
بيا ئې يادونو هنګامې جوړې ديژړا زما ته بهانې جوړې دي
د ګودر غاړې خړې،پړې دي،اوسچې ګل پرستو ،ګل خانې جوړې دي
ورشئ خبر کړئ ،څوک مجنون لېونۍچې ،لېلا نوئې يارانې جوړې دي
چېرته واړه او چېرته غټ،غټ بتان کلي په کلي ،بتخانې جوړې دي
ساقي تسېې ، زاهد جامونه ستائي څه تماشې ،دې زمانې جوړې دي
په سترګو، سترګو کښې سلا م او وعلېک خلکو له دې هم افسانې جوړې دي
سترګې د هر ښکلي ،زما د وطنقدرت په خپله مېخانې جوړې دي
کمڅۍ د يار د زلفو بس وې ورله ( مين ) ته چا دا زولنې جوړې دي ؟
پېښور ٢٥/٤/٢٠١٣