په وردګو کښي قومي مليشه ...نه ،بلکي له ولسه ددفاع ولسي ځواک جوړيږي؟؟؟

     «په وردګو کې قومي مليشه... نه، بلکې له ولسه د دفاع ولسي ځواک جوړيږي» تر سرلیک لاندې مې په  «لراوبرافغانستان» درنه ويبپاڼه کې د ښاغلی (بريالی پوپل) ليکنه ولوسته.
د ليکنې د سرلیک په لوستلو سره سړی ته  دا سوال په فکر کې ورګرځي  چې له ښاغلی پوپل څخه توضیح و غوښتل شی چې:
- ولسی ځواک یعنې څه؟ او په وردګو کې د په نظر کې نیول شوی «ولسی ځواک!» فرقونه به له ملیشې سره څه وی؟
که له دې څخه تير شو چې په  «وروستيو کې» څه خبرونه خپاره شوی او له هغې څخه د ښاغلی پوپل فهم او درک له نورو سره څه فرق لری، دوهم سوال دادی چې:
ښاغلی پوپل ! ستاسې «د ترلاسه شوو معلوماتو!» سرچينه کومه ده؟
داچې په وردګو کې مليشه نه، بلکې ولسی ځواک جوړيږی، دا د چا خبره ده او د کوم واکدار ارګان پريکړه ده؟ که دا د امريکايانو فوری امر نه وی، نودا مفکوره  کله،له کومه راپيدا او څنګه پخه شوه؟ آیا دتاسې د ترلاسه شوو معلوماتومنبع  د افغانی دولت د تصمیم نيولو کومه مرجع ده؟ داسې مرجع خو په اوسنی افغانی لوری کې نشته. پخپله ولس مشرکرزی او دهغه پارلمان اوکابينه چې د تصميم نيولو صلاحيت ونه لری، نو بل به څوک وی چې د آزاد تصمیم د نيولو واک ولری؟
که ستاسې «د ترلاسه شوو معلوماتو!» مرجع امريکايی استخباراتی کړی او یا بل کوم خارجی استخباراتی ارګان وی، نو ښه به داوی چې هغه په واضح ډول په ګوته کړی، چې د خبر رښتينوالی او په هغې باندې د لوستونکو قضاوت اود نظر څرګندولو کار آسانه شی؟
دریم سوال چې  د سړی په فکر کې ورګرځي هغه دادی، چې تاسې کومو اشخاصو او افرادوته «ددې ولايت مشران!» وایاست؟  دا مشران څوک دی، څه خواص او ځانګړتياوې لری، پخپل کلی او ولس کې يې اغيزه څومره ده  او چايې مشرۍ ته غاړه ايښې؟
څلورمه پوښتنه داده، چې که دا «ولسی ځواک» د دولت په چوکاټ کې، د دولت په آزاد تصمیم او «ددې ولایت د مشرانو په خوښه، ملاتړ، مرسته د همدې ولایت له وګړو جوړیږي»، نو د هغو د روزنې، سازمان ورکولو، معاش او وسلو مصارف څوک ورکوی؟
که دا دولت پخپله غاړه اخلی او یا يې «قومی مشران» د غلا او قاچاق له لارې د ترلاسه شوو عایداتو څخه تمویلوی، نو ولې بیا هغوی مستقیما ملي اردو او ملی پولیسو ته نه ورجذبوی؟ دا خو د دولت اوله دنده ده، چې په ولایت کې «د امنیتی ځواکونو د کموالی ستونزه ... هواره» کړی. «او هغه مهال چې د (کومې بلې لارې)د ملی اردو او ملی پوليسو د کموالی ستونځه حل شوه، نو (د) دغې «ولسی ځواک»، چې پوره نظامی روزنه به يې (هم ) لیدلی وی» او د بل کار او شغل له زده کړې به هم بې برخې پاته شوی وی، ملی اردو او ملي پوليسو ته د ورتګ او جذب  ضرورت  له منځه ځی، ځکه چې د هغو د کمښت ستونځه به حل او تشکيÙ
 „ به يې ډک وی! په هغې وخت کې به دا کسان بیا بیکاره وی او کيدای شی چې ډیر يې د خپل ژوند د اړتياوو د ترلاسه کولو له پاره یا د ناچارۍ او یا هم د پوځی مسلکې پوهې او له جنګ او جګړو سره د عادت  له کبله بیا هم سازمان ورکړل شوو جنایاتو ته مخه کړی او د ټولنې سوله ايز ژوند ته ګواښ شی.
پنځمه پوښتنه داده، چې که «دغه ولسی ځواک ته» مليشه نه وايی، نو ستاسې د معلوماتو پراساس د هغې نوم څه شی ایښودل شوی او يا ورته کوم داسې نوم په نظر کې نیول شوی، چې د دوی له دندې سره به مطابقت ولری؟
 تاسې لیکلی چې «دغه ولسي ځواک به  ددوستم ، مالک ،عصمت مسلم او ځينو نورو خپلسرو ملېشو په  څېر نه وي او نه به له دغسې لنډغرو جوړيږي ، دغه ولسي ځواک به د وردگو ولايت د ولس خپل ځواک وي او ددې ولايت د ګټو لپاره به کار کوي»
ددوستم، عصمت مسلم او نورو مليشې هم د دولت په چوکاټ کې راجوړې شوی، د دولت امرونه يې منل او له دولته څخه يې مسلحانه دفاع کوله. همدا اوس هم دوستم د همدې دولت  له مخورو او لوړپوړو چارواکو څخه دی چې تاسې يې د دفاع له پاره په وردګو کې د ولسی ځواک د جوړولو آرمان لری.
آيا همدا اوس د دوستم ځواکونه د خپل ولايت  «دګټو لپاره» کار نه کوی؟ که يې نه کوی، نو دوستم په کوم امتياز د دولت په لوړو پوړونو کې د کرزی نازولی دی؟
دا هم باید ورزیاته کړو چې د وردګو له خوا د خپل ولايت د ګټو له پاره کار يوازې د ټول هېواد د ملی ګټو او په ټول افغانستان کې د آرامۍ د راوستلو او ساتلو سره تړلی او يوازې په همدې چوکاټ کې مشروع دی. که هر ولایت یوازې خپلې ځانګړي ګټې په نظر کې ونیسی او هغه وساتی، د نورو ولایاتو او محلاتو پروا ونه لری، کیدای شی چې د یوه ولایت ګټې د بل ولایت له ګټو سره سر    ونه خوری او د ولایاتو ترمنځ د کړکيچ او جګړو مصدر شی. د وردګو اوسنی دولتی واکمنان دقرون وسطی دزمانو د ملوک الطوایفی نظام محلی مشران نه دی. دوی د وردګو ستونځې د ټول ملت له عامو ستونځو څخه نه شی بيلولای. دا د اوسنی دولت په چوکاټ کې له پاسه مقرر شوی واکمنان دی، چې د همدې دولت  داوامرو او قوانينو منل ورباندې لازم دی او باید دټول دولت او مملکت په چوکاټ کې او د هغو د امکاناتو څخه د ګټې اخيستنې له لارې د وردګو د ولایت ستونځو ته د حل لاره ولټوی.
که د دوستم د «خپل سرو مليشو!» څخه تيرشو او ملی پوليسو ته نظر واچوو، آیا په وردګو کې دهمدې ملی پوليسو په لباس کې، د هغو په وسلو او دهغو له مقام څخه د ګټې اوچتولو له لارې  غلاوی، چور او قتلونه نه کيږی؟ آيا تاسې پخپله پخپل کلی او ولس کې نه دی لیدلی او نه دی اوريدلی چې پلانی سړی چې په دولتی امنيتی ارګان او پوليسو کې کارکوی، د دولت په وسله، پلانی سړی او يا پلانی ښځه ووژله او بيرته خپلې دندې ته په آزاده توګه دوام ورکوی، هيڅوک يې پوښتنه نه کوی.تاسې نه دی لیدلی او نه دی اوريدلی چې د پوليسو پلانی پوستې د لارې دد تېرېدونکو اود موټر له سپرليو څخه پيسې،موبایلونه
 ، ساعتونه، ګوټې او نور قیمتی شیان وشکول؟
تاسې ښه لیکلی او داسمه ده چې دا د دولت دنده ده چې د ميدان وردګو ولايت ته اوس بیخی جدي پاملرنه وکړی ، «ځکه چې په دې ولايت کې  تښتونو، خپلسرو وسلوالو ، غلاوو  او بريدونو  د عام ولس ژوند له ګواښ سره مخ کړى دى.»، خو متاسفانه چې دا اوسنی دولت، برعکس د همدې بدو اعمالو اصلی عامل ګرځيدلی دی. که ستا په نظر په وردګو کې راجوړشوی ولسی ځواک هم د دې ولایت د اوسنيو واکمنانو په اختيار او قومانده کې ورکړل شی او د همدې دولت په چوکاټ کې ځای پرځای شی او د هغې په شاوخوا د راټولو شوو غلو او مفسدو «قومی مشرانو» په مشوره کار وکړی، نو به په ولایت او هېواد کې د لازیاتو ناآراميو ، جګړو، غلو او نارواوو سبب شی.  دوی به يې د لازیات شر او فساد د راپيداکولو په لارکې وکاروی.
که د وردګو دولتی مشران رښتيا د وردګو غمخواره وی او که د «وردګو قومی مشران»  رښتيا هم د قوم رښتينی مشران وی او د خدمت له پاره وخت و لری، او په چل يې پوهيږی نو ډير نور کارونه شته چې باید ترسره شی . د مثال په توګه،  په لومړی ګام کې دې دهغو «۳۰۰۰تنو په شاوخواکې لوستو ځوانانو» غم وخوری، سرنوشت او د ژوند لور  يې د ورمعلوم کړی او دولت يې دحقوق  ورته ورکړی او مشران يې د حقوق له دولته ورته واخلی چې ستاسې په بیان «د هيواد لوړو تحصیلی موسسوته امتحان ورکوی او بیا د مور او میرې د سلوک له امله له دغو ځوانانو يواځې څو تنه ...پوهنتونونو ته جذبیږی او نور يې بې سرنوشته پاته کيږی ...» او د ژوند لوری ترې ورکيږی. هغوی چې له ښوونځيو او پوهنتونونو فارغيږی، دولت دې ورته (په وردګو او نورو ولایتونو کې) کار پيدا کړی. دا به زموږ ستره بدمرغی وی، چې موږ خپلو لوستوځوانانو ته بل مناسب او خلاق کار ونه شو موندلای او د ناچارۍ له کبله هغوی د مليشې، یا ستاسو په بیان «ولسی پوځی ځواک»  او یا یوازې امنيتي او پوځی ځواکونو ته ور ټيل وهو.
دا ډول «ولسی ځواک» زموږ د وردګو لوستی ځوانان د خلاق کار او شغل له زده کړې او د دولت  او ټولنې له سياسی او اقتصادی اغيزمن ژونده بې برخې کوی. دا ځوانان باید په مختلفو وزارتونو کې معلمان، مديران، سفيران او ديپلوماتان شی. د هيواد په کچه په سیاسي او ديپلوماتيکو ماموریتونو بوخت شی او هلته د غیر مسلکی او بې سواده افرادو ځای ونيسی، نه داسې چې د وردګو لوستی او تحصیل یافته ځوانان د نورو د بېسواده ، غیرمسلکی ، ناوړه او بې تجربې کسانو د مديریت، رياست، وکالت، تجارت، سفارت او وزارت د دندو او چوکيو د ساتلو پوځی پهره داران شی.   قانون او اداره د نورو بې سواده  او ناوړه غیر مسلکی کسانو له خوا جوړه شی، خو کله چې يې ولس نه منی او په وړاندې يې مقاومت ایجاد شی، په ولس باندې د بدې او ناسمې دولتی پريکړی د په زور د منلو دنده د وردګود ځوانانو په غاړه وی. د وردګو له پاره هم د هيواد دنورو قومونو او ولایتونو په څیر لازمه ده چې  د دولت له خوا ګمارل شوی بې کفايته او بې مسئولیته مشران له دندو ګوښه شی او پرځای يې کار د کار اهل کسانو ته وسپارل شی. دولت، دولتی واکمنان او ارګانونه داسې پريکړې وکړی، داسې قانون را مخته کړی چې د ولس له پاره د منلو وړ وی او د هغو له پاره بيا د دولت په چوکاټ کې رښتيني  او اغيزمن کار شروع کړی.
دا اوسنی لوړ دولتی او ورسره ولایتی واکداران ددې توان، ظرفيت  او په ټولنه او د جامعې په افکاروکې دومره محبوبیت هم نه لری، چې دا ډول «ولسی ځواک» منظم اداره کړی، د اوږدې مودې له پاره يې معاش، اعاشه او اباطه په غاړه واخلی، هغه په خپل چوکاټ کې وساتلای شی او د بغاوت ، ګډوډۍ،خپل سرۍاو سرکشۍ مخه يې ونيولای شی.
داسې يو «ولسی» پوځي ځواک چې د اوسني فاسد او ناکاره دولت په چوکاټ کې، د دولت د دفاع په هدف او د دولت په شاوخوا دناوړه ګټو د ترلاسه کولو په خاطر د راټولو شوو غلو، رهزنو، داړه مارواو له پرديو سره دقراردادی «مشرانو» په مشوره، مرسته او زيار را جوړ شی، د وردګو د ګټو د دفاع او آرامۍ په درد نه خوری. برعکس دا به وردګ له وردګو سره او بیا وردګ له نورو قومونو سره جنګ او جګړې ته ور ټيل وهی. جګړه او ناامنی به د نورې ډيرې مودې له پاره دوامداره کړی.