ملاله

د کندهار په علاقه کې (میوند) یو تاریخي کلی دی ددغه کلي نر او ښځې خپل نوم سره میوندوال یا میوند واله وایی ویاړي دا ځکه چې د میوند په جنګ کې یوې میوندوالې پښتنې میوندو الو پښتنو ته غیرت ورواچاوه پخپله وړاندې شوه او زړه ختلي ځوانان  ور پسې روان شول با یللی جنګ یې وګاټه .
د اتیا کالو خبره ده کال ۱۲۹۷ هجري قمري د برات د میاشتې اولسمه ورځ وه دپرنګي فوج د میوند په میره کې پروت وو په هر ساز او سامان پوره ، په خوراک څښاک موړ........سور  اوړ ی و . له آسمان نه اور وریده ،ځمګه تیغنه وه ،ملک سور تنوروو،کاڼي د ګرمۍ له تاوه چاودل ،پیریانو تنرونه اچولي وو،هوا سره لمبه وه،اوبه نه وې او  که چیرته کوهی یا چینه وه ،نو په هغې ددښمن قبضه وه .
له مسلمانوغازیانو سره اوبه خلاصې شوې وې .له تندې د هر چا ژبې وتلې وې،مرۍ وچې،شونډې سپینې تښتیدلې وې ساه ختلي ......... سره ددې ملا تړلولاړ و او دا یې غوښتل چې ددین دښمن د انساني د انساني دزادۍ غلیم له خپل ملک نه وباسي ورک یې کړي . خو ددښمن زور ډیر وو ښخ ناست و او جنګیده اخرپه غازیانو تندې ډیر زور وکړ نو داسې وايی چې ځینو ،ځینو په شا وکتلزړونه یې پریوتل او په شا روان شول . وروسته ددوی ښځې وې په هغو کې یوه نجلۍ سر هسک کړ او له ځانه سره یې ووې چې:
((دا خو کار خراب شو)) دا جینۍ (ملاله)وه (ملاله) له ملي غرور او کلکې پښتو ډکه ،په تلو او د ښځو له منځه راووتله او د غازیانو په لور روانه شوله چې له نژدې ورغله لکه زمرۍ ودریدله او د زړه له اخلاصه یې ناره کړه
چې:

اې پښتنو مېړنو!!
   د هر جنګیالي پښتون غوږ ته دا خبره ورسیده او په جنګ کې یې د ملالې لور ته وکتل :ملالې دزړه له جوشه دا لنډۍ وویله :
که په ميوند کې شهيد نه شوې                   خدای ږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه
د (ملالې) ددې لنډۍ یویو توری د هر غازي په زړه لکه  غشی ور ښخ شو .دې چې دا ټپه ختمه کړه سمدستي یې د الله نوم واخیست :((الله اکبر)) او د وږي زمري په دود یې ددښمن په لور منډه کړه . د ماتو غازیانو د غیرت جذبه په جوش شوه .مات زړونه یې جوړ شول لکه چې مړه را ژوندي شي د هر غازي په رګ رګ کې پښتني وینې منډه وکړه ویښته یې ودریدل
(ملاله) بیا ددوی تر منځ وتلې او په دښمن ورغلې وه هر یو ور پسې منډه کړه او د کفاروپه لښکر ورغلل دښمن څه قابله خو وکړه خو مسلمانان چې یو وارپه کلکه د الله نوم واخلي  نو غرونه هم ور ته نه ټینګیږي .
اخر دښمن مات شو هغوی به  په شا تښتیدل او میړنو غازیانو به وهل ډیر یې مړه کړل او ډیر وتښتیدل توپې او ګولۍ ترې ځای په ځای پاتې شوې میوند فتحه شو

                                         له((پښتني کتاب))څخه

                                            سيد الرحمان   بهير