آيا په ميدان وردګ کې رښتيا نوم ليکنه نه ده شوي؟!

د بېنوا په ويبپاڼه کې يو خبر خپور شوي وو، چې د ميدان وردګ ولايت کې نوم ليکنه نه دي شوي.  ددې خبر په اورېدو سره زه په خپله هک پک شوم، ځکه زه په خپله د چک اوسېدونکي يم او په خپله ولسوالۍ ته ورغلم او کارټ مي واخيست.  کله چې زه کابل ته راغلم په انټرنيټ پاڼه کې د ننګيالي (چې په اصل کې په چغتو کې دچرسيانو غلو مشر دي او د طالبانو له نوم څخه په استفادې په سييمه کي ويره هم اچوي) او عبدالقادر طارق (چې ددفاع وزارت تنخوا خور، ولي ځان د چک قومي مشر معرفي کوي، په داسي حال کې چې په خوله يي څوک پياز هم نه پوري کوي)، ولي ځان قومي مشران معرفي کوي، له خولې ليکل شويدي، چې په مÙ
 �دان وردګ کې نوم ليکنه نه ده شوي.  دوي دواړه رښتيا وايي، ځکه يوازي په جغتو ولسوالۍ کې دا نوم ليکنه نه ده شوي، او دهغې ستر دليل د ننګيالي او طارق له آي، ايس، اي او طالبانو سره مرسته او هغوي دې ته هڅول چې دا پروسه نا کامه کړي.   حقيقت په دې ډول دي:
د يوې دقيقې احصايي له مخې چې دټول ټاکنو دفتر لخواپه ګوته شوې ده د ميدان مرکز په ګډون په اوو(٧) ولسواليو سيداباد،چک،دايميرداد،نرخ،جلريز،بهسودو مرکز او د بهسودو په لومړۍ برخه کې تراوسه(٥٠٠٠٠) زرو کسانو ځانونه ثبت کړې دي چې تقريبا تر ١٠٠٠٠ زياتې ښځي دي.  يوازې د ځينى لوژستيکي او امنيتي ستونزو له امله (چې د لسټوڼي ماران، ننګيالي او طارق د طالبانو سره د نېږدي اړيکو او تشويق له کبله)  د جغتو په ولسوالۍ کې تراوسه د نوم ليکنې مرکزونه نه دې فعال شوې.
تر کومه چې زه له وردګو معلومات لرم طارق د طالبانو قوماندانانو ته ټيلفونونه کړيدي او ورته يي ويلي دي، چې دا پروسه تخريب شي، ځکه چې ددې پروسې په نيتجه کې کرزي بريالي کېداي شي.
بله موضوع دا چې طارق په داسې حال کې چې ددفاع په وزارت کې په مالي رياست کې د اوپراتيفي څانګې مسوول دي، دامريکا غږ راډيو له لارې ځان يو قومي مشر معرفي کوي او په دفاع وزارت او حکومت نېوکي کوي.   ولس سره دا پوښتنه پيدا کېږي چې هغه څوک چې د طالبانو او غلو کلک ملګري دي، ددفاع په وزارت کې څه ..... ورکوي؟!   داچې ولس په حکومت باور نه کوي، تر ټولو عمده دليل يي د طارق په څېر د غلو او ټرورسټانو ملګرو موجوديت په حکومت کې دي.  په حکومت کې د دا ډول څېرو د موجوديت په استناد ولس داسې انګېري چې ګواګې حکومت په خپله طالبان حمايت کوي، ځکه عام ولس د طارق او ننګيالۍ د شخصي عمل اÙ
 ˆ د حکومت د پاليسي ترمنځ فرق نشي کولاي؟
زما وړاندېزداده که حکومت غواړې چې ټولې پروسي د ټاکنو د پروسې په ګډون بريالي وي، بايد په لومړي قدم کې دا کسان له خپلو صفونو څخه ليري کړي، ترڅو د ولس باور په حکومت زيات شي!
 د ميدان وردګ ولايت امنيتي وضعي او نفوس  ته په کتو سره د ٥٠٠٠٠ په شاه او خوا کې د نوي کارټونو اخيستل يوه لويه کاميابي ده او د انتخاباتو مستقل کميسيون ته مبارکۍ وايم.
داسې هم اورېدل کېږي چې په نېږدې راتلوونکې کي به په جغتو کې چې د (چرسي ننګيالي، او دغله طارق) د ناکامو هڅو سره سره نوم ليکنه پيل او د نوم ليکني شمېره به تر ډېره برېده بريالي وي.
 متاسفانه په هغو خبرو کې چې ننګيالي او طارق له بينوا سره کړيدي، دميدان وردګ د هزاروو او پښتنو ترمنځ د اور بلولو يوه بله هڅه ده چې غواړې په دې ډول دغه ولايت نور هم نا آرامه کړي او د قومونو ترمنځ بې اتفاقي ته لمن ووهي.  دا هم د اي ايس اي او ددوي د بادرانو يوه ناکامه هڅه ده چې دا ارمان به يي کله هم پوره نشي.

په اخره کې دومره وايم چې يو د خانۍاو بل د ټوپکسالارې خوبونه ګورې، ولي اوس واک د ولس سره دي او ولس به کله هم له يوه غار څخه بيا و نه چيچل شي او نه به ازمويل شوي و ازمويي