دوطن سره مینه


***


په توروګوړګوتي زلفوکې دټومبلي سره ګلونــــه
دا ماران دي چې په خولوکې يې نیولي سره لعلونه




ته چې تللی وې په غلا٬ښکلي ګلشن تــــــــه،
قدم په ورو ورو روانه وې٬ زرغون چمن ته
دبنګړوله شرنګه دې پورته شول٬ښکلي سازونـــــــــــه
بلبلان په مستۍ راغلل٬شروع شول غزلونـــــــــــــه




باغوان له لرې خپله تماشا کړه
بورا په هواکې له شوقه ژړا کړه
له آسمانه اوري پرتا د مرغلرو بارانونه
وران دې نه شي ستا د مخ شنکي خالونـــــه




دافغانستان دبیرغ دي درې رنګه
څومره ښکلي ښکاري بېدرنګـــهې
تورې زلفې٬سرې شونډې٬زرغون شالونه
پیغلې جوړه ځي٬کوي ناز او مکیزونــــــه




دوطن سره مینه٬دمور مینه ده
دامینه په زړه ډیره شیرینه ده
پوره کړئ دوطن مور د زړه آرمانونــــــــــه
دافرض ده په ټولو٬که څوک غواړي جنتونه




ښکلی کابل مې ډیر یادیـــــــــــــږي
یادونه يې هیڅوخت نه رانه هیریږي
کله به وکړم دقرغې٬پغمان سیلونــــــــه
بیابه مې پوره شي دزړګي ټول هوسونه




شیخه راشه چې سره کښېنــــــــــو
خپل عملونه به په تله کې سره وینو
ستاپه لاس تسبیح٬ زه به اخلم ډک جامونـــــــــــه
ته ځه مکې معظمې ته٬زه به نیسم د بیوزلو زړونه




د وطن د دربدرۍ ډیرسخت بدحـــــال دی
یعقوب (منګل )لاس پورته درته سوال دې،
خدایه راوله په وطن کې٬امن اوغیرتونــــــــــه
چې وطن موشي سمسور او ورک شي ټول غمونه




یعقوب منګل
10.02.2013
آلمان