې له تربيون څخه داسې وويل (( ما ته دولتي چارواکي د افغان ستوري د برنامې په هکله مختلف نظرونه راکوي )) له هغې جملې نه د پارلمان د غړو نظرونه او په خاصه توګه په يوې ځانګړې ليدنه کې چې ماله مېرمن غضنفر د ښځو د چارو له وزيرې سره درلوده ، وزير صاحب ما ته ډاډ را کړ چې زما د الهې سرور استعداد ډېر خوښ دی او زه به د ښځو د چارو د وزارت له لارې د افغانستان په ٣٤ ولايتونو کې هغې ته کمپاين وکړم . اغلې غضنفر! تاسو د افغانستان په ٣٤ ولايتونو کې د افغان ښځو له ژوند نه خبرياست ؟، آيا کله مو د باميانۍ نجلۍ حالت ته چې په غوجل کې قصابي شوه ، فکر کړى ؟، ايا تاسو د هغې نجلۍ په هکله چې سپي سره تبادله شوه ، سوچ کړى ؟ . دا په لس هاوو د جنسي تجاوزونو پېښې چې په هېواد کې ترسره کېږي ، تاسو ترې خبرياست ايا تاسو د وزارت چارواکيو کله هم د ربړېدلو ښځو او هغه ښځو چې له تاوتريخوالي سره مخامخ دي ولاياتو ته کوم پلاوى لېږلى ، چې له نږدې د ښځو حالت وڅيړي ، تاسو د تېزاب شيندونکو په اړه چې زموږ د خويندو ، لو ڼو پر مخونو يې تېزاب و شيندل او ديو ويشتمې پېړۍ ستر جنايت يې ترسره کړ کومه څېړنه کړې ، تاسو حتى د هغې شل کلنې ښوونکې چې په کابل کې يې پر مخ تېزاب و پاشل شول خبر وانه خيست ، نو تاسو په کومې لاسته راوړنې الهه جانې سرور ته کمپاين کوئ ؟ لږ خپل ګريوان سره سوچ په کار دی .
عبدالرووف لېوال حسين خېل .