
یوډیر بداخلاقه سړي بهول ته وویل : زه غواړم شیطان ووینم!
بهول ورته ځواب ورکړ : که په کور کې هېنداره نه لري په زلالو اوبو کې وګوره شیطان به ووینې.
***
سید نمکي په کوڅو کې ګرځېدی د وچې ډوډۍ پرځای يې مالګه ورکوله . له یوې کوڅې بلې ته تی او نارې يې وهلې: د میرمنې وچه ډوډۍ لرې پرځای يې ویل: میرمني! لرې یې ؟
د هغه موخه دا و ه چې وچه ډوډۍ لرئ چې پرځای يې مالګه درکړم
هغه ډیر سپین ږیرې وو او ښه يې نه لیدل.
کلي ته یوه ښکلې ښځه چې د یو دولتي کارمندمیرمن وه راغله د هغې په راتګ دکلې رنګ او رخ بدل شو نور ټول د کلې خلک په سلیقه ګرځیدل
یو ورځ سید نمکي تیریدی چې همدا ښکلې ښځه دهغه د ګاډۍ تر څنګ تیری شوه ، دهغې د عطرو تیز بوی د سید نمکي پزې ته ورسیده بېله دې چې وپوهیږې څوک ده و يي ویل:
میرمني!لرې یې؟
هغه د سړک په منځ کې ودریده یو لاس يې پر ملا ونیوی سر يې پورته کړ او په ناز يې وویل:
هو لرم ...مالو مداره یې لرم ... ډیر ښه يې هم لرم
خلک هېښ –پېښ ولاړ وه
سید نمکي ورته وویل:
مالګه غواړې؟ وی! بلادي زما پر سر شه ته خپله مالګینه یي.
بیا يې خلکو ته یو سترګګ وواهه او ولاړ
رښتیا هغې درلود ښه يې هم درلود
***
چرچيل په یوه دولتې مېلمستیا کې ډیر مست شوی وو سر يې ځړېدی او له ډیره مستي يې یو څه تر ژبې لاندی زمزمه کوله او خندله
یوه خبریاله هغه ته نژدې شوه اوهغه ته يې وویل:
ښاغلې چرچیل!
هغه سر راپورته نه کړ
هغې بیا په لوړ ږغ وویل:
ښاغلې چرچیل!
هغه ډوب وو
بیايې هغه ته وویل :ښاغلې چرچیل!
هغه څه ونه ویل
هغې ورته وویل : تاسو مست یاست ! تاسو ډیر مست یاست! تاسو بې کچي مست یاست !تا سو ډیر وحشتناکه مست یاست!
چرچیل سر پورته کړ سترګې یې تکي سرې وې خبریالې ته يې وکتل او په کښ لرونکو خبرو يې ځواب ورکړ:
میرمني تاسو بدرنګه یاست! ډیره بدرنګه یاست! بې کچې بدرنګه یاست !تاسو ډیره وحشتناکه بدرنګه یاست!
زما مستي تر سهاره الوځي ته به څه کوې؟
***
په دویمې نړیوالي جګړې کې د متحدینو قوا(المان ،ایتالیا او جاپان) فرانسې ته چې د متفقینو په قواوو ( انګلستان،فرانسه ، امریکا او شوروی) سره وه ماته ورکړه او په ۱۹۴۰ کې انګلستان د جنګ په میدان کې یوازې پاته شو.په پاریس کې د درو رهبرانو(چرچیل د انګریر رهبر، هیتلر د المان رهبر او موسولینی د ایتالیا رهبر) په ګډون یو کنفرانس د ( فونتن بلو) په قصر کې جوړشو په دې کنفرانس کې هیتلر چرچیل ته وویل: دا چې دیورپ لوی واک (فرانسې) ماته خوړلې ده ؛نو د عام و ژنې د مخنیوی په پار ته باید تسلیم اود ماتې قرارداد لاسلیک کړې چې جګړه پای ته ورسیږي.
چرچیل وویل : زه بښنه غواړم دا قرار داد نه شم لاسلیکولی ځکه تر اوسه انګلستان ماته نه ده خوړلې او تاسو بریالي شوی نه یاست.
هیتلر او موسولینی ډیر نارامه شول او د هغه سره یې په توندی برخورد وکړ
چرچیل په سره سینه وویل: مه په غوسه کیږئ راځئ شرط وتړو هر چا چې یوړه دهغه په قول به وکړو. هغو هم دا شرط ومانه
هغوی چې د یو لوی حوض مخي ته ناست وه
چرچیل وویل: هغه لوی کب وینئ هر چا چې هغه ونیو ی هغه د جنګ فاتح دی
هیتلر سمدستی خپله تومانچه راویستل او پر کب يې له هری لوري ډزي وکړې ولې ژر ستړی شو او بیرته پر خپلې څوکۍ کیناست.
بیا يې موسولینی ته وویل: اوس ستا وار دی !
هغه ځان لوڅ کړ حوض ته ولوید او دکب پسې يې غوټې ووهلې خوهغه هم ژر ستړی ستومانه راووت او پر خپلي څوکۍ کیناست
بیا د چرچیل وار شو. هغه خپله څوکۍ د حوض پر غاړه کیښوده یو ګیلاس یې را واخیست په داسې حال کې چې سیګار یې دودوی په ګیلاس یې د حوض خالي کول پيل کړل
هغوی په اریانۍ د هغه وپوښتل : څه کوې؟
هغه په سړه سینه ځواب ورکړ : زه ددوښمن د ماتې تلوار نه لرم په زغم حوض تشوم چې د حوض اوبه خلاصي شي بېله دې چې کب ټپي شي هغه نیسم
***
په بصره کې یو لیوني خرما له زڼو سره خوړله
یو چا ترې وپوښتل : ولې داسې کوې؟
هغه ځواب ورکړ: خرما پلورنکي خرما د زڼو سره راباندې پلورلې ده.
***
ریحانه یوه لیونۍ وه چې په يوې هدیرې کې يې ژوند کاوه له هغې څخه یې وپوښتل: ولې په هدیره کې ژوند کوې؟
هغې ځواب ورکړ: د وصال وره ته ناسته یمه او انتظار کوم چې کله به دا ور پرانیستل شي.
***
یونجار(تړکان) جامي شاعر ته په لاپو شاپو ویل: فلاني ته مې یو ښه ور جوړ کړ او فلانې ته مې یو ښه کړکۍ!
جامي ورته وویل: څه کیږي زما ږیره ښه جوړه کړې.
***
یو سړي ډیره بې ادبې کوله .یو دوست يې په ملامتي هغه ته و ویل: دا ښه خوی نه دی .
هغه ورته وویل : څه وکړم زما خاوره او اوبه همداسې دي.
هغه ځواب ورکړ: اوبه او خاوره دی ښه دې خو لغتې يې لږ خوړلې دي.
اخځلیکونه
Zahra-hb.com-1
Tanzpardaz.blogfa.com-2
Archive.mylostdreams.com-3