
کاردهوش نه
وو مخمور درپسې راغلم
محبت دې کړم
رنځور درپسې راغلم
چې مې ستا د مټ په دار
ولیدې څڼې
زه تر شا
لکه منصوردرپسې راغلم
ستا په مینه
کې له شرکه ډاریدلم
له خپل ځانه
شوم مفرور درپسې راغلم
د ماشوم
غوندې مې زړه رینګې اخیستی
رانه پاتې
شوغروردرپسې راغلم
ګوره سوال
مې له خولې ونه وت جانانه
هومنم له شا ضروردرپسې راغلم
نورمې څومره
ازمويې، چې تا نارې کړې
ترغږ وړاندې
لکه نوردرپسې راغلم
په پښتون
غرورمې نه پوهیږي زړه دی
دې کورړنګي
کړم مجبور درپسې راغلم
د(حسن )
مرور شعره، عشق به وکړم
ستا دا شرط
مې دی منظور درپسې راغلم
ډاکترحسن
****
وې : دامچکه خوعنوان ووهسې
لا خومې پاتي
افسانه دمینې
ټول پېغلتوب مې درته وساتله
نن مې درسپړه خزانه دمینې
ډاکتر حسن