محمد اکبر (خادم)

په لره پښتونخوا کې محمد اکبر (خادم) د پښتو ژبې د نهضت قهرمان او د پښتو
د ادب په آسمان کې یو ځلاند ستوری دی .دده خوږو اوپخو اشعارو د پښتو په
خوږوالي کې ډیر زیاتوالی راوستی دی . ده د پښتو ژبې دا خوږه شاعري د ژوند
په ډیرو خوږو شپو او ورځو کې شروع کړې ده او شپږ دیرش کاله ی  یې په
داسې شان وچلوله  چې نه په کې ستړی شو او نه پښیمانه.
      دده پلار احمد جي نومیده چې په اصل کې د اکوړي دی خو ورورسته د
اشنغر چارسدې ته راغلی او هلته میشت شوی دی محمد اکبر خادم په ۱۳۰۵ هجري
قمري ۱۸۸۸ میلادی کال  په همدغه ځای کې زیږیدلی دی او ددغې سیمې په غیږ
کې یې وده کړې ده دی یو حساس او بې تکلفه شاعر یو په کام مین او په زړه
دردمن انسان او یو هوښیار او زړوروپښتون و.
     هغه وخت چې په لوی هند کې د استعمار منګولې ښخې وې دې ښاغلي نه
یواځې په خپلو خوږو اوویښونکو اشعارو او زړه وړونکو خبرو او پخو مقالو د
استعمار سره په ټینګه مجادله وکړه بلکه په دغه لار کې له خپل شخصي مال او
شخصي ازادۍ څخه هم څوځله  تیر شوی دی  په تیره بیا د پښتونستان په نهضت
کې دده زیارونه او زحمتونه د یادونې وړ دي .
     هغه لیک چې ده په ۱:۱!۴۵ نیټه کې د اباسین د مجلې د چلوونکي په
نامه کښلی او ورلیږلی یې دی دهغه له لوستلو نه دده قلمي قدرت ، علمي سويه
 ،ارمان او پښتني جذبه  ښه څرګندیدای شي
         هغه لیک دا دی :
        د اباسين د رسالې ايډيټر صاحب السلام عليکم!
      الله تعا لی دې سر سبز او خوشاله لره . امید دی چې تاسې به زما په
نامه خپله رساله جاري کړئ
       زما پنځلس تصانيف د ي چې له هغو څخه یو نه دی چاپ شوی او نور
څوارلس یې چاپ شوي دي که چیرته زما نظم او نثر مو خوښ وي نو هفته په هفته
به یو مضمون درلیږم چې زما کلام بهرې دنیا ته ووځی . زما تصنیفونه الهيات
،اخلاقيات ، روحانيات، اقتصاديات ،تمدن او معاشرت دي او ټول مضامين يې د
فلسفې په رنګ کې رنګ دي . که چيرې ددې نه څومنتخب مضامین بهرې دنيا ته
ووځي  نو انشا لله تعالی دنيا به ورته حيرانه  شي څه وکړم چې مونږ خلکو
ته خپله ژبه ډيره سپکه ده نه د ژبې قدر کوو او نه د اديب
............................
      ژوندي قومونه ښکلوی د اديب ولي                         مړه قومونه ښکلوي د اديب څلي
     که د مرګ په تبه پروت وي پر س یې نه وي             بیا د قبرښکلوي لرګي توږلي
دده د زیاترو اشعارو موضع پند، حکمت او فلسفه ده .
اوبې د کام او ولس نه  یې بل شي سره دومره عشق او مینه نه ده ښکاره کړې د
کام خیر او نیکمرغي دده لومړنې هیله ده . دی خپل کام ته په شعر کې د
بریالیتوب چمونه په داسې ډول ښيي
      د نکریزو په شان ځام میده میده کړه                  په تلي کې دجانان لګیده غواړې
      سر اره کړه د ږمنځ غوندې سل ځایه                   که اوربل ته داشنا رسیدل غواړې

کله چې ده له ژوند سره وداع کوله نو څو ورځې دمخه یې داسې ګیله کړې ده :

     چا چې منډې د قام مخکې دي وهلي             هغوی تل خلکو په کاڼو دي ویشتلي
    دوی وګړي هیڅ په ژوند نه دي منلي            (خادم)ځکه ترې په ژونددي ډیر ژړلي
څرنګه چې خادم د ډیرو پښتني شاعرانو اولیکوالو په زړونو کې ځای لاره او
هر چا ورته د قدر او ا  په سترګو کتل .نو له همدې امله دی یې د بابا په
لقب ستایلی او دده په  مړینه یې  ډیره خواشیني ښکاره کړې ده او ځینو
شاعرانو لکه ښاغلی ولي محمد طوفان د ده د مړینې په نسبت یې داسې ساندې هم
بوللې دي :
                     د خادم بابا انجام شو                که لمر پریوتو ماښام شو
                    پښتنه ادې شوه بوره               که یتیم همګي قام شو
                    له دنیا یې سفر وکړ                 مــرورزمونږامام    شو
                   هغه پټې کړلې سترګې               دلته خوب په مونږ حرام شو
                 چې تکلیف یې زمونږ وړلو          خدایه چيرته  په ارا م      شو

د خادم صاحب دا بیت په آزادۍ غوښتونکو کې د متل حیثیت لري
نه کلونه د غلام په غلامۍ کې      نه ساعت د ازادۍ که ځنکدن وي



د خادم صاحب د کلام نمونې

                     غزل
مال و ملک عزت چې لاړ شي زياته ناچاري څه وي
قوم چې شي جاهل له دې نه زياته بيماري څه وي

نصاب چې د تعليم د غلام قوم شي د غير قوم په لاس
تل به غلامان وي ددې قوم به خود داري څه وي

لوست هميش ياديږي د بچو په خپله ژبه کې
یاد د پردۍ ژبې په دماغ کې پايداري څه وي

څوک چې امته داره وي بل قوم ته د یوې ستنې
زياته به له دې نه بيکاري د قوم خواري څه وي

څوک چې خون د ملک او قوم کوي په يو خطاب سره
زياته به قومي له دې نه نوره غداري څه وي

څوک چې بې ټکسه د مظلوم ژړا زارۍ نه اوري
زیاته به له دې نه د حاکم ستمګاري څه وي

څوک چې د خپل ملک وقوم خدمت په مال او ځان کوي
زياته به له دې نه د نامدارو نامداري څه وي

څوک چې په ژړا ددې خادم له خوبه ویښ نه شي
زياته به له دې ژړا قومی منت زاري څه وي

غزل
بد دځان له پاره ولې د قام غواړې
ولې ږدې لکه د خره په کته داړې

چې دې زړه لکه د کاڼي په شان سخت دی
په قیام لکه د بت عبث ولاړ یې

بې عمله تسپې داسې دې په لاس کې
لکه لال چې څوک اميل که د یواړې

چې نن ژاړي په کوڅو کې ستا دلاسه
بیا سبا به د هغو دلاسه ژاړې

ورورولي د پښتنو ولې ترخې شوې
د هر یو دي د خولې وچې بل ته لاړې

وازدې غوښې شوې خوراک د شر مښانو
دوی په تش هډوکي دي سره همغاړې

لمونځ ګذار چې دعا غواړي ځان دپاره
د خادم دعا توکل وي ځانته لاړې

سيد الرحمان (بهير) پاکستان