غزل

YouTube - Nashenas - Lika zi pa yar mayan yum - Afghani
 
لکــــــه زه په يـــــار مـــين يــــــم بـــل بـــه نــــه وي مين هسې
لکــــــه زه پسې غمجن يـــــــم بـــــــل به نه وي غمجن هسې
هــــــــم مـــــــې ووژني په خــــــپله هم په مـــــــا باندې ژړا کا
څــــــــه ښه يار دی ،ښه يــــــې مينه وژل هسې شيون هسې
مـــــــخ يې درست ســــره ګلزار دی رنګــــارنګ لري ګلونه
تــــــــــفرج د بهــــــــار ګوره پـــــــه کــې نــــــشته ګلشن هسې
زړه داغــــــــــــدار غـــــــرقه پــــــــه وينو ﻻله ګل وته وګوره
هـــــــــــيڅ شهــــــــيد نه دی راوړی لــــــه ازلـــــه کــفـن هسې
تــــــــــــورو زلــــــــــــــفو ته يې ګوره ښاسته دواړه رخساره
د جــــــــهان په مخ به نه وي ســــــــــنبل هسې ،سمــن هسې
لکـــــــــه زه يـــــــــــې ننداره کړم ورځ و شپه په خپله خونه
خــــــــوار مجنون ليدلی نـه و په درست عـــمر ديدن هسې
کــــــه د ګل پاڼې يې خت کـــــړې ﻻ به هم باندې څرخيږي
دا نــــــــــازک بدن چـــــــــې ستا دی د چا نه دی بــدن هسې
کـــــــــــــه يې رسم يا يـــــــــې دود دی يا وفا د هـــــندوګيې
چې په سرو لمبوکې کښينې څوک به وکا سوخــتن هسې
چــــــــې څوک ټاپ درپــــــسې وکا سره ټک وهي ﻻسونه
دا ژونــــــدون دی مــــردن نه دی که دې وشي مــردن هسې
دارم ارام مـــــــــــې بيا موند ستا په غولي کې خوشال يم
خــــــوښ له بـــــخته لــــه قسمته چې يې راکړ وطـــن هسې
 
چــــــې خوشال خټک يــــې وايــــــې په پښتو ژبـــه خبرې
پــــــه پارسي ژبـــــــه به نه وي کــــــه پوهيږې سخن هسې