ايا دا امكان شته چې د تېلو ځاى د لمر انرژي ونيسي؟





ليكوال: ويليم پټلنډ
    وروسته تر هغه چې د صدام حسين په مشرۍ عراق په كوېت حمله وكړه او امريكايي عسكر منځني ختيځ ته راغلل نو د امريكا پوځ د  جګړې په درشل كې په خپلو پټو څېړنو كې  د تېلو د ځاى ناستې په توګه د لمر په انرژي هم غور وكړ ځكه دا وېره ورته پيدا شوې وه چې د صدا م حسين قواوې به د سيمې د تېلو څاه ګانو ته اور واچوي او دنيا به د تېلو له لوى بحران سره مخامخه شي.
 

    د د وى د پټو څېړنو نتيجه جالبه وه. سعودي عربستان چې د دنيا تر بل هر هيواد ډېر تېل لري، د لمر د انرژۍ له دركه هم په دنيا كې د اول مقام څښتن ثابت شو. دسعودي عربستان په بې انتها صحرا ګانو كې د نړۍ تر بل هر ځاى د لمر د ډېرې انرژۍ د استحصال امكانات شته.

 


 

   د ساينس پوهانو په نظر د افريقا د لويې وچې په شمال كې د اطلس سمندر له څنډو رانيولې د مركزي اسيا تر ختيځو څنډو پورې چې افغانستان هم پكې شامل دى، دا يوه داسې سيمه ده چې د لمر د انرژۍ د استحصال له جهته په نړې كې سارى نلري او سعودي عربستان د دغه لمرين كمربند په زړۀ كې واقع دى.

 


  پرمخ تللې دنيا چې د كومو سيمو د تېلو له انرژۍ څخه د ځان د بې نيازه كولو هڅه كوي اوس يو ځل بيا د لمر د انرژۍ د لټون په سلسله كې ځان د همدې سيمې په منابعو پورې تړي او دا بايد يو جالب طنز وبولو.
 

  لكه څنګه چې تېلو منځي ختيځ ته نېكمرغۍ او بد مرغۍ دواړه وركړې دي، دغسې به د لمر انرژي هم شايد د نړۍ دې سيمې ته د ډېرو پيسو په څنګ كې د انرژۍ د كنټرول لپاره كشمكشونه او نا امنۍ دواړه ورپه نصيب كړي.
   د مديترانې ورها خوا نوې انرژۍ كارپورېشن يا ټي. آر. يي. سي د هغه كنسرشيم د فكر محصول دى چې د روم متنازع فيه كلب يې رهبري كوي. په دغه كلب كې د جرمن اېرو سپېس بېرو او دغه راز د اروپا او د منځني ختيځ د څو پوهنتونونو په شمول ډېر پياوړي لوري عضويت او غړيتوب لري.
   ټي. آر. يي. سي د هغو سياسي هڅو مخكښه او سرغندويه اداره ده چې غواړي د مديترانې په جنوب او ختيځ كې د لمرينې انرژۍ لپاره د سټېشنونو د جوړولو، د باد د توربينونو د تعمير او د مديترانې شمال او لوېديځ ته د دغو نويو انرژيو د لېږدولو لپاره لاره اواره كړي.
  كه څۀ هم دغه پروګرام به ځينو ته ډېره تيوري او لږ واقعيت وايسي خو د دې پروګرام د زورورو او اغېزمنو پلويانو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي. په ۲۰۰۷ ميلادي كال كې د اروپايي پارلمان د غونډې په وخت د اردن شهزاده حسن په همدې باره كې يو پلان د انګلستان له صدراعظم او د فرانسې له ساركوزي سره چې اوس د خپل هيواد ولسمشر دى، شريك كړ.
  له بلې خوا په وروستيو اونيو كې د بريتانيا صدراعظم ګوردن براون په صراحت سره وويل چې د دغسې يوې پروژې ملاتړ كوي. دغه راز په تېر جولاى كې د فرانسې ولسمشر ساركوزي په پاريس كې ( د مديترانې لپاره اتحاد) په اجلاس كې برخه واخيسته. د مديترانې لپاره د اتحاد د انجمن د كار اصلي ساحه د اروپا، د افريقا د شمال او د منځني ختيځ د هيوادونو تر منځ د روابطو د پراخولو او زياتولو لپاره هڅه ده. په پاريس كې د دغه انجمن په غونډه كې د ټي. آر. يي. سي د لمر د انرژي موضوع د اجنډا په سر كې شامله شوه چې بايد په جدي ډول غور ورباندې وشي. بايد وويل شي چې په جورجيا كې ناكراريو هم له دې سره مرسته وكړه چې د ټي. آر. يي. سي پلانونو ته توجه زياته شي.
   په داسې حال كې چې دا ممكنه ده چې د دنيا په هر ځاى كې د لمرانرژي د برق په انرژي واوړل شي خو په كومو سيمو كې چې تېز لمرلګېږي هلته د دې انتقال او اړونې مصرف تر بل هر ځاى  كم دى او په تخنيكي لحاظ تر ګردو مناسبه سيمه ورته همدا لمرين كمربند دى چې مخكې يې يادونه وشوه.
  په اروپا كې  د انرژي په باب يو ډېر لوى تيوريسن او په دې ساحه كې منلى كس ښاغلى ارنولف جايجر والډن دى. دۀ په تېر جولاى مياشت كې د اسپانيا په بارسلونا كې د ايرو ساينس اوپن فورم غونډې ته وويل چې دا فريقا په شمال او منځني ختيځ باندې چې د لمر كومې وړانګې پرېوځي د هغو يوازې صفر اعشاريه څلور فيصده برخه د ګردې اروپا لپاره انرژي برابرولى شي.
   دا يوازې اروپايان نه دي چې د لمرد انرژۍ د استحصال لپاره يې هڅې پيل كړې دي. پخپله په منځني ختيځ كې هم په دې  سلسله كې كوششونه روان دي. د روان كال په مارچ مياشت كې د سعودي عربستان د تېلو وزير علي النعيمي وويل چې د دۀ هيواد هيله من دى چې د تېلو د انرژي په څېر د لمر د انرژي صادروونكى هم واوسي. سعودي عربستان له ډېرې مودې راهيسې د لمر د انرژي په ساحه كې عملي كار كوي. دغه هيواد د تېرې پېړۍ په اتيايمو كلونو كې د ( د لمر د كليو پروګرام) جوړ كړ چې مقصد پكې د لمر د انرژۍ د استحصال د نوې ټكنالوجۍ په برخه كې د تجربو زياتول او په دې ساحه كې فعاليت ته د خلكو رابلل وو. د سعودي د تېلو وزير النعيمي د فرانسې د تېلو د موضوعاتو ځانګړي اخبار پتروستراتيژي سره په مركه كې ويلي دي چې عربستان غواړي د لمر د انرژي د استحصال په ساحه كې د څېړنو په مركز بدل شي او مونږ هيله لرو چې عربستان به تر راتلونكو دېرشو يا پنځوسو كلونو پورې د نړۍ د لمر د انرژۍ يو لوى صادروونكى هيواد وي.
   د الجزاير د مركز د جنوب په دوه سووه شپېتۀ كيلومترۍ كې د طبيعي ګازو او د لمر د انرژۍ د ګډ توليد يو مركز دى چې توقع كېږي تر دوه زره لسم ميلادي كاله پورې  به يوسلو پنځوس ميګاواټه بريښنا توليد كړي. د دې بريښنا پنځۀ ويشت ميګاواټه به د لمر د انرژي وي، د لمر د هغې انرژي چې په دوه مليونه مربع فوټه ساحه كې غځېدليو وړانګو څخه استفاده كوي. د دې پروژې اوږد مهالى مقصد دا دى چې تر دوه زره شلم ميلادي كاله پورې اروپا ته د لمر له انرژۍ څخه تر لاسه شوې شپږ زره ميګاواټه بريښنا صادره كړي. ياده دې وي چې دغه پروژه د الجزاير حكومت په دوه زره دوه ميلادي كال كې په دې منظور پيل كړه چې د لمر د انرژي استحصال ته انكشاف وركړي.
  دغو هڅو او انكشافاتو ته په پام سره ويلى شو چې كه د انرژي د توليد په تكنالوژي كې كومه لويه حادثه په نظر كې ونۀ نيسو نو دا لرې نه ده چې په راتلونكو لسيزو كې به د تېلو د انرژي اصلي ځاى ناستى د لمر انرژي وي. د سعودي عربستان د تېلو وزير ښاغلي علي النعيمي ويلي دي چې لكه څنګه چې تېل صادروو، دغسې به د لمر انرژي هم صادره كړو.
   په هر حال، هغې سيمې ته چې د لمر د كمربند نوم وركړى شوى د لمر د بريښنا د توليد لوى ظرفيت لري. منبع: ميډل ايسټ ټايمز