څو شيبې له طالبانو سره

 
قوماندان غيرت د يوې خټينې خونې ترکړکۍ لاندې خپلې پښې غځولې وې . وتلې اوږې يې په يوه زاړه پوځي واسکټ کې له ورايه ښکارېدې، دېوال ته يې تکيه وهلې وه او له جيب نه يې د راديو آنتن راوتلی و.
 
له ده سره په دې خونه کې يو څو نور کسان هم ناست وو، له مخونو ښکارېدل چې څو کاله يې جګړه کړې ده . په تن يې اوږده افغاني کميسونه وو، چې پراخه لستوڼي يې درلودل، له سترګو داسې ښکارېدل لکه په (کحل) يې چې سترګې تورې کړې وي، رادي، چالانه وه، تيليفونه يو پر بل پسې راتلل، همدا وو چې يوه ډله نور ملګري يې هم راورسېدل، هغوی هم په چای څښلو پيل وکړ .
(سالار نوې فلوجه ده)
قوماندان همت په تينګار سره وويل : ((سالار نوې فلوجه ده،افغان او امريکايي پوځيان لويه لاره کنټرولوي او د لارې په هر پنځه کيلومترۍ کې پراته دي. خو موږ ارامه يو ))
د سالارو سيمه د کابل په شاوخوا اتيا کيلومترۍ کې د ميدان وردګو په ولايت کې ده، چې هروخت په کې د طالبانو او د هغوی د مخالفينو ترمنځ جګړه موجوده وي، د کابل- کندهار لويه لاره هم په دغه سيمه کې تېره شوې ده، همدا لاره د افغانستان په جنوب کې د امريکايي او ناټو ځواکونو د اکمالاتي لاريو اساسي ځمکنۍ لاره ده .
دغه سيمه په ريښتيا هم د بغداد فلوجې ته ورته ده، سړک يې هم د فلوجې سړک ته ورته دی، په دغه سيمه کې تېر شوی پوخ سړک د ماينونو د چاودنې له امله کڼد او کپر شوی او د ناټو د اکمالاتي لاريو او کانتينرو د سوځېدو له امله خو يې يوه برخه بيخي سوځول شوې ده .
مخکې خو په دغه سيمه کې امنيت ښه و، خو له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا دلته هم جنګ او چريکي جګړو زور واخيست .
وړمه ورځ مې همت او د ده ملګري له خپلو مخالفينو سره په سخته جګړه کې ښکېل وليدل، يو سړی چې د (جنګ) چيغې يې وهلې انګازې يې تراسمانه پورته شوې، له درز سره سم چاودنې هم شوې . دوې پيکپې چې بهرنيو ځواکونو ته له لېږدوونکي اکمالاتي کاروان سره ملې او د هغوی امنيت يې نيوه، د پرله پسې راکټي بريدونو له امله داسې مهال والوزول شوې، چې يو شمېر پوليس په کې سپاره وو .
لږ مخکې بيا د امريکايانو پر درېيو زغره والو لاريو د جنګ جګړې اثار له ورايه ښکارېدل .
کله چې لمر د اسمان لمنې ته ورسېد، ډزو نور هم زور واخيست، ايف شپاړس الوتکې د اسمان قبلې پر افق راوچورلېدې .
د طالبانو يوه ځوان مخبر په تپه تياره کې موږ د قوماندان همت ترا نګړ پورې ورسولو، ده خپل کلاشينکوف تر کمپلې لاندې پټ کړی و. په دې وخت کې نو افغان پوځ او پوليس زموږ له سترګو آلونيه وو، که وو هم خو په سترګو مو نه ليدل .
((اوس تر ۵۰۰ ډېر جنګيالي لرم))
قوماندان همت وويل : ((د الله په برکت سره جنګ بلې خوا ته واوښت، کله مې چې درې کاله وړاندې په دغه سيمه کې فعاليت پيل کړ، يوازې شپږ جنګالي مې درلودل، يو ار پي جي راکټ راسره و او ايله دوه کلاشيکوفونه . خو اوس، زه تر پنځو سوو ډېر جنګالي او تر دېرشو ډېر کلاشينکوفونه او سلګونه آر پي جي لرم))
((امريکايانو سلګونه افغان پوليس ګومارلي چې د دې لارې امنيت ونيسي، په کوڅو، بازارونو، کليو او سړک (ټولو کې) دوی موجود دي، ګزمې کوي، خو امنيت نه شي راوستلی . تېره اوونۍ دوی په چورلکو کې راغلل، ځکه چې دلته يې ګاډي او ټانکونه نه شوای راوستلی، دوی هېڅ کله هم دلته له ټانکونو سره نه شي راتلی، دغه ټوله سيمه په ماينونو پوښل شوې ده ))
همت د طالبانو يو مجرب قوماندان دی چې خپل لومړی فعاليت يې په اوولس کلنۍ کې د شمالي ټلوالې د جنګاليو پر وړاندې په نوي يمه لسيزه کې پيل کړی دی . د کابل تر نيول کېدو وروسته دی تری تم شو، خوکله چې درې کاله وړاندې د سالارو قوماندان مړ شو، دی يې ځايناستی قوماندان وټاکل شو .
همت وايي چې : ((موږ د شمالي ټلوالې پرضد مخامخ جګړه کړې ده . خو اوسنۍ جګړه ډېره سخته ده، دوښمن ځمکه او اسمان نيولي دي سربېره پر دې دوی هر ډول وسلې لري. ځينې وخت سخته وېره راته پيدا شي، خو موږ له کافرانو سره جګړې ته لېواله يو، دا د خوښۍ ځای دی .))
د همت يو مرستيال په روانه عربي ژبه او د سعودي په لهجه خبرې کولې ((له عرب وروڼو سره اوږه په اوږه جګړه)) . ده خپل کلاشينکوف زموږ په منځ کې پر ځمکه کېښود او وويل: ((وروره ګله! دغه پوليس او ملي اردو ړانده دي، دوی هېڅ هم نه ويني.))
د طالبانو دغه قوماندان د وسله والو طالبانو پېچلی نيټورک، پوځي کېدنه او د ولسي خلکو رهبري هم بيانول .
ده وويل چې په هر ولايت کې طالبان خپل ټاکل شوی والي لري، ولسوال لري، شورا لري، تر هغوی کښته د همت په څېر قوماندان هم لري، چې خپل ځواک په څو کوچنيو محاذونو وېشي .
ډېری خو دا وايي چې تر حکومت نه په کليوالو سيمو او ولسواليو کې طالبان ښه عدالت او پرېکړې کوي، دوی وايي چې په حکومتي ادارو کې فساد ډېر او وړتيا نه شته . خو په ملي کچه، د طالبانو ټولې شوراګانې د ملا محمد عمر تر مشرۍ لاندې فعاليت کوي او د ده د لارښوونې مطابق هرڅه پرمخ بېول کېږي . په حقيقت کې هر ولايت او هره ولسوالي ځانته يو غښتلی ځواک لري .
د همت يو ملګری ملا محمدي چې اوږد چرمي جمپر يې اغوستی او اوږده لونګۍ يې تړلې وه، راورسېد وويل : ((دا يوازې چريکي جګړه نه ده او دا مخامخ جنګ هم نه دی، بلکې دواړه دی .))
((کله چې موږ پر يوه ولايت واکمنېږو، بايد خلکو ته خدمت وکړو . موږ غواړو دوی ته دا وښيو چې موږ حکومت کولی شو، او موږ ان د کابل نيولو ته هم چمتو يو، دا ټول څيزونه موږ ته خپلو تېروتنو راښوولي دي.))
محمدي وويل ډله يې لېواله ده چې په اوونۍ کې درې ځلې بريدونه وکړي، خو هروخت ورسره پوره مهمات نه وي . ((هره سيمه بېله ستراتيژي لري. دلته تګلاره پر لويه لاره بريدونه دي، خو د دغه ولايت بله هره برخه زموږ په کنټرول کې ده.))
نوموړي خپل دوړجن تور بکس پرانيست، لپ ټاپ کمپيوټر يې ترېنه راوويست . ملګري يې پرې راګومېدل او د محمدي په لاس ډک شوی لنډ فيلم يې وکوت. په فيلم کې يو شمېر پټ مخي جنګالي د سړک پرغاړه د يوې ونې تر ښاخونو لاندې ولاړ ښکارېدل. د پوليسو له ګاډو راښکاره کېدو سره يې بريد ورباندې پيل کړ.
په فيلم کې يو امريکايي سرتېری هم وښودل شو،  ملا ماته مخ راواړاوه : ((موږ دی وواژه او کمپيوټر مو يې ترلاسه کړ، دغه امريکايي په عراق کې هم جګړه کړې ده. ))
د غزني ښار چې د کابل په جنوب کې په شاوخوا ۱۴۵ کيلومترۍ کې پروت دی، د سالارو همدا لويه لاره ورغلې ده .
هلته، د يوه هوټل په خونه کې مې د طالبانو جنګيالي وليدل، له څېرو نه ټول شل کلنه ښکارېدل، او دوی ټولو درې کاله جنګي تجربه درلوده . قاري امان الله د نوي نسل يو ځوان و چې د طالبانو له ګروپونو سره وروسته له هغه يوځای شوی و، چې د امريکايانو له خوا يې رژيم رانسکور کړای شو.
دی د يوې داسې کورنۍ غړی دی، چې يوه کوچنۍ کرونده لري، په مدرسه کې يې دوولس کاله دينې زده کړې کړې دي . قرآن شريف يې حفظ کړ، خو وسله والې لېوالتيا په سې ورواخيست، خپله زده کړه يې پرېښوده او له وسله والو سره يوځای شو .
دی وايي: ((زما په واحد کې جنګيالي ټول نوي کسان دي. موږ د طالبانو له راپرځېدو وروسته سره يوځای شوو)) .
امان الله خپله کيسه کوي چې د ده کلي څرنګه له ده سره د امريکايانو او دولت پرضد له وسله والو سره اوږه په اوږه ودرېدل . هرې کورنۍ خپل يو غړی جهاد ته وقف کړی، او د کورنۍ نور غړي په کروندو کې کار کوي .
دی د امريکايانو او دولت هغه ادعاوې ناسمې بولي چې ګواکي طالبان د پيسو لپاره جنګېږي : ((په تېرو څو اوونيو کې موږ د دولت او امريکايانو ډېرې لارۍ ونيولې. که موږ د پيسو لپاره جنګېدای نيول شوې لارۍ به مو نه سوځولې))
له خپلو تېروتنو ګټه اخيستل

دوه کسان راننوتل، د يوه په سر د موټر سره خولۍ وه، کله چې يې خولۍ له سره ايسته کړه، اوږده وېښتان پسته ږيره يې موږ وليده چې پر سينه يې راپرته وه . دی هم د شاوخوا سلو کسانو جنګي ډلې مشر و .
د جومات امام مولوي عبدالحليم، چې خپل ټول وخت يې جنګ او وعظ ته ځانګړی کړی، وويل اورپکي په لومړي سر کې ګډوډي وه، تر ۲۰۰۵ کال پورې زموږ ليکې نامنظمې وې، خو بيا وروسته هرڅه سنبال شول.
دی وايي چې د طالبانو لويه ستونزه داړه ماري او مناقشه کول وو، د دوی د سمون لامل هم همدا دواړه شول، : ((موږ د خلکو زړونه ګټو.))
((موږ له جهاده تر حکومت پورې ورسېدو دا دی موږ بېرته جهاد ته روګرځېدو. موږ له خپلو تېروتنو ګټه واخيسته . مشرتابه يوه ده خو جنګيالي فرق کوي، ځينې وژل کېږي، پرځای يې نوي راځي، دوی نه غواړي د هغو کسانو په ډول شي چې حکومت يې وکړ، تېروتنې يې وکړي )) .
دی وايي چې په غزني ولايت کې د ټاکنو د نوم ليکنې تحريم دا په ډاګه کوي چې په دغه ولايت او دې ولايت ته شاوخوا سيمې څومره د طالبانو په ولکه کې دي. ((موږ به په لويو لارو کې په داسې حال کې ولاړ وو، چې پر سر به مو چورلکې چورلېدې، خو موږ وېره نه لرله او خلک به مو د راتلونکو ټول ټاکنو لپاره له نوم ليکنې منع کول .))
((ولې موږخلک له رايې ورکولو منع کول؟ دا خو د دوی په ګټه دي. ډېری په دې پوهېږي چې دغه اوسنی نوی حکومت له دوی سره مرسته نه کوي، خو هغه کسان چې په دې هم نه پوهېږي موږ يې له رايو ورکولو منع کوو.))
**********
د پلازمېنې کابل په يوه کوچني خيرن هوټل کې مې د محصلينو يوه ډله وليده. لقمان، چې ږيره او برېت يې دواړه کل کړي وو، اوس اوس خط او برېت ښکارېده، په افغاني کاليو کې راغلی و .
ده د طالبانو لپاره پروپاګنده پرمخ وړله، او د تحريک وېبپاڼه يې هره ورځ اپډېټوله، ده په روانه عربي او انګليسي ژبو خبرې کولې، ده د تحريک د فرهنګي شورا غړيتوب هم لاره .
دی وايي :((کله چې موږ يوه مساله وينو چې د طالبانو لپاره پروپاګنده کېدای شي، موږ رشد ورکوو او د خلکو په منځ يې لانوره غټوو: لکه د ښکېلاک موضوع يا په دولتي ادارو کې د بډو اخيستلو او فساد مسله ))
لقمان وايي کله چې طالبان په واک کې وو، ده يې ملاتړ نه کاوه، ((خو کله چې ښکېلاکګرو او وحشيانو افغانستان ونيوه، موږ له تحريک سره يو شوو. زما د پوهنتون ډېری ملګري له طالبانو سره دي، نه يوازې په دې چې طالبان دي، بلکې دوی د دولت او ښکېلاک پرضد دي. کله چې عام خلک ويني چې جنګسالاران بېرته واک ته ورسېدل، دوی له مقاومت سره خپل ملاتړ ټينګوي. ))
دی وايي چې په هېواد کې د تحريک پلويان مخ په ډېرېدو دي. ((طالبان هڅه کوي چې پر کابل خپله دايره راتنګه کړي، دولت هم اوس کمزوری شوی دی او يوازې پر ښارونو واک لري. ))
عبدالرحمن هم خپله کيسه کوي چې د محصلينو په منځ کې څنګه دی په دنده وګومارل شو : ((موږ دوی ته ډاډ ورکوو چې طالبان راروان دي. موږ له خپلو ټولو وسايلو څخه ګټه اخلو، زموږ خبرې، ويناوې او قلمونه ټول د تحريک لپاره په کار بوخت دي، په پوهنتون، بازار او هر ځای کې .))
پېغور خو دا دی چې موږ د دولت له خوا له  وينا د ازادۍ له قانون څخه ګټه اخلو : ((دلته اوس د وينا ازادي ده او موږ له دولت څخه هېڅ وېره نه لرو،‎. موږ په بې غمه زړه کار کوو، موږ له خلکو سره داسې خبرې کوو چې ګني موږ پر ورځنيو تودو سياسي مسايلو غږېږو. دولت ډېر کمزوری دی او زموږ د څارنې او تعقيب وس نه لري.))