خوندور خواړه

خوندور خواړه
سيرت لينکه ١١-١٠-١٣٧٨

د ډيرو او اميدونو او هيلو وروسته چې هېواد ته مو د ګډوالو بهيرونو چټکتيا وموندله هغه د چا خبره د يو څه سمسمکي خبرې اترې پيل شوې ، ګاونډيو هېوادو هم بهانۍ کولې  چې  اوس خو مو په هېواد کې سوله او ولسواکي ده ولې خپلو پلرنيو ټاټوبو ته نه ستنېږي؟ موږ هم وپتېله چې خپل پلرني ټاټوبې ته ګډه وکړو همغه وو چې  بيرته خپلو ځايونو کې  استوګن شو، نو د کار د پيداکولو لپاره مې هرې خواته منډې پيل کړي  خو بلااخره په يو دولتي دفتر کې مې د ډيرو منډو وروسته دنده واخيسته او په کار مې پيل وکړو که څه چې ګډوالو بهير ګړندې وه خو د چا لپاره د کار پيداکول بيخې ناشونې کار وه زه خو نيک
 مرغه وم چې پنځو مياشتو وروسته مې کار پيداکړو خو ډيري خلکو د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره يې شپې ورځې د سړکونو په غاړه تېرولې هغه هم په دې نيت چې اوس به يې څوک د ورځي دکار لپاره له ځانه سره بيايي ،کله به چې د کوم کس مزدوران پکار وو دومره ډير به يې د خوا اوشا څخه راټول شول چې سړى به يې  له ځانه بيځاره کړو هغه دچا خبره اوړى خو بياهم ښه وي ژمې دې ورک شي د مړۍ ډوډي ترڅنګ به دځان ګرمولو فکر هم درسره وي په همداسي په يو ژمني موسم کې چې کابل د ژمې په شپو ورځو کې په  سپينو واورو او سړو پوښل شوې وي  بړايي او ښاغلو خو ځانونه په ژمې کې  په وړينو او ډبلو شيانو پوښلې وو په اوړى کې Ù
 �ې هم  د يخو پکيواو يخو موټرو کې ور!
 ته د
اوړى او ژمې احساس نه کيږي  يوازې داوړى او ژمې نومونوسره بلدتيا لري خو له بلې خوا په لويو ميدانونواو ګډنوالو کې بې کوره خلک چې ديوې مړۍ ډوډۍ پسې سل سرګونډۍ وهي  دژمې د ډبلو او وړينو شيانو سره له سره بلدتيا هم نلري هغه غريبانان خو د خپلې وږې خيټې غم  کې وي چې ګواکې يو څوک ورته د مړو دماښامونو په خاطر يوه مړۍ حلوا او ياهم په خيرات کې ورته شلېدلې کالي او تاريخ تيرې توکيې ورکړي چې خپل وږې کوچنيان پرې ونازوي او د شيدو په څير سپين  مخې  ورګوټې  چې شليدلو کاليوو او خيرن مخونو يې ورته د ښکلاء نکريزې ايښې دي په لوڅو پښو او لوڅو سرونو د ښار په ورانو،ويجاړوکنډواÙ
 �و او دسرک په غاړه په پرتو ډيرانونو کې لاسونه او پخې وهي ګواکې چې يو څه شيان پيداکړي او ځانونوته پرې يوه مړۍ ډوډي پيداکړي  په همداسى ژمني موسم کې د کابل ښار کې د يوملګري سره په سړه خونه کې د ګړکۍ لورې ته ناست وم د جمعي ورځ وه موږ هم خپله ورځ تيروله چې ناڅاپه مې د سپينو خيرنګ رنګه ماشومانو په ټولي سترګې ولګيدې باراني موسم  اونري نري باران د ماشومانو پرخيرنو مخونو خړې خړې ليکې جوړې کړې وي  اوخړواوبوپه څير يې  په شليدلې ګرايوانونو لاندې بهيدلې   د پلار ترشااوخوا راټول شوې وه ،د خځلوپه ډيران يې ناپاکه پلستيکونه راټول او ترشا تړلو بوجيوته يې اچول سپين ګ
 يرې پلار لکړه په لاس بزې څرولې چې !
 دنګÛ
 ښکلې جلۍ په بيړه غږ وکړو چې هله دا زما دي ،ما پيداکړه  نوروخويندو ورونو او پلار يې هم په بيړه ور منډې کړې  زما هيلې هم په موسکا راغلې چې ګواکې  بخت يې لکه چې ورسره ياري وکړه او د سروزرو ډک کوم  منګوټې يې پيداکړو، زه نور هم متوجې شوم  ګورم چې  کوچنيانو او پلار ترمنځ يې په سپين رنګه تاريخ تېرو خوړو(پوڅه) شخړه دو ، منځنۍ جلۍ غږ کړو  چې بيګاه هم ما څه نه دې خوړلې مشره جلۍ وايي زه خپله د پرون غرمې څخه په نهاره کرځم ورګوټې ورور خويې وخته په چغو پيل کړې وه ،پلار په ببره ږيره لکړه په لاس غږ وکړو چې چپ شي اوس يې زه درته وېشم  که نه نو يويې هم رانه نشې خوړلاى  دنګې ج
 لۍ چې خواړه يې پيداکړې وه پلار ته په ژړه غوني اواز وويل چې ته بيا د هغه بلې ورځ په څيرخپله ډير اخلې او موږ ته کم راکوې زه يې خپله وېش پلار په قهرجن رنګ لګړه د لور په اوږو ونښلوله ،لور په چغو شواو پلار يې  خواړه په خپلولاسونوپر کوچنيانو ووېشل او خپله يې دخوړو نيمايي اندازه نوشې جان کړه په سپين رنګه خوړو يې مبارکه ږيره رنګ کړه او په زير زير يې خپلو بچيانو ته کتل ته به وايي دده برخه اولادونه خوري، لور چې د پلار دوهلوله امله يې سپينې اوښکې د سترګو څخه بهېدې په شوخند،شوخند او په ډيره مزه يې خواړه ترخولې کړه تا تابه ويل چې د ژوند ډير خوندور خواړو څخه په دو
 مره مېنه خوند اخلې چې يو ټولواک پØ!
 �چا ب
ه يې په بلورين لوښې  کې وانخلي ، خو دسرک په بله غاړه ه په ډبلواو وړينو جامو ولاړ ماشوم چې برګر يې په لاس وه په ډيران ناست ماشومانو ته حيران حيران کتل.