رخه (كينه)

كه محسود په دې پوه شي چې له ده سره حسد کوونكي څومره نېكي كړېده، نو خامخا به یې د زړه له كومې درناوی وكړي او د خورا نېږدې ملګرو په لست كې به لوموړۍ درجه وركړي او دتل لپاره به يې ريښتنی منندوى و اوسي.
ځكه: د نعمت خاوند ته تر هغه د نعمت ارزښت څرګند نه وي او په اهميت یې نه پوهېږي، چې حاسد يې ورپه ګوته نه كړي، هلته بيا پوهه شي چې خداى څومره مهرباني پرې كړېده، يوازې پرده يې كړېده او دومره ارزښتناك نعمت يې په برخه شوی، چې ډېر نور يې د هغه دښمنۍ ته هڅولي دي.
نو:  په رښتيا چې حاسد د دښمن په جامه كې دوست او نېكې كوونكی دی، خو د بدۍ كوونكي په جامه كې، زه بل هېڅ شي ته دومره حيران نه يم لكه حاسد ته چې د خداى په وركړه او مهربانۍ سره له يو چا سره رخه كوي او تل په دې غم كې وي، چې څنګه دغه نعمت ترې لرې او دغه سړی ترې محروم شي، خپله يې ځان يوازې او يوازې ددې له لامله د غم او خفګان كندې ته اچولی، چې ولې دا نعمت له دغه شخص سره دی، په دې سره د محسود د نعمت ارزښت لازياتېږي او هغه ته له نعمت څخه د لذت او خوند اخستو فرصت برابرېږي او په خپله حاسد د خفګان او غم په تناره کې سوځي.
حاسد د نعمت تله او پېمانه ده كه د خپل نعمت ارزښت معلومول غواړئ، نو حاسد ته یې بيان كړئ بيا داسې ناګمانه او ځغلنده نظر پرې واچوئ، نو د غم څپې او د خفګان نښې به يې پر مخ له ورايه ووينئ، دلته به تاسې ته د خپل نعمت ارزښت او ښايست څرګند شي، چې الله څومره مهرباني در باندې کړېده.
پر خپلو بندګانو د الله تر ټولو نعمتونو څخه وړوكى نعمت هغه دی، چې په اړوند يې څوك حسد درسره ونه كړي، كه غواړئ چې د خداى لخوا دركړل شوى نعمت وتلئ، نو د حاسدينو پر وړاندې يې كېږدئ، د بدنيتانو په لار كې يې واچوئ، كه هغوى په سپكه سترګه ورته وكتل او بې اهميته يې وباله، نو پوه شئ چې ډېر لوى نعمت مو په برخه شوی، خپل خوند ترې واخلئ او د باري تعالى شكر وباسئ.
كه د دوو كسانو ترمنځ د بهترۍ معلومول غواړئ، نو ورته وګورئ چې كوم يو يې پر بل بد نيتى دى، لوره نه پرې لري او له نعمت څخه يې محروم غواړي، بد سړی هغه دی چې په خپل ملګري ښه نیت نه لري. 
الله د هرې ګناه لپاره يوه ځانګړې جزا ټاكلي ده، چې درد او افسوس يې د راكښته كېدو  پرمهال معلوميږي، د بېلګې په توګه شراب خوړونكي ته د ناروغۍ پرمهال درد او افسوس ورځي، قمار وهونكي ته د مسكنۍ پرمهال درد ورځي، غل هغه مهال د درد او افسوس تر درنو ګذارونو لاندې راځي، چې زندان ته ورټېل وهل شي.
د حسد كوونكي درد او افسوس د هغه د بدن په غړو كې اخښل كېږي او تل ورسره وي هركله چې نعمت ويني د نوموړي په زړه كې د خفګان سكروټې تازه شي، ته به وايې چې هره ورځ او هره شېبه به يې غبرګ زامن مري ځكه نعمت يو ثابت څيز دی او له نعمت لرونكو سره مل وي.
حسد د زړه وژونكو ناروغيو له جملې څخه دی، هره ناروغي دوا لري او حسد لرونكي د ناروغۍ دوا يوازې داده، چې د محسود په پله پل كېږدي، په خپل زړه كې د بدنيتۍ او بخل ځالې ړنګې بنګې کړي، په دې ډاډه شي چې خداى محسود ته دده برخه نه ده وركړي بلكې خداى ده ته هم داسې يا له دې نه ښه نعمت وركولاى شي، خپل وخت او انرژي دې له نورو سره په حسد كولو كې نه مصرفوي، بلكې هغه لار دې خپله كړي چې څنګه یې دا نعمت لاس ته راوړی.
كه د علم او پوهې له لامله ورسره كينه كوي، نوموړى دې هم علم ته مخه كړي، كه  په ادب كې ورسره كينه كوي، نوموړى دې هم ادب خپل كړي او كه د شتمنۍ له لامله ورسره كينه كوي، نوموړى دې هم مټې رابډ وهي، كار دې وكړي او ځان دې شتمن كړي، كه حاسد دغه څه ترلاسه کړل بېخې ښه ده او كه نه نو دا يې هم بس ده چې ځان يې د غم او خفكان له منګلو وژغوره كړ.