وغوړیدل


      
 
   
 
               دپسرلي ګلونه وغوړیدل
 
            ښکلي تنکي ګلونه وغوړیدل
 
        کلونه وروسته خپل  وطن ته ځمه
 
            دخوشالۍ ګلونه وغوړیدل
 
         په سرو منګلو به یې وشکومه
 
          چې د غزني  ګلونه وغوړیدل
 
      پا س له اسمانه رحمتونه اوري
 
          د ابا د ۍ ګلونه وغوړیدل
 
       په مجا هیدو وروڼو زیری کوم
 
          دکامیابۍ ګلونه وغوړیدل
 
     دا انګریزان ترینه  به ماتې ځغلي
 
       چی اسلامي ګلونه وغوړیدل
  
      نوریه غیرت ته یې سلام کومه
 
        د پښتني ګلونه وغوړیدل