
خواجه همام الدین تبریزي چې د اتمي پيړۍ یو غزل ویونکی شاعر او لطیفه ویونکی وو آذربایجان ته تللی وو او هلته یوه شپه دپاچا میلمه شو
یوې مینځې چې نوم يې «خورشید» وه غوښتل د شمع سر(تار) سم کړي، چې روښنایي یې سمه شي خو دشمع لمبې د هغې لاس وسوو.
همام فی البداهه وویل:
با روی تو شمع بر فروزد عجب است
با چشم تو دیده بر فروزد عجب است
دیدم که زشمع سوخت دستت ناگاه
خورشید که از شمع بسوزد عجب است
«ستا مخي ته د شمع لګېدل عجب دی. ستا په سترګه د شمع سترګه برابرول عجب دی .ومې لید چې شمع ستا لاس وسو لمر چې له شمعی وسوځي عجب دی»
***
روایت دی چې یو ورځ شپږ نجونې د حافظ مزار ته ورغلې او له یو بل څخه یې وپوښتله که خواجه ژوندی وای زموږ څخه به يې کومه یوه خوښه شوې وای، چې واده ورسره و کړي بیا یې په دې پوښتنې فال ونیوی دا شعر راغی:
شهریست پر کرشمه و خوبان ز شش جهت
چیزیم نیست ورنه خریدار هر ششم
د نخرو ډک ښار کې ښکلي له شپږو خواو راغلې،وس نه لرم کنه د هر شپږو خریدار یم»
***
شمع داني به دم مرگ به پروانه چه گفت؟
گفت اي عاشق بيچاره فراموش شوي
سوخت پروانه ولي خوب جوابش را داد
گفت طولي نکشد تو نيز خاموش شوي
«پوهیږی شمع بورا ته د مړینې په وخت څه ویل؟ ويې ویل اې خوار مینه هیر به شې
بورا وسوه خوښه ځواب يې ورکړ
ویل يې ډیر ژر به ته هم مړه شې »
***
حضرت امیر خسرو بلخي( دهلوي) په دې رباعي کې يې د ترانې لفظونه داسې کارولي دي
آ نروز که روح پاک آ دم به بدن
گفتند درآ، نمیشد ازترس به تن
خوا ندند ملایکا ن به لحن دا ود
در تن، درتن، درآ، درآ، در تن تن
«هغه ورځ چې پاکه روح د آدم په بدن ننوتله ورته وویل شول ننوځه خو هغه له ویرې په بدن نه ننوتله ملایکو د داود په لحن ورته وویل: بدن ته ، بدن ته ننوځه ننوځه بدن بدن ته»
***
سعدی په دې لاندې شعر کې عشق د ناروغی او خپله څیره د مس سره تشبې کو ي او وايي زما سور مخ د د عشق اکسیرو ژیړ کړ
گويند روي سرخ تو كه زرد كرد؟ , سعدي,
اكسير عشق بر مسم افتاد و زر شدم
سعدی! سور مخ دی چا ژړ کړئ؟
هغه په خواشیني ځواب ورکوي د عشق اکسیر می پر مسو ولوېیدم او ژړ شوم
***
.
وحشي بافقي وايي
به مجنون گفت روزي عيب جويي
كه پيدا كن به از ليلي نكويي
كه ليلي گر چه در چشم تو حوري است
به هر جزئي ز حسن تو قصوري است
ز حرف عيب جو مجنون بر آشفت
در آن آشفتگي خندان شد گفت
اگر در ديده ي مجنون نشيني
به غير از خوبي ليلي نبيني
تو كي داني كه ليلي چون نكويي است
كزو چشمت همين بر زلف و رويي است
تو قد بيني و مجنون جلوه ي ناز
تو چشم و او نگاه ناوك انداز
تو مو بيني و مجنون پيچش مو
تو ابرواو اشارت هاي ابرو
دل مجنون ز شكرخنده خون است
تو لب مي بيني و دندان كه چون است
كسي كاو را تو ليلي كرده اي نام
نه آن ليلي است كز من برده آرام
«یو عیب نیونکی مجنون ته ویل: دلیلی ښه پیدا کیږي! که څه هم لیلی ستا په سترګو کې حوره ده !خو د هغې هرڅه عیب لري
مجنون په غوسه شو او په خندا یې ورته وویل: که د مجنون په سترګو کښينې د لیلی تر ښو پرته به بل څه ونه وینې.
ته د هغه په ښه څه پوهیږی ،چې په سترګو یوازې دهغې مخ او وېښته وینې!
ته یې قد وینې؛ مجنون يې دناز جلوه .ته یې سترګې وینې؛ هغه يې کتل . ته یې وېښته وینې؛ هغه يې د وېښتو تاو اوپيچ.
ته یې ورېځې وینې ؛هغه يې دورېځو اشارې .ته دمجنون ښونډان اوغاښونه خوشاله وینی ؛ خو دهغه زړه خوړین دی.
هغې ته چې ته لیلی وايي هغې لیلی زما ارام نه دی وړی»
***
انس بن مالک وایي :د نجران اسقف مدیني ته راغی چې جزیه ورکړي. علی(رض) غوښتل هغه اسلام ته دعوت کړي. اسقف وپوښتل :تاسو وایاست چې دجنت لویوالی دومره دی چې اسمان او مځکه ټوله نیسي نو دوزخ چیري دې ؟
حضرت علی (رض) ځواب ورکړ : کله چې ورځ شي شپه چیري وي؟
هغه بیا وپوښتل :
هغه کومه مځکه ده چې یوازې يې څو ساعته لمر لیدلی دی ؟
حضرت علی (رض) ځواب ورکړ: دا د نیل ددریاب مځکه ده .
هغه بیا وپوښتل:
هغه څه شی دی چې د دنیا خلک هر څومره دهغه څخه واخلی هغه نه کمیږي او نه زیاتیږي؟
حضرت علی (رض) ځواب ورکړ: : هغه قران شریف او نور علوم دي.
اسقف بیا وپوښتل :د چا وینه لومړی پر مځکه توی شوه؟ حضرت علی (رض) ځواب ورکړ: تاسو وایاست هغه د هابیل وینه ده چې ورور یې قابیل هغه مړ کړ خو موږ وایو هغه د بی بی حوا د حیض او نفاس وینه وه
اسقف بیا وپوښتل: خدای چیر ي دئ ؟
حضرت علی (رض) ځواب ورکړ: هغه هر چیری دی «کله چې ملایکه حضرت محمد (ص) ته راغله هغه ترې وپوښتل : له کوم ځایه راغلې؟
هغې ویل: له اووم آسمانه له خدای(ج) لخوا.کله چې بله ملایکه راغله بیا حضرت محمد (ص) د هغه څخه وپوښتل :له کومه راغلې؟ هغې ورته ویل. دلمر د لوییدو له ځایه له خدای (ج)څخه»
وسع کرسیه السموات والارض ، لیس کمثله شیء و هو السمیع البصیر ، لا یعزب عنه مثقال ذره فی السموات و لا فی الارض .
د هغه قدرت مځکه او اسمان نیولې ده، همتا نه لري شنوا او بینا دی او په اسمان او مځکه کې یوه ذره دهغه نه پټه نه ده
اسقف ددې ځوابو په اوریدولو مسلمان شو
***
د ایران د ملی شورا غړی فیرور ابادی تل ددولت طرحې او لوایح ردولې، څو تنو ملګرو يې هغه ته قناعت ورکړ چې دا ښه کار نه دی تر هغه وروسته هغه یوازی د نیمو سره مخالفت کوی.
د« کرکران » په نامه یو دبیلجیم اوسیدونکی له ایرانه و غوښتل هغه په ایران کې په کار وګماري نو دولت دا لایحه شورا ته واستول
د رایګیری په وخت کې فیروز ابادی وویل: زه یې د یو« کر» سره مخالف یم
***
کله چې اسکندر مقدوني خراسان فتح کړی نو د یونان یو فیلسوف ته یې یو لیک ولیکئ، چې په هغه کې يې لیکلې وه:
یو لوی او شتمن هیواد مې فتح کړی دی زه فکر کوم تر ډیرې مدې به هغه ونه شم ساتلای نو ما ته یوه لاره وښیه؟
فیلسوف يې په ځواب کې ولیکل:
پر هغوی پست او بې شخصیته خلک حاکمان کړه او خلک يې فقیر وساته!
هغه حاکمان چې مقام یې د لیاقت لوړ وي تل به ستا فرمانبردار ه وي او وږي خلک به تل د ځان او کورنیو د ګېډو د مړېدو په غم اخته وي.
***
یو کشیش خلکو ته ویل:
نن د درواغو په هکله خبرې کوم. هغه بله اوونۍ ما تاسو ته ویلې وه چې د انجیل اووه لسم باب ولولې، چې د درواغو په هکله دی ،نو هر چا چې هغه نه دی لوستئ لاس دي پورته کړې!
هیچ چا لاس پورته نه کړ .
کشیش وخندل او ويي ویل:
ګرانو زه د وعظ په اغیزه پوهیږم په انجیل کې اووه لسم باب نشته
اخځلیکونه
Best2me.org-1
Dreeam.blogfa.com-2
7art.blogfa.com-3
tanzpardaz.blogfa.com-4
noor.blogsky.com-5
sedayeab70.blogfa.com-6