لکه زرکه

وه ميده،ميده روانه لکه زرکهتله،له نازه خرامانه لکه زرکه
کله يوخوا،کله بل خواتيليدلهتاويدله سرګردانه لکه زرکه
خدای په څه پلمه راوتي وه،له کورهشرميدله،له حيانه لکه زرکه
خپله لارئې رانږدې نکړه،هيچاتهترسيدله،له هرچانه لکه زرکه
چې دمينې په تهمت،تهمتي نشيپه هرچاوه بدګمانه،لکه زرکه
چې ېې لږڅه په څنګزن نظر،راپام شوپه هواشوه تراسمانه،لکه زرکه
بيادموربنديخانې ته،ورستنه شوهشوه قفس کې بنديوانه،لکه زرکه
که دمينی په تورکوم ښکلی تورن شيوژل کېږي بې پرسانه،لکه زرکه
ځکه ښکلي،ملامت نه دي قيامهچې ترسيږي له انسانه،لکه زرکه
الحاج الهام الدين قياموالدورف/جرمنی15.02.2013