د روسي او امريکايي يرغلونو پايلې

\"The 
له افغانستان څخه د روسانو له وتلو ۲۴ ويشت کاله واوښتل، خو افغانان لا هماغسې د ناڅرګند برخليک په اندېښنه کې د اور په تبۍ ناست دي. کله چې د روسانو پښې په افغانستان کې په  لړزه شوې او روسان پوه شول چې نور دلته په ټينګيدو نه دي، نو يې له يوې خوا د ملېشو په جوړولو پيل وکړ او له بله اړخه يې هڅه پيل کړه چې د کارمليانو  پر ځای د خپلو ګټو نوي مدافعين او په بدله جامه کې نوي غلامان استخدام  کړي. روسانو دغو موخو ته د رسېدو لپاره د افغانستان له قومي جوړښت او توپيرونو ګټه پورته کړه او هڅه يې وکړه چې که کابل له لاسه وتلو، د يو شمېر قومي ټېکه دارانو په مرسته د افغانستان شمال په خپله ولکه کې وساتي او مزار شريف د ورپاتې مستعمرې پلازمينه وګرځوي. روسان چې له اقتصادي اړخه ډېر کمزوري شوي وو، د ډاکتر نجيب له حکومت څخه خپل اقتصادي او پوځي ملاتړ پايته ورساوه او په شمال کې يې پر نويو ځواکونو او څېرو پانګونه پيل کړه. نوي ائتلاف د نجيب د رژيم په پرتله د روسانو لپاره ډېر ارزان تمامېده. که څه هم د روسانو له  وتلو وروسته مجاهدين په دې ونه توانېدل چې په مخامخ جګړه کې سمدلاسه د نجيب رژيم نسکور کړي، خو هغه نوی ائتلاف چې روسانو رامنځته کړی و، د نجيب رژيم له  منځ څخه نسکور کړ. دا چې افغانستان به د کورنۍ جګړې او سيمه ييزې وزلوبې ډګر شي د روسانو لپاره ډېر اهميت نه درلود. روسانو هم  کټ مټ د انګرېزانو پاليسي خپله کړې وه. کله چې انګرېزان د افغانستان پولو ته راورسېدل، نو د دوی لومړی آپشن يا انتخاب مخ پر وړاندې يا فارورډ پاليسي وه، يعنې دا چې بايد افغانستان اشغال شي. خو کله  چې انګرېزان د افغانستان په نيولو او ساتلو کې پاتې راغلل، نو بيا يې د بفر زون پاليسي غوره کړه. مانا دا چې افغانستان بايد د روسانو او د دوی تر منځ حايل دولت وي، خو د انګرېزانو هڅه دا وه چې حايل دولت د دوی تر اغېز لاندې وي او په خپله پاليسۍ کې د شهيد داود خان تر صدارته پورې بريالي هم  وو.
روسانو هم کټ مټ انګرېزۍ پاليسي غوره کړه، خو دوی په دې اند و چې که د نوي ائتلاف له لارې پر ټول افغانستان اغيز ساتلی شي ښه ده، او که نه لږتر لږه د افغانستان شمال بايد د دوی د اغېز سيمه او د لوېديزوالو او اسلامي خوځښتونو پر وړاندې د دوی ډال وي. روسان هم په خپله پاليسۍ کې کامياب شول او تر ننه پورې د کارمليانو ځايناستی ائتلاف د افغانستان په حکومت کې لومړۍ خبره کوي او تر ننه پورې د روسانو د ګټو ډاډمن سنګر دی. په دې کې شک نشته چې د روسانو استخباراتي دستګاه (کې جي بي) د دسيسو په جوړولو او د اجيرانو په استخدام کې پوره تجربه  درلوده، خو د ډاکتر نجيب اشتباهاتو او د يو شمېر جهادي تنظيمونو بې پرواييو هم دې ته زمينه برابره کړه چې روسان په خپله دسيسه کې بريالي شي.
وړمه  ورځ د امريکې ولسمشر باراک اوباما د امريکې کانګرس ته په خپله  کالنۍ وينا کې اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به د افغانستان جګړه د دوی لپاره رسماً پايته ورسېږي. بل خوا د پنتاګون چارواکي وايي چې که  چېرې د افغانستان حکومت د دوی سرتېرو ته قضايي مصونيت ونه  مني، نو دوی به خپل ټول ځواکونه له  افغانستان څخه وباسي.
زه يوه خبره په ډاډ سره کوم، که د امريکې توان ورسېږي چې په افغانستان  کې ځمکه د ځان  لپاره سړه کړي، نو هېڅکله به په افغانستان کې خپلې پوځي  اډې له لاسه  ورنکړي، خو که چېرې نوره  يې په افغانستان کې له پاتې کېدو سره تر ګټې تاوان زيات وي، نو هېڅ ډول ژمنې، تړون يا اخلاقي مکلفيت به په پام  کې ونه نيسي او خپلې پښې به سپکې کړي. بيا به نه دموکراسۍ شعارونه وي او نه د بشري حقونو او نه هم د ښځو حقونو. لکه بوش چې د عراق په اړه وويل، چې عراق په هر حال له صدام  پرته بهتر دی، همداسې يوه اپلته به د افغانستان په اړهم وويل شي. امريکا به په هر حال خپله ګټه او تاوان سنجوي، خو له بده مرغه په  افغانستان کې لاهم داسې څوک  نشته چې د افغانستان ګټه  او تاوان  وسنجوي، له تاوانه يې وساتي او د ګټو لپاره يې کار وکړي. اوسني حالات يوځل بيا د روسانو د وتلو حالاتو ته ډېر ورته دي. د شمال جنګسالاران د نويو ائتلافونو لپاره سره غوږ په غوږ شوي، دا ځل پاکستان هم  غواړي د شمال پر ټېکه دارانو پانګونه وکړي او د دوی له برکته د ډيورنډ له غمه  ځان بېغم کړي. يو ځل بيا د اربکيو او سيمه ييزو پوليسو په نامه ملېشې د دې لپاره رامنځته شوي چې په راتلونکې احتمالي جګړو کې کار ترې واخلي.
دا ځل د ډاکتر نجيب رول او دنده حامد کرزي پر غاړه اخېستې ده. په تېرو دولسو کلو کې د ده لوی کمال دا و چې په ټول ځواک په واک کې د روسانوله خوا د جوړ شوي ائتلاف ساتنه وکړي او داسې ښکاري چې دی به هم  د همدوی په لاسونو د دار ستنې ته خيژي.
طالبان هم د پخوانيو تظيمونو په پلو روان دي او د افغانستان د ملي بقا لپاره هېڅ  ډول اجنډا نه لري. له همدې امله ولس يو ځل بيا د اندېښنو په سره تبۍ ناست دی او لار او ګودر ترې ورک دي.
خو لويه ستونزه په ولس کې هم شته، د دې پر ځای چې خپل ظرفيتونه سره  همغږي کړي او په خپل همت د خلاصون د ملي لارو چارو په اړه فکر وکړي، يوازې د وړوکي قيامت (۲۰۱۴) په انتظار ناست دي او واوېلا کوي.