 
        	    
                    
                                    
                     اووه اته کاله مخکې کله چې امريکاپه افغانستان باندې حمله وکړه  نو د حملې سره سره يې دا غږ اوچت کړچې موږ جمهوريت خوښوونکي يو ، موږ ديموکراسي راوستوونکي يو او موږ سوله اوامنيت غوښتوونکو يو خو پدې اته کالو کې امريکا کوم داسې کار وکړچې هغه څخه سوله او امنيت ښکاره کيده ياکوم داسې کار يې وکړچې هغه سوله او امنيت راولي دوی صرف او صرف پدې شعارچې موږ سوله او امنيت راولو او دهشت ګر يا تروريزم چې د بشر دوښمن دی د جنګ اعلان کوو زمونږ ساده مسلمانان د دوي په دي شعار وغوليدل او لاغوليږي سوله او امنيت په بمباريو په تشدد او په قتلو قتال نه راځي دوي وحشيانو په افغانستان کښې داسې کارونه وکړل چې انسانيت ترې شرميږي او د بشر د کرکې او او نفرت لامل ګرځي داچې نن د افغانستان په مختلفو ولايتونو کښي پر مظلومو افغانانو باندي له يو طرفه څخه د وحشيانو او ځنګلي ځناورو ړندې او وحشيانه حملې او له بله طرفه د طالبانو د ګواښونو او د طالبانو د منفورو کارواييو سره مخ دي افغانان يې په دوو کې حيران پاتې کړي لکه چې د پښتو هغه متل (چې يو خوا ته پړانګ او بل خوا ته ډانګ ) د دغو حالاتو لامل صرف او صرف د دې شرمخانو او وحشيانو د تشدد او ظلم ده پدې چې دوی څو څو ځلې په ملي خلکو ملي مخورو او مشرانو ملي شخصيتونو او په ملي غونډو په کليو په کورونو او حتی د واده په مراسمو داسې بې رحمه او وحشيانه حملې کړي چې هيڅکله هم د زغملو وړ ندي . دغه غاصب او د وخت فرعون دا نه يواځې په افغانستان کښې بلکې د نړۍ په مختلفو هيوادونو کښي پر مسلمانانو اور بل کړی د اسلامي هيوادونو تر منځ يې داسې د نفرتونو او کرکې تخم کرلی چې يو د بل وينو ته تږي ناست دي او غواړيچېکله يو پر بل تجاوز وکړي او د هغه وخت په انتظار ديچېکله يو بل تجزيه او له واکه وغورځاوي . که په افغانستان باندې د امريکا د حملې لامل د تروريزم ختميدل او د سولې غوښتل ؤ نو دوی بيا ولې له ځان سره په ټنونو برابر وزنه بمونه راوړل جنګي طياري ټانګونه زهري سلحه واي او د مرميو ضد موټرونه يې افغانستان ته راننويستل که دوی وايي چې موږ صرف اوصرف د ځان د حفاظت لپاره راوړي نو بيا ولې بې ګناه او مظلوم خلک چې د خپل جرم څخه هم خبر نه وي پدغو زهري سلحه ؤ په دايمي خوب ويده کيږي دوی په زانګو کښې پروت ماشوم هم دهشت ګر بولي او په مختلفو ځايونو کښې يې داسي بي ګناه ماشومان وژلي دي چې بيلګه يي يو د دغو ځايونو څخه د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ وحشيانه بمباري ؤچې له سلو کسانو څخه يې زيات پکښې شهيدان کړي ؤ اوزياتره يې واړه ماشومان او ښځې وو آيا دا هم دهشت ګر ؤ ؟ د دی په باره کښې کرزی صاحب او د هغه کابينه څه وايي ؟ کله چې مسلمان د خپل حق د غوښتلو لپاره مبارزه کوی نو تروريست بلل کيږی او کله چې يهود او غاصب شرمخان پرې بمباري کوي دا خپل حق ګڼی زما د کرزی صاحب او د هغه د ټولې کابينې څخه دا پوښتنه مطرح کول دی چې ايا يو هيواد چې په بل تجاوز کوي د هغه ملي خلک ملي ځايونه او په دولتي ماڼيو باندې بمباري کوي دا دهشت ګردي ده او که يو مسلمان چې د خپل حق د غوښتلو او د خپل حفاظت لپاره مبارزه کوي دا دهشت ګردی ده ؟ دوی د تروريستي جنګ په نوم په افغانستان او عراق کښې پر مسلمانانو اور بل کړی که چيرې دغه د وخت فرعون په رښتيا سوله غوښتونکی ؤ او په رښتيا د ديموکراسی قانون ته احترام درلودونکی ؤ نو په هغه ورځ به د عراق ټول اولس پر ده ګلونه وراولی ؤ په کومه ورځ چې د ده اخرنی مطبوعاتی کنفرانس ؤ په عراق کښې او که چيرې يې په رښتيا د خلکو تر منځ محبوبيت درلوده نو بايد په ښکاره ډول يې عراق ته سفر کړی ؤای او د مطبوعاتی کنفرانس په ځای يې بايد د عراق ټول ملت ته خطاب کړی وای او د عراق خلکو باید په ګلونو ويشتلی وای خو په عراق کښې چې د يو اتل او قهرمان ژورنالیست المنتظرالزيدي لخوا په پرله پسې ډول په بوټونو وويشتل شو د دې معنی ورکوي چې بوش په عراق کښې داسې کار نه دی کړی چې د عراق اولس ترينه خوشحاله وي ده د عراق اولس دومره وځوراوه چې اوس ورته عراقيان د يوخون خور انسان په سترګه ګوری . بوش په عراق کښې هغه کارونه وکړل چې انسانیت ترینه شرمیږی او د هغه هغه کارونه چې په عراق کښې یی وکړل د عراق د ولس زړونه یی له وینو ډک کړل بلکی د عراق واړه ماشومان هم د ده څیری ته د نفرت او کرکی په سترګه ګوری بوش په ځای د دی چې په عراق کښې خپل محبان زیات کړی او د خلکو زړونه خپل کړی هغه داسی خاطری پریښودی چې د عراق فرد فرد ورته د یو مستبد شخصیت په سترګه ګوری او د عراق ټول خلک یی د خپل ځان مخالف کړل دا پدیچېسوله او امنیت په جنګ او په بمباریو نه راځی په تشدد په ظلم او په وحشت نه راځی . بوش د ډیر ظلم او وحشت له وجی نه یواځی د مسلمانانو په زړونو کښې بد ګرځیدلی دی بلکی د ده د کابینی غړۍ او خپل ولس او د څنګ نور هم مذهبه هیوادونه یی هم بدترین ولسمشر بولی . په امریکا کښې د دیموکرات سناتور هری رید د جنوری په پنځمه د ( ان ، بی ، سی ) ټلویزون سره په یوه مرکه کښې وویل چې زه په رښتیا سره پدی باور لرم چې جورج بوش یوله بدترینو ولسمشرانو څخه دی چې تر اوسه موږ درلوده او ده په خپلو خبرو کښې زیاته کړه چی جورج بوش په سپینه ماڼی کښې له اته یا لس کالو حاکمیت وروسته د امریکا په تاریخ کښې د یو داسی جمهور رئیس په توګه خپل مقام پریږدی چې په خلکو کښې هیڅ ډول محبوبيت نلری . زه صرف او صرف دومره ویلی شم چې بوش د خلکو ترمنځ د شهرت او اعتبار په ځای په اسلامی هیوادونو کښې او هم په ګرده نړۍ کښې د یو متضرر او شررناک انسان صفت خپل کړ بوش د خپلې ناپوهۍ او غلط تفکر له وجی د نړۍ ګرد انسانان داسی کړی ؤ لکه چې ښکار کړی یی وی او په یو جال کښې یی راګیر کړي وی او هر څه چې وغواړی هغه پری وکړی د بوش دا اته کلنه یا لس کلنه دوره د سولی او ثبات د راوستلو هیله منده نه بلکی په ګرده نړۍ د حاکمیت او د ګردی نړۍ انسانان ځان ته غلامو ل اصلی هدف ؤ. بوش هغه مستبد او وحشی دیکتاتور دی چې تر اوسه پوری یی لاسونه د زرهاؤ بی ګناه او مظلومو انسانانو پر وینو سره دی ده په افغانستان او عراق او حتی د بیت الله شریف ګیر چاپیره خپل عسکر ولی غورځاولی دی ؟ آیا د مسلمانانو د ختمیدلو لپاره ؟ يا د اسلام د ختمیدلو لپاره ؟ ده ولی هغه کیمیاوی او زهری وسلی ټول جهان ته ونه ښودلی چې عراق یی پری تورن باله او پر عراق باندی یی وحشیانه حملی وکړی ده د کیمیاوی او زهری وسلی د مخنیوی لپاره نه بلکی خپل ځان ګردی نړۍ ته د یو مستبد او ظالم شخصیت په توګه معرفی کړ په اخر کښې زه دومره ویلی شم چی بوش د خپل حاکمیت په دور کښې هیڅ داسی کار ونه کړچې بشریت ته د ارامتیا او سوکالی سبب شی ده بغیر د قتل ، خون ریزی ، ظلم ، وحشت ، خوف او اسلامی هیوادونو ترمنځ د بی اتفاقی نه بل کار ونکړ . د دغه وحشی دیکتاتور نوم په تاریخ کښې په سور قلم سره باید ولیکل شی او د همیشه همیشه لپاره یی نسلونه په نسلونه ته داسی د شرم نه ډک تاریخ پریښودچې هیڅکله هم د معاف کولو او یا هیرولو قابل ندی بوش ته په ګرده نړۍ کښې خلک د ظالم ، مستبد ، وحشی او د ګردی نړۍ د خون خور انسان په سترګه ګوری او پدی وروستیو ورځو کښې الله تعالی داسی سپک او شرمینده کړچې ټول جهان ته سترګی نه شی جګوالی په اخر کښې عرض کوم چې د بوش د اته کلنی دوری حاکمیت ته باید د امریکا هر راتلونکی ولسمشر ښه په زیر او دقت سره وګوری او په نړۍ کښې باید د یو صالح ، بشردوست او سوله خوښوونکی انسان په صفت ووسی که نه نو حال به یی د بش په څیر وی لکه په عراق کښې چې د قهرمان الزیدی له لاسه د بوټونو په وبشتلو شرمینده او ذلیل شو .
 ليكوال : مياهدايت الله محمدى
 
                  
 
             
            