د اسلامپالو پرمختګ او د امريكا نوې ستراتېژي


امريكايي ليكوال او څيړونكى چې د واشنګټن ( نژدې ختيځ د سياستونو) د انستيتوت غړى او امريكا د دفاع وزارت پخوانى مشاور دى.
څنګه به د ټاكنو په صندوقونو كې داسلام پالو مخه نيسو؟ او هغه ستراتيژۍ كومې دي چې د پلي كولو له لارې يې هغه ديموكراسي   اسلام پالو وګټلې.
زيات شمير لويديځوال څيړونكي دغه پايلې د امريكا د ادارې سياسي ناكامي بولي چې د ديموكراسي د قضيې سره يې سم چلند ونكړ, اّن تردې چې اوس همدا ديموكراسي د اسلام پالو واك ته د رسيدو وسيله وګرځيده دغه پيښو د امريكايانو په وړاندې يوازې دوه لارې پرې ايښې دي يابه د ديموكراسۍ په خپراوي كې پرمخ ځي او په ټاكنو كې به د اسلام پالو برى مني, او يابه هم هغه ديكتاتور نظامونه تقويه كوي, چې د دوى ډول ته نڅيږي, او پدې صورت كې به دا خطر هم مني چې كيداى شي د دغه نظامونو په وړاندې يوهر اړخيز اسلامي پاڅون رامنځته شي, همدا دوهمه لاره امريكايي ادارې ته ښه بريښي, لدې كبله چې پدې وروستيو كې يې د ديموكراسۍ دخپراوي نارې كمې كړې دي.
د نژدې ختيځ د سياستونو لپاره د واشنګټن انستيتوت پدې وروستيو كې ( د ټاكنو په صندوقونو كې د اسلام پالو د مخنيوي لپاره بيلابيلې لارې چارې) ترعنوان لاندې يو سيمينار دايركړ, او ددغه سيمينار لنډيز يې په خپله ويب پاڼه كې خپور كړ.
 
ليبرالان واكمنول او اسلامپال ګوښه كول
"سوزكاجايتاى" د واشڼګټن په انستيتوت كې د تركيې په اړه د څيړنو مدير, وايي چې: د اسلام پالو دمخنيوي يوازينۍ او مناسبه لاره داده چې امريكا په منځني ختيځ كې د هغو په مقابل كې لبرالي ګوندونه راپورته او تقويه كړي او د دواړو جريانونوواقعيتونه وڅيړي, په داسې توګه چې لبرال ګوندونه د يو ډول ضعف او كمزورتيا سره مخ دي او خپل اغيز يې له لاسه وركړى دى, چې ښه مثال يې تركيه چې ترټولو غښتلى سيكولر نظام په كې حاكم دى. او په دې وروستيو لسيزو كې سيكولر او لبرال ګوندونه د اسلام پالو په وړاندې خورا شاته تللي دي, او له امله يې په 2002م كال كې د عدالت او پرمختيا ګوند واك ته ورسيد, ددغه بري لاملونه زيات دي.
لومړى: په ليبرال ګوندونو كې ديموكراسي حاكمه نده او واك او ځواك د ګوند تر مشر او يا رهبر پورې تړلى دى پدې توګه دغه ګوندونه فردي ګوندونه بلل كيږي.
دوهم: په دغه ګوندونو كې فساد زيات دى, چې د تركيې ځينو ورځپاڼو د دوى په اړه په نوييمې لسيزه كې داسې اسناد خپاره كړل چې زيات شمير لبرال مشران په فساد كې ككړو, په دې توګه دغه ګوندونو خپل مصداقيت اوريښتنولي له لاسه وركړه.
دريم: په تركيه او ځينې نورو عربي هيوادونو كې ديكتاتورو نظامونو داسې كړنې ترسره كړې چې اّن د لبرال او سيكولر ګوندونو فعاليتونه يې هم له ستونزو سره مخ كړل, دغه كار د اسلام پالو په وړاندې څه ناڅه لاره هواره كړه او د خپل ځان په ښه تنظيم او دولسونو په پوهونه بوخت شول خو بل پلوته بيا اسلامي ګوندونه له ښه مادي او تنظيمي ځواك څخه هم برخمن دي او لدې لارې يې وكولاى شو چې په عامو خلكو كې د ځان لپاره غښتلى او پراخه محبوبيت تر لاسه كړي. ددې كار دوه لاملونه دي چې يو يې مادي او بل يې ايډيولوژيكي او عقيدوي دى.
له مادي اړخه (كاچايتاى) باور لري چې د سيكولر ګوندونو برعكس چې د تمويل له نيمګړتيا سره مخ دي, له اسلامي ګوندونو سره د خليج او اسلامي هيوادونو لخوا پراخه مرسته كيږي چې ځينو دغه كارته د\" نړيوال اسلام" اصطلاح كارولې ده. له همدې لارې اسلام پالو وكولاى شول چې د ټولنيزو او مرستندويه موسساتو د جوړولو له لارې روغتيايي او تعليمي خدمتونه وړاندې كړي. دا په داسې مهال و چې حكومتونه ورځ تربله له دغه كار څخه عاجزيدل او يا هم د خدماتو كچه او كيفيت يې ډېر ښكته و.
په فكري او ايډيولوژيكي ډګر كې, اسلامي ګوندونو وكولاى شول چې د ژوند په اړه غوره او بيلګه نظريات او پروګرامونه وړاندې كړي. پدې سره يې د هيوادوالو توجه ځان ته راواړوله, كوم چې  كې كله چې د عراق جګړه پيل شوه, داخوان المسلمين عام مرشد مامون الهضيى په عراق كې د امريكايي ځواكونو پرضد د جهاد فتوى وركړه او اوسني مرشد محمد مهدي عاكف اعلان وكړ, چې د كمپ ديويد تړون بايد لغوه شي.
جيويز وايي چې واك ته د اسلام پالو د رسيدو مخه نيول, اّسانه كارنه دى او د (كاجايتاى) داوړانديز چې لبرال ګوندونه بايد غښتلي كړاى شي خورا زيات كلونه نيسي او كاميابي يې هم شكمنه ده, بناءً دامريكا په وړاندې يوازينۍ لار داده چې په اوسني وخت كې د ديموكراسۍ مخه ونيسي ترڅو سيمه, ددغه ډول بدلون لپاره جوګه شي.
 
په سياسي پروسه كې د منځلارو اسلامپالو ورګډول
"منا مكرم عبيد" چې د قاهرې په امريكايي پوهنتون كې د سياسي علومو استاده ده او د مدني ټولنو په ډګر كې خورا زياته فعاله ده د دواړو مخكنيو نظرونو سره اختلاف لري, او په دې ټينګار كوي چې د اسلام پالو منځلاري ګوندونه بايد په سياسي پروسه كې ورګډ كړل شي او ترڅنګ يې لبرال ګوندونه تقويه شي, د مصر د هغه ټاكنو په رڼا كې چې په كال 2005 م كې تر سره شوې منا مكرم وايي چې ټاكونكو دوه لارې لرلې, يابه يې شته حكومت ته رايه وركوله او يا هم اسلام پالو ته اوپايله يې هم داوه چې يوازې 20% خلكو په ټاكنو كې ګډون وكړدلته داسوال رامنځته كيږي چې كچيرې د ملت په وړاندې دريمه لاره واى نو څه به شوي و طبيعي ده چې نتيجه به بل څه وه.
منا مكرم وايي چې په سيمه كې د اسلام پالو په پراخه كچه كاميابي په حقيقت كې په عربي هيوادونو كې د ديكتاتورو نظامونو د حاكميت پايله ده په داسې حال كې چې لبرال ګوندونه او مدني ټولنې په داخل كې زياتې كمزورې دي او په پرتله يې اسلامي ګوندونه خورا منظم او په ملت كې ژورې ريښې لري, چې په سيمه كې يې عربي حكومتونو او امريكا دواړو ته د يو چيلنج او ننګونې بڼه نيولې ده دا چې د حل لاره څه ده؟ اّيا عربي حكومتونه د اسلامي ګوندونه په وړاندې دروازې بندې كړې؟ اّيا امريكا د يوې نامعلومې نيټې پورې د ديموكراسى د خپراوي څخه تيره شي؟
منا مكرم د پورتنۍ ستونزې د حل لپاره دا وړانديز كوي چې د مسلمانانو په وړاندې بايد د دروازې پرانستل شي او په سياسي عمليه او پروسه كې راګډ كړل شي داكار له خطر څخه خالي نه دى. خو سترګې ترې نشو پټولاى ځكه چې دغه ګوندونه په ملتونو كې غښتلې ريښې لري. همدا ستراتيژي په تركيه اوالجزاير كې كاميابه شوه, ځكه چې په سياسي عمليه كې د اسلام پالو راګډولو هغوى ديته اړويستل چې په خپلو كړنلارو بيا نظر واچوي او ديموكراتيك سياستونه خپل كړي, خو ديكتاتوري او له منځه وړلو سياست ارومرو غبرګون لري. چې په مصر كې همدا راپيښ شول, كله چې په اخوان المسلمين بنديز ولګيد هغوى يې پټ او سري كارته اړويستل او په دې سره اخوانيانو وكولاى شول چې د زيات شمير رسمي ګوندونو صفونو ته ورننوزي او په بيلابيلو صنفي اتحاديو او د ملت په بيلابيلو قشرونو كې لاره ومومي, اخوان المسلمين د يوداسې ګوند بڼه غوره كړه چې له يوې خوا د فشار عنصر وګرځيد او له بله پلوه يې داسې غښتلې اړيكې ټينګې كړې چې سترګې پټول ترې ممكن نه دي.
همدې كار په وروستيو ټاكنو كې د زيات شمير لبرالو ګوندونو مشران اړويستل چې داخوان المسلمين پلوي ترلاسه كړي. زيات شمير غړو ځانونه داخوان المسلمين په چوكاټ كې د ټاكنو لپاره ونومول ترڅو خپل برى باوري كړي, كله چې ايمن نور د يوه ګوند مشر ځان د جمهوري رياست ټاكنو ته ونوماوه نو د خپل انتخاباتي كمپاين په سركې يې د اخوان المسلمين تائيد د ترلاسه كولو هڅه وكړه, له همدې كبله عربي هيوادونو د ديكتاتورۍ او اسلام پالو د مخنيوي درنې پايلې وګاللې اولايې هم ګالي. او كه ددې پرځاى يې د هغوى مخه پرانستې واى پايله به دانه وه.
د پورتنيو حقايقو په رڼا كې " منا مكرم عبيد" وړانديز كوي چې اسلام پالو ډلې بايد په سياسي پروسه كې راګډې شي, په تيره ددغه ډلو نوي نسلونه, ځكه چې هغوى زيات معتدل دي او د لاندې موخو د لاس ته راوړلو لپاره بايد پلان جوړ شي.
په عربي ټولنو كې سياسي تعليمي او كلتوري اصلاحات رامنځته كول اړين دي ځكه چې له تعليمي او كلتوري اصلاح څخه پرته سياسي اصلاحات ممكن نه دي.
اسلام پال بايد د ديموكراسۍ په پروسه كې راګډشي, ترڅو لبرال ګوندونه د خپلو موْسساتو د پرمختيا لپاره له هغوى سره سيالي وكړي او په ټولنه كې بيلابيل سياسي ځواكونه په خوځښت راشي او د ټاكونكو په وړاندې به د انتخاب لپاره نورې لارې هم پرانستل شي.
عربي حكومتونه بايد ديته وهڅول شي چې په ټولنيزو چارو اهتمام وكړي ځكه چې اسلامي ګوندونو له همدې لارې په ټولنه كې خپل تمايز او ځانګړتيا څرګنده كړې ده په دې اړه بايد هڅه وشي چې 90% هيوادوالو ته خدمات وړاندې كړاى شي.
د ديموكراسۍ " لبراليزم او د اّزادۍ او مساوات د ارزښتونو د خپرولو لپاره بايد درسنيو رول نور هم غښتلى او ګړندى شي, او د منا مكرم نظر دادى چې د مصر ميډيا او رسنۍ تر ډېره حده د اّزادۍ څخه برخمنې دي چې كولاى شي په حكومت فشار راوړي او ملتونه د ديموكراسي تائيد ته وهڅوي.
د پورتنيو اهدافو سربيره بايد هڅه وشي چې د اسلامي ګوندونو په داخل كې د اختلافاتو څخه ګټه واخيستل شي ترڅو د نوي او زوړ نسل ترمنځ يو ډول كشمكش رامنځ ته شي او په دې سره به ارومرو يو داسې نوى نسل د اسلام پالو له داخل څخه رامنځته كيږي چې په سياسي كار كې ورګډيدوته زيات ليواله وي او پراخه نظر ولري همدا كار به په راتلونكو اصلاحاتو اغيز وكړي او په ساحه كې د منځلارو ګوندونو داسې بيلګې شته چې اسلامي بنسټ لري, او په خپلو پروګرامونو كې خلك ديو سياسي ديموكراتيك نظام لورته رابلي لكه د مصر" الوسط" ګوند منا مكرم خپله خبره رالنډوي او وايي چې دا ممكنه نه ده چې مونږ د ديموكراسي د خپرولو نارې ووهو او د لبراليزم د خپراوي لپاره كار وكړو, او د اسلامي ګوندونو داغيزله زياتيدو څخه سترګې پټې كړو, نو اوس حل دادى چې مونږ پدې فكر وكړو چې څرنګه ممكنه ده چې مونږ معتدل اسلام د راديكال اسلام په وړاندې ودروو؟