اختر

چې  د وه سترګې د دلبر  وي
یو موسکئ موسکئ نظر وي

ز ړ و نه  ډک  وي  له  ر ڼا  نه
و ر و ر ولي  پو هه   هنر و ي

خوږاحساس وي سازوي شوروي
خوله په خوله دشونډو سر وي

آ ز ا د ي  و ي  خپلوا کي و ي
خپل وطن وي خپل رهبر  وي

نړ ۍ  ټو له  و ي  ر نګینه
په  هر لورې جو ړ اختر وي

یاران  ټول سره را ټول وي
د ید نو نه  و ي ګود ر  و ي

مشر کشر ا حتر ا م  و ي
مینه  مینه سرا سر  وي

کور او کلئ جم او جو ش وي
نه  کډ و ا ل  نه مها جر  وي

خویندې میندې وي خوشاله
خد متګا ر ه  تل  ا ختر  وي

 محمد يوسف خد متګا ر مزدورزوی