د طبعيت پيغام

 
دوه شپې سر په سر ډېرې هېوادونه زلزلو ولړزول . د پلازمينې کابل په ګډون زموږ هېواد يې هم و جړقوه او خلک يې نيمه شپه راويښ کړل .
 دا ځل زلزلې د شپې لخوا په داسې حال کې ځمکې ته ټکانونه ورکوي چې پر غزه د خونکارو اسراييلو له خوا ناتار جوړ دى .
 الوتکې له سکروټو ډکې سينې پر غزه خالي کوي ، راکټونه کورونه ړنګوي ،  د جسدونو انبارونه جوړ دي ، ځمکه په وينو لړل شوې  ، د ټپيانو زګيروي دي ، د ماشومانو خولې له خاورو ډکې دي او ...
 خو اسلامي نړۍ په درانه خوب ويده ده ، زموږ د هېواد په ګډون يو نيم ځاى کې يواځې مظاهرې کېږي او د زنده باد مرده باد شعارونه پورته کېږي .
 خو دغو شعارونو تر اوسه  د اسرايلو له لاسه ټوپک نه دى غورځولى ، د هغوى الوتکې يې نه دي نسکورې کړي او  فلسطينيان يې په دې شپږو لسيزو کې له ظلمونو ،  نه دي ژغورلي .
     
  مظاهرې او شعارونه يو بې خونده  تکرار دى ، په طبعيت هم دغه بې خونده تکرار بد لګېږي نور يې د اورېدو حوصله نه لري ، نور نشي زغملى چې د راکټ ځواب په شعار واوري . 
  طبعيت پوهېږي چې مسلمه امت په درانه خوب ويده دى او يا بېهوښه کړى شوى دى او کومه چيغه چې وهي هغه هم خوب کې وهي .
دغه امت اوس يوه درانه ټکان ته اړتيا لري ، تر څو اصل ته متوجه او داساسي چارې په لټه کې شي ، همدا لامل دى چې دو شپې پرله پسې زلزلې دي .
طبعيت پوهېږي چې : 
 ترڅو دغه امت راويښ نه شي ، خپل ټوټه – ټوټه بدن يوځاى نه کړي ،
ترڅو دغه امت د خپلو مټو له پرېکولو لاس وانه خلي ،
 ترڅو دغه امت د علم او تخنيک په ګاڼه سمبال نه شي .
 ترڅو دغه امت په خپلو پښو ونه درېږي .
 او ترڅو ... 
 هر ځاى به غزه وي او هرځاى به پر مسلمانانو ناتار جوړ وي .
 
کابل