
چې دستار تړي هزار دي د دستار سړي په شمار دي
که څه هم د لوی ملي زعيم ميرويس نيکه په اړه به زما خبرې د تاريخونو په حواله يو څه تکراري وي ، خو زه غواړم دلته هغه خبرې ، چې د ميرويس نيکه پر سياسي نبوغ دلالت کوي راواخلم .
ما ولې دا موضوع انتخاب کړه ؟ که څه هم په پرمخ تللې نړۍ او دموکراتيکو سيستمونو کې سياست او سياسي زعامت تر ډيره حده موسسه يي (Institutional) شوي او د انفرادي وړتيا رول تر پخوا راټيټ شوی او په همدې دليل موږ تاسې ګورو، چې په پرمختللو هيوادونو کې د ټاکنو په نتيجه کې د اصلي سيالانو ترمنځ د رايو په فیصدۍ کې ډير لږ توپير وي . د دوی په برياليتوب کې د انفرادي وړتيا او جذابيت ترڅنګ تر زياتې اندازې انتخاباتي ټيم ، دانتخاباتي پانګې پياوړتيا ، د ګوند سياسي او اقتصادي پروګرامونه او يو شمېر نور لاملونه زيات اغيز لري . خو په افغانستان کې لا هم د سياست دوديز بنسټونه پر ځای ولاړ دي ، دموکراسي لا به خاپوړو کې ده او د دموکراسۍ لپاره اړينې مدني ټولنې، موسسې او سياسي ګوندونه منځته ندي راغلي او اوس هم د سياسي زعامت لپاره په ټولنه کې انفرادي ځانګړنې او وړتياوې ډيرې مطرح دي او د سياسي زعيم تدبير او درايت کولی شي د ټول هيواد پر برخليک ټاکونکې اغيزه وکړي.
خبره د ميرويس نيکه د سياسي نبوغ په اړه ده . پدې کې شک نشته ، چې ميرويس نيکه د خپل درايت او تدبير په مټ وکولای شول په برياليتوب سره د خپل ولس لپاره خپلواکي ترلاسه کړي او د يوه خپلواکه دولت بنسټ کیږدي . لومړۍ به په لنډه توګه وګورو ، چې کوم لاملونه او تاريخي شرایط وو ، چې د ميرويس نيکه له داعيې سره يې مرسته وکړه :
۱- بهرني عوامل: د شپاړسمې پیړۍ په پيل کې د هرات د تيموريانو تر نسکوريدو وروسته د افغانستان په ګاونډ کې درې پياوړي سلطنتونه رامنځته شول ، په شمال کې پر ۱۵۰۰ م کال د محمد شيباني يا شيبک خان په مټ د شيبانيانو سلطنت، په لويديځ کې پر ۱۵۰۲ م کال د شاه اسماعيل صفوي په مټ د صفويانو پياوړی سلطنت او په ختيځ کې پر ۱۵۲۵ م کال د ظهيرالدين محمد بابر په هلو ځلو د ګورګانيانو يا مغولو پياوړې امپراطوري رامنځته شول او څه باندې دوه پیړۍ يې افغانستان په خپلو کې سره وويشه . خو د اتلسمې پیړۍ په پيل کې درې واړه سلطنتونه له خپل برم او پخواني ځواک څخه راِغورځيدلي وو. کندهار هغه ښار و، چې څو ځله د هند او پارس ترمنځ لاس په لاس شو، خو له ۱۶۴۸ م راهيسې کابو۶۰ کاله د صفويانو تر ولکې لاندې راغلی و او د پارس نه بېلېدونکی ښار ګڼل کيده. د شاه حسين صفوي په وخت کې د پارس امپراتوري له کمزورۍ سره مخ شوه او يو شمير مهم ښارونه يې له لاسه ووتل. په ګرجستان کې ګرګين ، چې "وختنګ" نومېده، بغاوت وکړ خو مات شو او اسلام يې ومانه. اصفهان ،ګرګين له ۲۰ زره پوځ سره کندهار ته واستاوه ، ځکه چې يو به دی له ګرجستان څخه لرې وي او د فساد موقع به نه مومي او بل به دده له لياقت څخه د هند په وړاندې غوره ګټه واخيستل شي او کندهار به د هند له خطر څخه وساتل شي.
۲- کورني عوامل: ميرخان يا ميرويس نيکه د هوتکو د مشهور مشر ښالم خان زوی او د مور له خوا د توخيو د مشهور مشر سلطان ملخي توخي لمسی و، چې دا دواړه د غلجيو مشهور مشران تير شوي. ددې ترڅنګ ميرويس د سدوزو د مشهور خان جعفر خان له يوازينۍ پاتی لور خانزاده سره د هغې د مور په غوښتنه واده وکړ او په دې توګه دی د سدوزو زوم شو او د جعفرخان دارايي هم ورته ورسيده، چې وروسته ميرويس د تجارت له لارې خپله پانګه نوره هم زياته کړه او د سيمې دولتمن خان ترې جوړ شو. تجارت له ده سره دا مرسته هم وکړه چې د سيمې هېوادونه او د هغوی واکمنۍ له نږدې وپېژني ، د دوی له چارواکو سره آشنا شي او اړيکي ورسره ټينګې کړي .
پدې توګه ميرويس خان د پښتنو د دريومشهوروقبيلو خواخوږي او ملاتړ له ځان سره درلود . يو بل مهم لامل ، چې ميرويس نيکه يې د پښتنو د پياوړي مشر په توګه مطرح کړ د کندهار د بیګلربیګي یعنې ګرګين له خوا د ابداليانو ځپل و . ګرګين د هغوی پياوړی مشر دولت خان ابدالي او دده دوه زامن نظرمحمدخان او رستم خان ووژل . د دولت خان دريم زوی زمانخان ابدالي، چې د احمدشاه بابا پلار دی، کرمان ته د بندي په توګه واستول شو. پدې توګه ميرويس خان په ځوانه ځوانۍ کې د يوه غښتلي مشر په توګه ميدان ته راووت او د ګرګين د ناز او شفقت تر سيوري لاندې د کندهار کلانترۍ ته ، چې د نن ورځې له ښاروالۍ سره معادل ده ، ورسيد.
اوس به وګورو، چې د ميرويس نيکه د داعيې په وړاندې کومې ستونزې پرتې وې:
- لومړی دا چې پښتانه يو ملت نه بلکې جلا جلا او تر زياتې اندازې پخپلو کې د متخاصموقبيلو په توګه مطرح وو. ددوی پر کړو وړو باندې قبيلوي ذهنيت مسلط و او مسايل يوازې د قبيلوي ګټو پر بنسټ سنجول کيدل . غاصبو حکومتونو هم تل د پښتنو له همدې اختلاف څخه اعظمي ګټه پورته کوله، د بيلګې په توګه که مومندو او اپريديو د مغولو په وړاندې بغاوت کاوه نو مغول پاچا به د هغوی په وړاندې خټک نازول او جاګيرونه يې ورکول او که خټکو به بغاوت وکړ د هغوی په وړاندې به يې يوسفزي خپل کړل. همداراز که صفوي پاچا به ابداليان وځپل نو د دوی ځمکې او امتيازات به يې غلجو ته ورکړل او يا برعکس کله چې نادرشاه افشار کندهار ونيوه د غلجو ځمکې او امتيازات يې بيا ابداليانو ته ورکړل . په دې توګه د پښتني قبيلو ترمنځ دښمنۍ نورې هم زياتيدې او د لويو اهدافو لپاره د يووالي کار ستونزمن و. همدغه مهمه ستونزه وه، چې د روښانيانو، ايمل خان، خوشحال خان او درياخان مبارزې يې له ناکامۍ سره مخ کړې او ځکه خو خوشحال بابا له ډېرو ستړو مبارزو وروسته داسې ارمان وکړ :
هره چار د پښتانه تر مغول ښه ده اتفـــاق ورڅخـــه نشتـــه ډېر ارمــــان
که توفیــق د اتفاق پښتانــه مومي زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان
- دويمه ستونزه دا وه ، چې پښتانه عمدتاً د هند او پارس ترمنځ ويشل شوي او په پرله پسې توګه سره جلا ساتل شوي وو. ميرويس نيکه کولی شول يوازې د کندهار، هرات او د فراه د شاوخوا پر پښتنو هغه هم له ابداليانو پرته حساب وکړي، چې دا پخپله د صفوي امپراتورۍ په وړاندې لوی قوت نه شو ګڼل کيدای . ځکه وروستی ځل اورنګزيب له اويا زره پوځ سره پر کندهار بريد وکړخو بيا هم ونه توانيد ، چې کندهار ونيسي.
- درېيمه ستونزه دا وه، چې پښتنو اصلاً د يوه خپلواکه دولت په اړه فکر نه شو کولی او د خپلواکۍ فکر يې په سر کې نه ګرځيده. دوی يوازې دا زده کړي وو، چې د پارس يا هند يوه برخه اوسي، بغاوتونه د خپلواکۍ لپاره نه، بلکې د ماليې د ظالمانه حصول يا سيمه ييز استبداد په وړاندې ترسره کيدل . مسلمان پاچا ته د اولوالامر په سترګه کتل کيدل او په عقيدوي لحاظ بغاوت يو ناروا عمل ګڼل کيده . دوه پیړۍ د يوه دولت برخه اوسيدل همداسې مانا لري لکه نن ، چې کندهار د افغانستان يوه برخه ده.
خو کوم لاملونه سبب شول ، چې ميرويس خان د خلاصون او خپلواکۍ په فکر کې ولویږي؟ که د خوشحال بابا لپاره د اورنګزيب جېل د خپلواکۍ فکري سپرغۍ شوه او ددې سبب شو ، چې خوشحال بابا د افغان نشنليزم مبتکر او بانی وګرځي ، ميرويس نېکه برعکس د نورو مشرانو له ځپل کيدو څخه دا زده کړه وکړه . که څه هم ميرويس نيکه شخصاً د ګرګين له خوا ډير ونازول شو او د کندهار کلانتري ورکړل شوه ، خو د صفويانو شیعه استبداد، د ګرګين بې دریغه ظلم او تيري او د نورو مشرانو د ځپلو سبق دې ته اړيوست ، چې خپلې شخصي ګټې هيرې کړي او قومي ګټې دمخه کړي.
د ميرويس نيکه لومړنی اقدام دا و، چې د شاه حسين صفوي په نامه د يوې شکايتنامې په پای کې يې د لومړني شاکي په توګه لاسليک وکړ. دغه شکايتنامه د يوه پلاوي له خوا صفوي دربار ته يوړل شوه ، خو څه اثر يې ونه کړ. ګرګين چې له موضوع څخه خبر شو، ميرويس يې د نظربند په توګه اصفهان ته واستاوه او د اصفهان له دربار څخه يې دده د بندي ساتلو غوښتنه وکړه.
زما په نظر په اصفهان کې د ميرويس نيکه اصلي کارروايي پيل کیږي او دده سياسي نبوغ په ځليدو پيل کوي. هلته دده په سياسي ژونداو فکرکې دوه مهم بدلونونه رامنځته کیږي، يو دا چې که تردې وخته ميرويس غوښتل يوازې د ګرګين له شره خلاص شي او يا د صفويانو پر ځای د مغولو انقياد ته غاړه کیږدي ، خو د صفوي دربار د کمزورتيا په ليدو سره د خپلواکۍ او د افغانانو د خپلواک دولت فکر ورسره پيدا شو. دويم ،که تردې دمه ميرويس د خوشحال بابا د اخلاقي ايډيالونو پر بنسټ د افغانانو د مشرۍ دستار پر سر تړلی و او د خپلو لوړو اخلاقو او فضايلو له مخې يې د ولس احترام ترلاسه کړی و، نو دلته يې د ولس د خلاصون په موخه د غليم په وړاندې د ماکياولي سپارښتنو ته غاړه کيښوده او هدف ته درسيدو په لار کې يې له چل، فريب، رشوت، تحفو، بدګومانۍ ايجادول او نفاق اچونې څخه په خلاص مټ استفاده پيل کړه ، البته دا پدې مانا نه ده ، چې ميرويس د خوشحال بابا ( دستارنامه ) يا د ماکياولي ( شهريار ) لوستي وو، بلکې دا د ده فطري استعداد و . ميرويس پدې بريالی شو، چې د تحفو او رشوت په مرسته صفوي دربار ته لار پيدا کړي.
ده په دربار کې موجود اختلاف او نفاق ډير ژر درک کړ، له يوې خوا يې د ديوان بیګ د ډلې په وړاندې چې د ګرګين پلويان وو، ګرګين ډير وستایه او هغه يې خپل ورور وباله او داسې تلقين يې ورکړ چې ګواکې د ګرګين شک پرده بيځایه دی ، خو له بلې خوا يې د ګرګين له مخالفې ډلې یعنې د اعتمادالدوله له ډلې سره لاس يو کړ او د هغوی ملاتړ يې ترلاسه کړ.
ميرويس که د خپلې شتمنۍ په زور او د تحفو په مرسته ځان تر يو ځایه رساوه، خو دده اصلي وسله دده اورنۍ ژبه ، فصيح کلام ، قوي منطق او اغيزناکه وينا وه . دا هغه وسله ده چې ډير سياستمداران يې د برياليتوب ترلوړې پوړۍ رسولی دي. د بيلګې په توګه ډاکتر نجيب که ښه ويا بدزه پدې تبصره نه کوم ، خو دده د نطاقۍ او ويناوو زور دی ، چې نن يې عکسونه په کليزونو کې چاپیږي او ياپر موټرو نښلول کیږي . ميرويس نيکه د خپلې ژبې او قوي منطق په مرسته بريالی شو، چې د دربار په اراکينو کې نفوذ وکړي ، هغوی تر خپل اغيز راولي، د ګرګين په اړه د دوی ذهن مسموم کړي او خپل بايللی اعتبار بيرته لاسته راولي.
زما په اند ميرويس نيکه په اصفهان کې د خپلواکۍ د حصول لپاره خپل ماسټر پلان طرحه کړ. ده په خپل ماسټرپلان کې غوښتل له يوې خوا د اصفهان له کورني نفاق، خپل منځی اختلافاتو او خرافي افکارو ګټه واخلي او له بلې خوا د افغانانو د ويښتيا لپاره د دوی له قومي غرور، پت پالنی ، سني آرونو او سني احساساتو څخه استفاده وکړي . خو بايد ووايم، چې ميرويس نيکه له سني احساساتو څخه يوازې د خپلواکۍ تر حصوله کار اخيستی، ده له دغو احساساتو څخه يوازې د شیعه استبداد په وړاندې استفاده کړې، خو خپله يې بيا هیڅکله سني تعصب ته لمن نه ده وهلې او تاريخ ثابتوي، چې وروسته د هوتکو له لښکرو سره هزاره ګان او امامي شیعه ګان هم د صفويانو په وړاندې مل شول.
په هر حال ،که څه هم د ميرويس د بيرته ستنيدو لپاره نسبي شرایط برابر شوي وو، خو ده د کور پر ځای د حج پر لوري مخه کړه . ميرويس زده کړي و ، چې چيرته له صبر او زغم څخه او چيرته هم له بیړې څخه کار واخلي او څنګه له کومې موقع څخه استفاده وکړي . د حج په ترڅ کې ميرويس نيکه له يوې خوا خپله فریضه ادا کړه او د خپلې داعيې لپاره يې د الله (ج) له درباره د توفیق او مرستې استدعا وکړه او بل يې د حجاز له ديني عالمانو او د حرمين شریفين له امامانو څخه د شیعه استبداد، ظالم پاچا او سيمه ييز ستمګار حکمران په وړاندې د جهاد او پاڅون فتوی ترلاسه کړه ، ځکه چې پښتنو صفوي پاچاته له ټول استبداد سره سره ، د اولوالامر په سترګه کتل او د هغې اطاعت ورته واجب ښکاريده.
اصفهان ته په بيرته ستنيدو سره ميرويس له يوې بلې پيښې څخه ډيره ګټه واخيسته . د يوه سياستمدار کفايت او درايت په همدې کې وي ، چې څنګه موقع وپیژني او له هغې څخه ګټه واخلي . ځينې خو لا دا وايي، اصلي سياستمدار هغه دی چې موقع هم په خپله ايجاد کړي . پېښه داسې وه ، چې د روس دربار اصفهان ته يو ارمنی الاصله سوداګر ، چې ځان يې د ارمنستان شهزاده باله د سفير په توګه واستاوه . له ده سره يو زيات شميرارمني سوداګر هم اصفهان ته راغلل. داسې ګونګسې خپری شوې، چې دا سړی غواړي ارمنستان له ايران څخه جلا کړي او په خپله د ارمنستان پاچا شي. ميرويس نيکه له ارمنستان سره د ګرجستان خبره هم وتړله او د دربار ذهن ته يې داسې ورسوله ، چې د ګرګين د تره زوی د روس په دربار کې لوړ مقام لري . سفير غواړي له ګرګين سره اړيکې ټينګې کړي اوارمنستان او ګرجستان دواړه آزاد کړي. که چېرې ګرګين په دې چار کې بريالی نه شي نو بيا به هڅه وکړي کندهار هند ته وسپاري . دغې خبرې د صفوي دربار پرذهنيت ډېر اغېزه وکړه ، د هغوی اندېښنه يې نوره هم زياته کړه او بالاخره اړ شول ، چې ميرويس نېکه د يوه مخلص خادم په توګه کندهار ته واستوي او دګرګين تر څنګ يې د کندهار د کلانتر او څارونکي په توګه وګوماري او که اړتيا وه نو د ګرګين ځای ناستی شي . پدې توګه ميرويس نېکه له يو شمېر سپارښتليکونو سره کندهار ته راستون شو .
تر دې د مخه ، چې ميرويس د خپل ماسټر پلان پاتې برخه پلي کړي ، هڅه يې وکړه چې د ګرګين اعتماد ترلاسه کړي . ګرګين د ازمويښت په موخه د ده لور ، چې په ښايست کې ډېره مشهوره وه ، خپل زوی ته وغوښته . د ميرويس سياسي نبوغ بيا ځان ښکاره کړ ، د دې پر ځای چې له لنډ پارۍ او احساساتي غبرګون څخه کار واخلي او خپل لوی ارمان د احساساتو قرباني کړي ، ده له همدې موضوع څخه هم ډېره لويه ګټه واخېسته ، هغه يې د پاڅون پيلامه وګرځوله او لکه ماهر شطرنج باز رقيب ته يې په خپل چال کې مات ورکړ . ده په خپل کلي ، کوکران کې يوشمېر معتمد مشران راوغوښتل او له دوی سره يې خبره داسې شريکه کړه ، چې ګرګين د خپل زوی لپاره ترې غوښتي خپله لور د ده کورته واستوي . د ه عمدأ موضوع داسې طرحه کړه ، چې د پښتنو مشرانو د پت پالنې غرور او احساسات په جوش راولي . ټولو مشرانو په يوه سلا مخالفت وکړ ، دی يې د لور له استولو څخه منع کړ اوټولو د ښځو په طلاق د پاڅون لوړه وکړه . دلته ميرويس خان د دوی د ډاډ لپاره د اعتماد الدوله ليک ، چې ده پخپله جعل کړی و او په هغې کې له ګرګين څخه ناخوښي او له ميرويس څخه ملاتړ ښودل شوی و ، دوی ته ورښکاره کړ . د ګرګين تر وژلو وروسته ميرويس د همدې ليک په اړه خپلو خلکو ته صادقانه اعتراف وکړ ، چې دا جعلکاري يې يوازې د ولس د خلاصون په موخه روا ګڼلې وه . ما مخکې هم وويل ، چې ميرويس نېکه له خپل ولس سره د خوشال بابا د ايډيالونو پر بنسټ د دستار د يوه رښتيڼي سړي په توګه چلند کاوه او د ماکياولي سپارښتنې يې يوازې دغليم په وړاندې کارولې .
لکه څنګه ، چې وويل شول مشرانو د پاڅون لوړه وکړه ، خو ميرويس د صبر غوښتنه وکړه او د مشرانو په مشوره يې د لور پر ځای خپله يوه مينځه د ګرګين زوی ته ورواده کړه او پدې چل يې د ګرګين اعتماد ترلاسه کړ .
د پاڅون اصلي نقشه د مانجې په جرګه کې طرحه شوه ، دلته ميرويس نېکه له سياسي نبوغ سره خپل عسکري نبوغ هم مل کړ ، له يوې خوا يې د ګرګين يو شمېر لښکرې د بلوڅو ، بړېڅو او کاکړو په بغاوتونو کې بوخت وساتلې او له بلې خوا يې ګرګين د يوې مېلمستيا پرمهال په چل او نيرنګ وواژه ، د ده کالي يې پخپله واغوستل او له خپلو جنګياليو سره د کندهار ښار ته ننووت او هغه يې ونيوه . د ښار تر نيولو وروسته يې پخپلې اورنۍ وينا سره افغانان د خپلواکۍ جګړې ته چمتو کړل ، دوی ته يې د حجاز د امامانو فتوا ورښکاره کړه او د دوی پاڅون ته يې د جهاد صبغه ورکړه .
د کندهار تر نيولو وروسته ميرويس نېکه د خپل سياسی درايت له مخې ، له يوې خوا مغولي دربار ته د خپل ورور حاجي امکو په مشرۍ يو هيأت واستاوه او ديوه ليک په ترڅ کې يې مغولي پاچا ته د خپل ارادت او د ځينو په قول د انقياد ارده څرګنده کړه او پدې توګه يې د هند له لوري ځان خاطر جمع کړ . له بلې خوا يې د وخت د سپما په موخه د اصفهان دربار ته يو ليک واستاوه او داسې يې ورته ښکاره کړه ، چې پښتنو د ګرګين د ظلمونو په وړاندې پاڅون کړی خو له نېکه مرغه، چې دی( ميرويس ) يې خپل مشر ټاکلی او ډاډ يې ورکړی و ، چې دی به هڅه وکړي ولس په کرار کړي او د اصفهان انقياد ته غاړه کېږدي . دواړه ليکونه په رښتيا ګټور ثابت شول او له ميرويس سره يې د خپلواکۍ په حصول کې مرسته وکړه . مغول پاچا خو افغاني هيأت ته ډېر تود هرکلی ووايه او د اصفهان دربار هم دسمدستي بريد په اړه زړه نازړه شو ، دوه ځله يې د خبرو په موخه استازي راولېږل او کله چې نا هيلي شول بيا يې بريدونه پيل کړل .
ميرويس نېکه تر خپلواکۍ وروسته نه غوښتل د نورو قومي مشرانو حسادت او ځان غوښتنه راوپاروي او په همدې دليل يې د پادشاهۍ له لقب څخه ډډه وکړه او لکه احمدشاه بابا هم ، چې وروسته د ده لار تعقيب کړه مشرانو ته يې داسې تلقين ورکاوه ، چې ګواکې دی د سيالانو تر منځ يو سيال دی او تل د دوی په خوښه او مشوره کار کوي . ښايي يو شمېر متأخرو زعيمانو هم هڅه کړې وي ، چې د خپل وخت له مطرح ذواتو سره ورته چلند وکړي ، خو يو رښتينی ليډراو سياستمدار بايد په دې پوه شي ، چې څوک رښتيني مشران دي او څوک کاذب او تپل شوي مشران ، څوک د دوی واکمني ټينګوی او څوک پدې هڅه کې دي ,چې هغه له پښو وغورځوي او منفوره يې کړي . بله دا چې ميرويس نېکه او احمدشاه بابا له مشرانو سره په سمبوليکه توګه مشوره کوله نه دا چې هر څه د دوی د مشورو قرباني کړي او خپله رأيه او تدبير د دوی د خوښې تابع وګرځوي . ميرويس نېکه او احمدشاه بابا که قومي مشران پر مشورو خوشحاله ساتل نو له بلې خوا يې ورځ په ورځ د پياوړي سلطنت لپاره لاره اواروله ،چې په پای کې د دوی زامنو وکولی شول د قومي مشرانو له اغېزو فارغه سلطنتونه رامنځته کړي .
ميرويس نېکه دا زده و ، چې چېرته له زغم ، صبر او احتياط څخه کار واخلي او چېرته له قاطعيت ، بيړې او جرأت څخه ؛کله او پر کومو مسايلو معامله وکړي او کوم ارزښتونه بيا له معاملې پورته وګڼي ؛ له چاسره د ماکياولي له سپارښتنې سره سم له چل ، فرېب او حيلې څخه کار واخلي او له چا سره يوازې له صداقت ، اخلاص او زړه سواندۍ څخه ، له بده مرغه ځينی کسان له خپلو سره چل کوي او له پرديو سره اخلاص . ميرويس نېکه د خپل درايت ، تدبير ، فصيح کلام ، اورنۍ ژبې ، حميده اخلاقو ، زړه سواندۍ او اخلاص په مټ د سره متخاصموقبيلو ي مشرانو او خپل ولس ملاتړ ترلاسه کړ . زما په اند د با يزيد روښان ، خوشال بابا او اېمل خان مومند له مبارزو سره د ميرويس نيکه لوی توپير او د برياليتوب راز دادی ، چې ده د زور پر ځای پر سياست زياته تکيه وکړه او د سياسي تد بير له لارې يې د صفويانو دوه سوه کلنه واکمني راوپرځوله . ميرويس نېکه هغه رښتينی ملي اتل دی ، چې د خپل سياسي نبوغ په مټ يې د بهرنيو ځواکونو واکمني پای ته ورسوله ، هم يې بهرني ځواکونه له خپلې خاورې وايستل او هم يې د يوه خپلواک دولت بنسټ کېښود او پدې توګه يې د افغانانو تر منځ د نېکه لقب ترلاسه کړ . د نېکه لقب ده ته د کوم رسمی فرمان يا کوم ځانګړي مصلحت ، فرمايش او سليقې په اساس نه ، بلکې د ولس له زړونو راوتلی دی . له ډېر پخوا څخه دی دولس تر منځ د حاجي ميرخان نېکه په نامه يادېده او مقبره يې د عام او خاص زيارتګاه ګرځېدلې.