
بحث دا نه دى چې د تير کال نومبر مياشت کې د هند ممبۍ ښار کې ترهګره پيښو کې ککړ کسان د پاکستان دولت سره تړاو لري او که د جمهورريېس زرداري په وينا غير دولتي لوبغاړي دي. دا ذکر به هم نه کوو چې د پيښو نه راپه دې خوا هند په پاکستان کوم تورونه لګوي هغې کې تر کومه حده حقيقت دى. البته دې پلو ته ضرور پام راګرځو چې د شپږويشتم نومبر د واقعاتو نه پس د پاکستان دولت او لوړرتبه چارواکيو په کومه طريقه بازيګرې واړولې، نه يوازې هند کې بلکې ټوله نړۍ کې ئې خپل هيواد د سپکاوي سره مخ کړو.
کله چې ممبۍ کې ترهګرو خپل عمليات پيل کړل نو هندي حکومت لا په ټولو ترهګرو قابو نه وو موندلى چې د پاکستان نه يې د ايې ايس ايې مشر وغوښتو چې هغه دي هند ته راشي چې ورته پيښو کې د ککړوکسانو په هکله معلومات ورکړل شي. مطبوعاتي راپورونه وايې چې دغه غوښتنه د هند خارجه وزارت د ټيليفون په ذريعه صدراعظم يوسف رضا ګيلاني نه وکړه. ګيلاني په سمدستي توګه د هند دغه غوښتنه وومنله او په سرکاري کچ ئې اعلان ووکړو چې سبا به د ايې ايس ايې ډائريکټر جنرل احمد شجاع پاشا هند ته سفر کوي. په سرکاري ټي وي ددې اعلان لا درې ساعته نه وو پوره شوي چې د فوځي مشرانو له خوا د ايې ايس پي ار په ذريعه هم په دغه ټي وي خبر خپور کړى شو چې د ايې ايس ايې مشر به هند ته نه ځي. د دواړو متضادو بيانونو نه څرګنده شوه چې
١ . صدراعظم دغه پريکړه پرته د چا د مشورې نه کړې وه
٢. د ملکې او فوځي واکدارانو تر مينځه اوږدې فاصلې دي
٣. په نړيوال کچ د بدنامۍ باعث شو
لږې ورځې پس داسې خبرونه راغلل چې د هند د خارجه وزارت نه جمهور ريېس اصف علي زرداري ته يو ټيليفون شوى دى چې په کې يې جمهور ريېس ته دړکې ورکړې دي خو هند دغه ټيليفوني رابطې څخه بيخي انکاري شو او وي ويېل چې زمونږ د خارجه وزارت څخه هيڅ داسې فون نه دى شوى. دغه ورځو کې د اطلاعاتو وزيرې شيري رحمان هر څه پريښودل او هر ځائې به يې ددغه ټيليفون ذکر کولو. چې هيڅ مقصد يې نه وو.
ورستو چې هندي حکومت د لسو يا دولسو ترهګرو د جملې څخه يو ژوندى وونيولو نو تور يې ولګولو چې دده نوم اجمل قصاب او د پنجاب صوبې د فريدکوټ نومي کلي اوسيدونکى دى. د پاکستان يو شخصي ټي وي چينل چې کله د اجمل قصاب په هکله راپور خپور کړو نو حکومتي اهلکارو دغه کار د هيواد د ګټو پر ضد وبللو او ويېل به ئې چې اجمل قصاب د پاکستان اوسيدونکى نه دى. خو کله چې هند دهلي کې د پاکستان عالي کميسون او نورو غربي هيوادونو ته ثبوت ورکړو چې اجمل قصاب د پاکستان اوسيدونکى دى نو پاکستان مجبوره شو چې اجمل قصاب خپل اوسيدونکى وومني. خو د بده مرغه دغه منل هم په ځای ددې چې د اعلى ظرفۍ نمونه ګرځيدلې وه اپوټه د نور سپکاوي سوب شوه. هغه داسې چې د قامي سلامتۍ مشر محمود علي دراني يو هندي ټي وي چينل سره د خبرو پر مهال اعتراف وکړو چې اجمل قصاب پاکستانى دى. د ښاغلي دراني دا خبره په صدراعظم بده ولږيده او دى يې د خپلې څوکۍ څخه ګوښه کړو. خپلې بيانيې کې ګيلاني وويل چې محمود علي دراني زه اعتماد کې نه ووم اخستى او دومره مهم اعلان يې وکړو.عجيبه خبره داده چې د دراني د اعلان نه څو ساعته پس نه يوازې د خارجه وزارت يو وياند تصديق وکړو چې اجمل قصاب پاکستانى دى بلکې د اطلاعاتو وزيرې هم دغه خبره تايېد کړه.
د دراني پر ضد د صدر اعظم دغه کاروايې يو ځل بيا ښايې چې د واکدارانو تر مينځه سخت اختلافات او تضادونه دي . ويل کيږي چې د قامي سلامتۍ مشر محمود علي دراني به خپل راپور جمهور ريېس زرداري ته وړاندې کولواو دغه خبره په ګيلاني ښه نه لږيده. ځکه چې ګيلانې فکر کوي چې ګني دى د هيواد منتظم اعلی (چيف ايګزيکټيو) دى. خو اصل کې دغه اختيارات تر دې دمه جمهور ريېس سره دي ځکه چې پارلمان لا تر دې وخته اساسي قانون کې هاغه مادې لغوه نه دي ګرځولي چې د دکتاتور فوځي جنرال مشرف په وختو کې د ايم ايم اى په برکت د قانون برخه ګرځيدلې دي.
دغه واقعات داسې وخت کې تر سره شول چې صدر زرداري او خارجه وزير شاه محمود قريشي کابل کې وو. ښکاري داسې چې واکدارانو ته د مخکې نه معلومه وه چې اجمل قصاب پاکستان سره تړاو لري خو بې ځايه يې په دې خبره پړده اچوله. حالانکې که د وخت د سره يې ويېلي وو چې اجمل قصاب پاکستانى دى او دلته يو شمير نور هم داسې کسان شته چې نه يوازې د نړۍ لپاره ستر ګواښ دي بلکې خپل هيواد کې يې هم د امنيت ستونزه پيدا کړې ده. نو دا به يوه ښه ليار وه. خو د بې ځايه او غير ضروري بيانونو له امله پاکستاني واکدارانودغه معامله دومره اوپيچله چې يو طرف ته اولس اوس يقين کوي چې د بيلا بيلو وزيرانو تر مينځه رابطې نشته او دوی د هيواد د سباون په ځايې خپلو کې لاس او ګريوان دي نو بل طرف ته نړيوال فکر کوي چې پاکستان د تضادونو مجموعه جوړه شوې ده او ددغه هيواد په هيڅ خبره يقين نه شي کيدى. چې پايلې به يې د پاکستان لپاره خطرناکې ثابته شي او د نړيوال فشار د نور سيوا کيدو احتمال دى.