
زوړ نوی شعر
د الحاج مولوي زین
الله منلي شعري ټولګه «د هيلو درشل» چې چاپېده د هغه د طالبۍ د وخت د یو نعت یوازې
دوه بنده لاس ته راغلل.
پرون، د ډاکټر
پرتمین منلي په غوښتنه، د دغه نعت ورک شوي بندونه، شاوخوا اویا کاله وروسته له سره
ولیکل شول. باوري نه یم چې دا نوي بندونه به هماغه د طالبۍ د وخت د فکر او اندېښنو
بیان وي خو د بشریت د تاریخ په دې ستغ عصر کې دغه د هیلو پیغام له دوستانو سره بیا
شریکول غواړم.
په مینه او درنښت
نجیب منلی
کابل د ۱۳۹۱ کال د
دلوې ۲۹
نعت شریف
ختم
الرسله انبياوو کې سرداره
نبي خیرالبراره
پرسان زما په تا دی
یې
اولین او آخرین
لرم په دې باندې یقین
عالم پیدا کړ پاک الله دا ستا له پاره
نبي خیرالبراره
پرسان زما په تا دی
خدای
مهربان ستا په امت دی
دا د دعوت که اجابت دی
ستا شفاعت ته ستا امت دی امیدواره
نبي خیرالبراره
پرسان زما په تا دی
په
لویه ورځ ستا امتیان
په چیغو چیغو او سوران
ستا په مخ غواړي دوی بخشش له کردګاره
نبي خیرالبراره
پرسان زما په تا دی
رنځ د
ګناه او که خطا ده
ستا شفاعت ورته دوا ده
یې مهربان پر خپل امت له مور او پلاره
نبي خیرالبراره
پرسان زما په تا دی
زه زین
الله دې چې صفت کړم
دا دې امید د شفاعت کړم
غواړه مې رب نه د الله په در رویداره
نبي خیرالبراره
پرسان زما په تا دی