ستـــــايوې جــــلوې ته له ګناه ســـــــتړی بــــــدن شو اور
وتراشه داروح مې پريږده خــــــيردې که مې تن شواور
ځــــــــان نه يــــــــم راغلی اوسفر مې تـــــر خپل ځانه دی
ســـــــتا د مـــــــخ رڼا ته ددې لارې لــــــــــوغـــړن شو اور
مــــــړه خاوره ويـــــده وه خــــــوچې تــــاورته تش وکتل
ويښه شوه خوپوه نه شوه چې څنګه پرې وطن شواور
ګــــــــل په خـــــــنديدو کـــــــې ستا د حسن نښه راوړ له
مــــــاته مــــــې په ځان کــــــې دغه څيرې پيرهن شو اور
تــــــــانه يــــــــې رڼـــــــا زده کړه او مانه تا ويدل او سوز
ځـــــــــارشه زموږ له مينې نه چې دومره برخمن شو اور
دومــــــره مې در واخلــــه چې خيرن خلک مې نه ويني
مـــــاته خو په دې دنــــــيا کې دغـــــه شان بودن شو اور
وروستي