غزل

درد دې د زړګــــــــوټي يـــم طبيب مـــــې کــړه
زړه تــــــــه مـــې نږدې دځـــــان قريب مې کــړه
غــــــــيږه د ارمـــــــان رانــــــــه چـــــاپيره کــــړه
ښکل مې کړه يس مې کړه په جــيب مې کړه
عـــشق کـــــــــې به پــــــيچان درنــه درونغاړم
ګـــــــل مې کړه د جګې شملې زيب مــې کړه
مــــــــينه کـــــــــې به سل ځـــــلې درجــار شمه
ښــــــــکليه په دې ﻻره کــــــې لبيب مــې کړه
ﻻس پـــــــــه زنـــــــه ګورم ستــا د لــوري خوا
خپل مې کړه د ګډ ژوندون حبيب مـــې کړه
ننګ مې کړه غيرت مې کړه پښتو مې کړه
ځــــان نه دې بـــيا جار دا پيغلتوب مې کړه
ﻻس د رحـــــــــيمې چــــــــــې ګوره پرې نږدې
خـــــپل د خــــــوږې غيږې په نصيب مې کړه
 
 
دکاروان صيب ترکيب نه په الهام