غزل

څاڅکي نه رالوېږي بارانونه مرور دي
ځمکې نه خفه دي اسمانونه مرور دي
هرڅو چې ورته ګورم زه دې مخ لیدلی نشم
ته چې رانه ولاړې تصویرونه مروردي
ټوله شپه کړمه صبا ستاپه یاد غزل لیکمه
 ستړې شوګیرې دي خوبونه مرور دي
پاتې مې دژوندهره غوښتنه ده نیمګړې
خاوریېارمانونه  قسمتونه مرور دي
ستاپه ميخانه کې ساقي څنګه خاموشي ده
ستاشراب بې خونده که جامونه مرور دي
ستاپه برخه کې چې ستړي دي نقیبه
نوګیله دچانه مکړه تقدیرونه مرور دي