غــــــــزل

يو  طوفان  په  ما  راغلی د خپل ارمان  خير مې زه غواړم
نصيب  راته رقيب  شو ځکه  د ګريوان  خير می زه غواړم

حالات دومره بدرنګ شول چې نه تورواو نه سپين ته ګوري
بوډاګان مې مري  د غمه د هر يو ځوان خير مې  زه غواړم

څوک   مې  په ملا   تړي  بمونه  څوک مې  په  سر وروي
خدايه   ته  مې  مددګار  شې د  هر افغان خير می زه غواړم

دا چې نن مې اوښکې د ګريوان په درشل کې ځي او راځي
ښه پوهيږم څه  وکړم بيا هم د جانان  خير  می  زه  غواړم

زړه مې ترينه توردی خودغرضه خود پرسته دي هرڅوک
نن  سبا خندا   نه   مې   توبه  د ايمان  خير مې  زه  غواړم



هلمند پرديس
د اوکراين جمهوريت اديسه ښار