کرزی ولې د ايران پر وړاندې چوپه خوله دی؟


د ايرانيانو مظالم د افغان غميزې ورځنۍ برخه ګرځېدلې ده. کله  مو په يخ ژمي کې هېوادوال له خپل هېواده په داسې بڼه راشړي چې نه يې کورنۍ پرې خبرېږي او نه هم خپل شته لا ځان  سره رااخېستی شي؛ د کار په لټه عادي مزدوران پر پوله وژني؛ په ځينو ښارونو کې پر افغان مهاجرينو داسې بنديزونه لګول کېږي لکه په پخوانۍ امريکا کې چې پر تور پوستو او غلامانو لګول کېدل؛ د افغان مهاجرينو پر کورونو ورننوځي او په  نه ګناه يې زندانونو ته اچوي؛ کورونه يې ورسوځوي او پر سوداګريزو مالونو يې بنديز لګوي او په اونيو اونيو يې په خپله خاوره کې ايساروي. او دا دی يو ځل بيا د افغانانو له اعدامونو خبرېږو. د خبرونو له مخې يوازې په تېرو شپږو مياشتو کې يې اتيا تنه راته په دار ځړولې دي، چې د يو شمېر کسانو مړي يې تر اوسه هم خپلو کورنيو ته نه دي سپارلي. خبرونه وايي، چې شاوخوا ۷۰۰ تنه نور افغانان هم د مخدره توکو د قاچاق په تور په زندانونو کې شپې سبا کوي او ۳۵۰ تنه يې د اعدام په تمه دي. دغو زندانيانو ته نه د مدافع وکيل د نيولو اجازه ورکول کېږي، نه يې له کورنيو سره د ليدو اجازه شته او ځينې خو يې بيا دا اجازه هم نه لري چې په خپل هېواد کې خاورو ته وسپارل شي.
دا هر څه روان دي، خو کرزی، مرستیالان او کابینه يې چوپه خوله دي. د هغوی اشاره د ايران پر پوله شارټ شوې او تل شنه پاتې وي. د کرزي مرستيالان خو ملامت نه دي، ځکه چې هغوی خو ايران خپل ولي نعمت ګڼي او اوس يې د پيسو پر چينلونو معتاد شوي دي. که چېرې د پاکستان په بلوچستان کې خلک مري او  يا په بهسودو کې له کوچيانو سره نښته کېږي، نو څوک تر پاکستان رسېږي او څوک هم په بهسودو کې خيمې وهي، او څوک هم د نه خوراک روژې نيسي، خو د ايران پر اعدامونو بيا ټول په ګډه ګونګه روژه نيسي. دا خبره خو اوس جوته ده، چې له بده مرغه د  دوی کعبه او د دوی معبود اوس ايران دی، اګر که ايرانيان د کلفت  لقب ورکوي.
خو په کرزي څه ټکه رالوېدلې، چې د امريکايي يرغل له هماغه پيله يې د ايران پر وړاندې خوله تړلې ده او لږ پاتې ده چې د ټول هېواد قباله ورته ورکړي؟ موږ تاسو ګورو چې کرزي په دې وروستيو کې د امريکې پر وړاندې د جنګ دانه رااخېستې او وروستی غبرګون  يې له ميدان وردګ څخه د امريکايي ځانګړو ځواکونو دايستلو امر دی، خو د ايران پر وړاندې بيا  داسې غلی وي لکه زوی چې د پلار درناوی کوي.  که څه هم د امريکې پر وړاندې د ده د وروستي دريځ  تر شا ماته د کهترۍ يو احساس پټ ښکاري او هغه دا چې واکمني يې مخ  پر ختمېدو ده او لويه لاسته رواړنه يې دا ده چې نوم يې د شاه شجاع او  کارمل په رديف کې راشي او د ده وروستی دريځ به ښايي د همدې لپاره يوه هڅه وي چې خپل نوم له دغه رديفه وباسي.
نړيوال شنونکي په دې اند دي چې ښايي د افغانستان لپاره په راتلونکي کې تر ټولو لوی ګواښ ايران اوسي، ځکه چې ايران په ډېر برياليتوب سره پر سيمه ييز ځواک بدلېږي او د ايران يو مهم  هدف دا دی چې په عراق، سوريه، لبنان، خليج او افغانستان کې د خپل نفوذ له لارې خپله  پخوانۍ امپراتوري راژوندۍ کړي.
د امريکايي يرغل له پيله ايران په ډېر مهارت پر افغانستان خپل سافټ يا پوست يرغل پيل کړی، چې د دغه يرغل مهم ابعاد مذهبي، فرهنګي او اقتصادي دي. ورسره يې هارډ  يا سخت يرغل هم نه دی هېر کړی او د کره شواهدو له مخې ايران په منظم ډول د افغان حکومت وسله والو مخالفينو ته وسلې او رزونه ورکوي.
همدا اوس ايراني استخبارات له رسنيو نيولې، تر علمي مرکزونو او ټولو حساسو حکومتي ادارو پورې ريښې ځغلولې دي. د ډېرو مهمو  ادارو سافټ وايرونه له ايران څخه راوړل کېږي چې دمالوماتو له مخې ايران کولای شي په ډېرې اسانۍ لاسوهنه پکې وکړي، لکه د سرشمېرنې اداره، د  لوړو زده کړو د کانکور اداره او دې ته ورته نور. هغه ايران چې د پنتاګون او سپينې ماڼۍ پر کمپيوټري سېستم يرغل کوي، نو د افغانستان کمزوری سېستم ورته هېڅ دی. په سپاه پاسدارانو کې د کال يوازې ۷۰ ميليون ډالره همدې برخې ته ځانګړي شوي دي.
خبره دا  نه  ده چې افغانستان ډېر کمزوری دی او د ايران مخه نه ګوري، افغانستان د ظاهرشاه او شهيد داودخان په وخت کې هم ډېر پياوړي حکومتونه نه درلودل، خو د خپلو ګاونډيانو لپاره يې سرې کرښې ټاکلې وې. خبره دا ده چې ايران ډېر سپين سترګی دی او کرزی بیا تريخی نه لري. خبره دا نه ده چې افغانستان د فشار وسايل نه لري، بلکې اوبه،  په ایران  کې ناراضه بلوڅان او په افغانستان کې امريکايي ځواکونه ټول د فشار وسايل دي، خو يا دا ده چې  د  ايران د پيسو کڅوړو د کرزي سترګې نيولې، يا ايران ډېر زورور په  نظر ورځي او يا هم د ايران ګواښ ورته مهم نه ښکاري، چې دا  ټول د افغانستان د ملي ګټو پر وړاندې هماغومره لوی خيانت دی لکه د امريکې پر وحشت د سترګو پټول.
د طالبانو حکومت ډېر کمزوری و، خو دايراني جاسوسانو له  اعدامولو سره يې ايران ته د جګړې چلنج ورکړ او پر خپل ځای يې کښېناوه. که څه هم ايران هغه مهال خپل پوځيان د افغانستان  پولو ته سوق کړل، خو طالبانو ته د  ايران جاغور مالوم و او اوس ايرانيانو ته د کرزي جاغور ډېر ښه مالوم دی. اوس چې ايران زموږ هېواد وال زندانو ته اچوي، له ټولو بشري حقونو يې بې برخې کوي او بيا يې په  دار  ځړوي، خو د کرزي حکومت يې په بدل کې د ابو مسلم خراساني واټ د هماغو ايراني جاسوسانو په نامه نوموي، چې طالبانو ځان  ترې بېغمه کړی و. دې ته وايي د کرزي شهامت او درايت.
سره له دې چې په روان کال کې د کرزي او احمدي نژاد تر منځ يو تړون لاسليک شو، چې د يوې مادې له مخې به يې دواړه هېوادونه د يوه بل بنديان بېرته سره سپاري، خو نه کرزي ته خپل لاسليک اهميت لري او نه ايران له افغانستان سره کوم تړون ته ارزښت ورکوي.
څو ورځې وړاندې مولوي فقير محمد په افغانستان کې ونيول شو او  پاکستان سمدستي ګواښ وکړ چې که نوموړی ورته ونه سپارل شي نو له انټرپول څخه به مرسته وغواړي. تر هغه وړاندې د امريکايي بمبارۍ پر وړاندې يې اوه  مياشتې خپلې لارې وتړلې. ايا افغانستان نه  شي کولای لږ تر لږه دخپل حق موضوع په نړيواله کچه راپورته کړي او نړيوالو محکمو او بنسټونو ته مراجعه وکړي.
که چېرې ايران په رښتيا پر اسلامي اخوت باور درلودای، په  افغانستان کې يې نفاق ته لمن نه وهلای، په  خپل هېواد کې يې سني لږه کي خپل وروڼه ګڼلای او برابر حقونه يې ورکولای، نو موږ به هم د ورور په څېر ورته کتلي وای او په پرمختګونو به يې خوشاله شوي وای، خو که د ملک واکمن هم ظالم  شي قيام يې پروړاندې روا دی. څرنګه چې ايران په سيمه  کې یوازې پر خپلو استعماري او شيعه  شوونيستي موخو فکر کوي، نو د ايران  هر پرمختګ بايد  زموږ  لپاره د اندېښنې وړ وي. امير عبدالرحمان خان له انګرېزانو څخه دومره اندېښنه نه درلوده لکه له روسانو څخه، ځکه چې د ده په اند روسان يې ګاونډيان وو او داسې زيان يې  افغانستان ته اړولای شو چې بيا به يې جبران  ناشونی وای خو انګرېزان يوه ورځ اړ کېدل چې خپله مخه  ونيسي. اوس د  ايران  د شوونيستي سياستونو پر وړاندې هم بايد له ډېرې هوښيارۍ کار واخېستل شي. دا بايد هېر نه کړو چې د ايران په خيال پلو کې افغانستان د فارس بزرګ خاوره  ده او هرات خو يې بيخي خپله خاوره ده.
زه پوهېږم چې کرزي د نيوکو، سلا مشورو او وړانديزونو پر وړاندې بيخي معافيت  اخېستی  او د دې ډول خبرو لپاره  يې په غوږونو کې يو ترانزيت چېنل جوړ شوی دی، خو دلته موخه دا ده هغه  بسنټونه چې د هېواد پر ملي ګټو فکر کوي بايد لاسونه سره  يو کړي او په ملي او نړيواله کچه کمپاين پيل کړي. د بشري حقونو سازمانونه، د حقوقپوهانو بنسټونه ،سياسي ګوندونه او مدني ټولنه  کولای شي په نړيواله کچه دعوا راپورته کړي. که  نور هېڅ نه وي دا  به پر هغه ايران، چې تل د افغانانو او نړيوالو په سترګو کې خاورې شندي او ځان خواخوږی دوست ګڼي، يو رواني او تبليغاتي ګوزار شي. داسې نه ده چې ايران دې هم  د کرزي په څېر د هر ډول غبرګون پر وړاندې معافيت  ولري او بې اغېزې دې ترې پاتې شي.