د کانکور پايلې او که يو بل ملي ناورين


 
پرون د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۱ کال د  کانکور ازموينو پايلې اعلان کړې. د پايلو له مخې شاو خوا ۵۵ زره کسان د لوړو زده کړو موسساتو ته بريالي شوي، او پاتې کسان يا بې پايلې دي او يا هم ناکام شوي دي. د پايلو  لومړنيو دريو مخونو ته په کتنې سره پايلې په دې توګه دي:
په لومړي مخ کې پنځوس تنو له ۳۳۳ څخه تر ۳۲۷ پورې نومرې اخېستي، چې ۳۵ تنه يې له دايکندي، ۹تنه له غور څخه او ۶ تنه له کابل څخه دي.
په  دويم مخې کې پنځوس تنو له  ۳۲۷ څخه ۳۲۴ پورې نومرې اخېستي، چې ۳۵ تنه يې له دايکندي، ۸ تنه له کابل، ۵ تنه له هرات، يو تن له غور او يو تن هم له باميان  څخه دی.
په دريم  مخ کې پنځوس تنو له  ۳۲۴ څخه تر ۳۲۳ پورې نومرې اخېستي، چې ۳۳ تنه يې له دايکندي، ۶ تنه يې له غور، ۵ تنه له هرات، ۳ تنه له کابل، او له باميان، بلخ او سمنګان څخه يو يو کس راغلي.
د دايکندي ولايت پايلو ته په کتو سره شاوخوا  ۸۰۰ سوه کسانو له ۳۰۰ پورته نومرې اخېستي او له پروان ولايت څخه ۶۳۴ کسانو تر ۳۰۰ پورته نومرې اخېستې دي او ټول يې ډېرو لوړو پوهنځيو ته بريالي شوي دي. په لومړنيو ۱۵۰ کسانو کې له کابل څخه ټول ۱۶ کسان راغلي، حال دا چې د کابل نفوس د ټول افغانستان شاوخوا ۲۰ سلنه ده او د ټول افغانستان په پرتله دلته د زده کړې ښه امکانات شته.
د ټولو پايلو تر کتلو وروسته به بيا  يو بشپړ رېپوټ انشا الله خپور شي، خو يوازې پورتنيو شمېرو ته په کتو سره سړی پوهېدای شي چې دا ځل بيا په څومره پراخه کچه درغلې شوې ده. پروسږ کال په کابل کې د دشت برچي له عبدالرحيم شهيد له لېسې درې سوه تنو تر درې سوو زياتې نومرې وړې وې، خو څرنګه چې تېر کال د درغليو پر وړاندې هېڅ اقدام ونه شو، سږ کال يې د لا پراخو درغليو لپاره زمينه برابره کړه.
د پايلو تر اعلان دمخه هم د کانکور په ازموينو کې د پراخو درغليو کره رېپوټونه ترلاسه شوي و، چې يوه بېلګه يې په پروان  ولايت کې تر ازموينو وړاندې د کانکور د  کليو وېشل و، خو له بده مرغه هېچا سر پرې ونه ګرځاوه.
که چېرې د دې ډول درغليو مخه ونه نيول شي او مدني ټولنه يې پر وړاندې خپل غږ اوچت نه کړي، خدای مه کړه دا به د هېواد لپاره يو بل ناورين وي. داسې کسان به طب، انجينرۍ او نورو لوړو پوهنځيو ته ځي، چې دوی به اصلاً دولسم ټولګی هم  سم نه وي لوستی. له بلې خوا به هغه سيمې چې وار دمخه جګړې ځپلې دي او ښوونځي يې يا تړلي دي او يا هم سوځول شوي، د  درغيلو له امله به يې هغه پاتې حق هم وسوځي.
ولسمشر کرزی چې تل د فساد پر ټولو ډولونو  په ډېر سخاوت سترګې پتې کړي او کله  کله يې په خپلو ويناو کې د فساد جواز هم ورکړی دی، زه پرې غږ کوم چې د  خدای لپاره د هغو خواريکښو او با استعداده ځوانانو پر حق پښې مه ږده چې د هېواد راتلونکی ورپورې تړلی دی او دوی له خپل هڅو او زيار څخه مه نا هيلي کوه. د افغانستان نن خو دې تباه کړ، خو د خدای لپاره د افغانستان پسبا او راتلونکی مه تباه کوه.