
ميرمن کلتوري – ټولنيز بهير په پام کې لري په نږدې راتلونکې کې د اوسنيو ښځينه شاعرانو د شعرونو غور چاڼ د کاروان ادبي ټولنې په مرسته چاپ کړي دميرمن کلتوري- ټولنيز بهير ټولو افغان ميرمنو شاعرانو ته خبر ورکوي چې خپل پنځه قطعې شعرونه له خپلې لنډې پيژندنې او يوه عکس سره د ميرمن بهير په برښناليک پته راواستوي ، يا دې يې هم په استقلال ليسه کې دفرانسې دکلتوري مر کز په تالار کې دميرمن کلتوري- ټولنيز بهير د اونيزو غونډو پرمهال سپوږمۍ نوري ته وسپاري .
mirmanbaheer@gmail.com
اړیکې : ۰۷۰۰۲۱۷۰۱۲
۰۷۰۰۶۹۳۰۵۹
دميرمن کلتوري- ټولنيز بهير کار ډله