
وایي زیب النساء دپلار سره ناسته وه چې ناببره د سالون چیني هېنداره ماته شوه د عالمګیر له خولې بې اختیاره دا مصرع ووته:
از قضا آیینه چینی شکست.
زیب النساء يې په ځواب کې سمدستې وویل:
خوب شد اسباب خودبینی شکست.
***
د توس خلکو ته د غوا نسبت ورکوي.
یو ورځ میرزا بابر لطفي د توسي شاعر څنګ ته ناست وو توسي په مسخرو له لطفي څخه وپوښتل:
د غوا دکوم ځای يې؟
هغه ځواب ورکړ: د غواد څنګ
***
له یو درواغجن سړي څخه یې وپوښتل: کله دي رښتیا هم ویلي دي؟
ويي ویل: که ووایم هو درواغ به مې ویلي وي.
***
حسیني د قم دښار شاعر تهران ته ولاړ دوستانو یې له هغه څخه د قم سوهان چې مشهور وو سوغات غوښتی دا چې هغه سوهانونه نه وه راوړي نو هغوی له هغه څخه وغوښتل خپل یو نوی غزل دسوغات په ډول هغوی ته واوروي
هغه غزل ویلو ته تیار ي نیوله یو ټوکي شاعر چې عباس فرات نومید وویل:
زموږ دوست د قم د سوهان پر ځای د روح سوهان سوغات راوړی دی .
***
له یو حاضر ځوابه سړي څخه یې وپوښتل:ولې چې ګوله خولې ته نژدې شي خوله اتومات خپله خلاصیږي؟
هغه ځواب ورکړ : ښه کار نه دی داسې یو ګران میلمه د وره شا ته وځنډیږي.
***
یو پسه پر لوړ بام ولاړ او هغه شرمښ ته يې چې د دیوال تر څنګ تیرېدی ښکنځل کوله.
شرمښ ورته وویل:دا ستا جرات نه دی چې ما ته ښکنځل کوي دا ستا د لوړ مقام جرات دی.
***
وایې یوې ډلې غلو پر یو کاروان برید وکړ،خو یو سړی تر خره لاندې ځینې پټ شو یو غله هغه ولید او د هغه څخه یې وپوښتل: دلته څه کوې؟
هغه ورته وویل: زه د دې خرې کورنګی یم
غله وخندل او ويي ویل: دخو خر دی
هغه بېله دې چې ځان بایلی سمدستی ځواب ورکړ :زما مور مړه ده د پلار سره اوسیږم.
***
یو خبریال د کلي له مشره څخه وپوښتل: آیا دلته په دې کلي کي د تاریخ لوی خلک زېږیدلې دي؟
هغه همدستی ځواب ورکړ : یا! دلته یوازې ماشومان زیږي!
***
حس اغا یوه ښه ګاډۍ چې دوو غاترو هغه کښله لرله ،یو ورځ نصرت الدوله هغه په کار شوه. هغه ګاډۍ د غاترو او یو لیک سره ور واستول. هغه په لیک کې لیکلې وه: ستا څخه هیله لرم د هغوسره دپلار چلند وکړې!
***
حیدر کولوچ یو امی ایرانی شاعر وو او ښه شعرونه يې ویل چې د زمان شاه طهماسب صفوی په پيړ کې اوسېده
یو سړي له هغه څخه وپوښتل: داچې امی يې څنګه شعر وایي؟
هغه بدیهه ځواب ورکړ:
چنان طوطی صفت حیران آن آیینه رویم
که میگویم سخن، اما نمی دانم چه میگویم»
« لکه طوطی غوندي هغه د هیندارې غوندي مخ ته اریان یمه خبر ی کوم خو نه پوهیږم څه وایم»
***
یو سمندر ی غل یې اسکندر ته راوست اسکندر ترې وپوښتل:
نه شرمیږی چې غلا کوې؟
سمندری غله ورته ځواب ورکړ: اوس چې یوه بیړۍ لرم غل شوم که مې ډیرې بیړی درلودای بیا فاتح وم.
***
اخځلیکونه:
Behar,ir-1
7art.blogfa.com-2
tanzpardaz.blogfa.com-3
sedayeab70.blogfa.com-4