سپينې اوښکې

د شهید غوندی په سرو وینو کی رنګ یم
د یتیم په شا نی هروخت کی ژړیږم


د زخمی غوندی له درده نا قلاریم
لکه بوره مور په هرساعت ځوریږم


لکه پلار چی د خپل زوی تا بوت اوچت کا
ستا د غم د لاسه هر وختی رپیږم


خدایه څه خا طری راغلی زما ژوندون کی
چی هرځل ورته نظر کړم خفه کیږم


خوشا لی په جهان نشته وا ړه غم دی
زه به کله له د نیا نه روا نیږم


زه به څه ا رمان له پاکه ربه وکړم
چی خپل سرمی ده د لبر خواته ورلیږم


سپینی او ښکی د فراق می په مخ راشی
چی له ګران افغا نستا نه روانیږم


نوریه وهاب شیلګری
\"\"