اسرائيل د مسلمانانو نفاق زړه ورکړي



Numandost75@yahoo.com
 
 ځينې واکمنان ، سياسي او مذهبي مشران چې کله په جذباتو راشي ، هرڅه وايي خو چې دعمل وخت راشي بيا يې هغه جذبه نه وي . د ايران ولسمشر احمدي نژاد هم يو وخت ډېره احساساتي او جذباتي وينا کړې وه ، خو د عمل په وخت کې غلى دى . دغه جناب ويلي و : ((د اسراييل نوم بايد د نړۍ له نخچې پاک شي . )) هغه وخت ددغه شعار اورېدلو ساده زړو خلکو ته دا احساس ورکړ چې ګوندې احمدي نژاد د فلسطينيانو کلک ملاتړى او د اسراييلو تر ټولو ستر دښمن دى او چې پلمه ورته پيداشي نو دنړۍ نخچه به له دغه شوم نوم نه پاکه کړي . خو داسې ونه شوه . دادى پر غزې د اسرايئلو د خونړي تېري نږدې درې اونۍ په پوره کېدو دي ، تر اوسه له ٨٠٠ ډېر فلسطينيان وژل شوي او د ٢٥٠٠ په شاوخوا کې ټپيان شوي دي . د غزې په هر متر مربع د فلسطينيانو يو ليتر وينه تويه شوې ده او لا د اسرائيلو دغه بې رحمانه بريدونه دوام لري او هره ورځ د نورو ورځو په پرتله خونړي کېږي . خو احمدي نژاد صاحب لا تراوسه کوم عملي اقدام نه دى کړى . همدارنګه يو ځواکمن ايراني مذهبي مشر د امريکا پر ضد د جنګياليو مرسته اسلامي مسووليت بللى و او زياته کړې يې وه چې که امريکا دا حق لري چې د بلې نړۍ هېوادونو ته راشي نو مسلمانان هم حق لري چې پر ضد يې ودرېږي او نور ورسره مرسته وکړي . خو دغه مشر هم اوس غلى دى او ځانته دا حق نه ورکوي چې د خپل هېواد نظامي ځواک نه لږ ترلږه د غزې په امن کې کار واخلي او پر اسراييلو فشار راوړي . دغه شان پر عراق د امريکا او متحدينو له تېري وړاندې روسيې عراق ته ځان نږدې دوست ګڼه خو چې کله پر عراق بريدونه پيل شول روسيه په شا شوه . موږ د غزې پر تراړه د خونخوارو اسراييلو بريدونو په اړه بيل غبرګونونه واوريدل خو هغه داسې وو ، چې يوه هم د عملي کېدو وړتيا نه درلوده او د سياسي موخو په نيت وو . په کابل کې يوه جهادي مشر چې د واکمنۍ په دوره کې يې دکابل حالات له غزې کم نه و ، پر غزې د بريد په اړه وويل چې فلسطينيان بايد په دې پوه شي چې داغم کې يواځې نه دي او دوى يې هم په درد درمند دي . خو نن د فلسطيني پلرونو په مخکې دهغوى د زړه قطرې وژل کېږي ، کورونه يې نړول کېږي او دغه مشر ارامه خپل ژوند کوي . دغه شان ځينو داهم ويل چې غزې ته به جنګيالي ولېږي ، دوى پوهېږي چې دا کار ناممکن دى ځکه يې په زغرده وايي . او که ممکن هم شي نو پايله يې شکمنه برېښي . ځکه يوځل خو زموږ جنګيالي اذربايجان ته هم د جهاد لپاره تللي وو ، خو هغوى خلکو ته يې جهاد خوند نه و ورکړى او ورته ويلي و چې دلته به داسې جهاد نه کوئ چې زموږ هېواد ويجاړ کړي . د فلسطينيانو ژغورل په شعارونو او خبرو نه کېږي ، د يوې اساسي لارې لټول په کار دي او هغه داچې مسلمه امت بايد له وړو اختلافاتو تېر شي او د لوړو ګټو لپاره سره يو موټى شي . په حقيقت کې اسراييلو او نورو کفري ځواکونو ته پر مسلمانانو دتېري جرئت د مسلمانانو نفاق ورکړى دى .
 يوه ايراني خطيب يو مهال ويلي و چې شيعه و او ايران ته له اسرائيلو او امريکا د سعودي د وهابيانو خطر ډېر دى . اسراييل په دې پوهېږي چې مسلمانان په خپلو کې په ډلو_ ډلو ويشل شوي او يو د بل منلو ته نه دي تيار او خپلو کې يو بل خوري . خو نوره نړۍ کې داسې نه ده . وګورئ ، کله چې د اسراييلو په اړه احمدي نژاد څرګندونې وکړې سمدلاسه له يوبلې لويې وچې د اسرايلو په ملاتړ کې سر را پورته شو . دا د استراليا لومړى وزير و ، هغه وويل چې احمدي نژاد د صهيونيستي رژيم پر وړاندې خلک تاوتريخوالي ته هڅولى او دوى هڅه کوي چې هغه نړيواله محاکمې ته راکاږي . خو فلسطين ته نږدې اسلامي ملکونه لا غلي دي او هيڅ داسې غبرګون نه ښيي چې اسراييل تر فشار لاندې راشي . موږ دومره غافل يوو چې حتى کفري ځواکونه له موږ تغذيه کېږي او بيا خپله انرژي زموږ پر ضد کاروي ، شايد د اسراييلو د الوتکو ټانکۍ هم دعربو له تيلو ډکې وي . يو ژور ټکان ته اړتيا ده ، ترڅو ټول مسلمانان د قراني ايت په اساس ( بنيان مرصوص ) شوي نه وي ، همداسې به خوار و زار او پايمال وي . يادښت : تبصرې وکړئ خو دکلام عفت مه هېروئ !!
 محمدنعمان دوست ، کابل د مرغومي ٢٣مه