زما دهيلو اميدونو بختور اختــــــــــــــره
زما د ژونددبهــــــــارونو زورور اختــــــــره
ته چې راځــــــې زماجانـــان درسره هم راولـــــــه
راتـــــه پخــــــلا کـــــــړه له ماتللي مروراختــــــــره
چې مړاوې مړاوې ارمانونه مې ژوندي غوندې شي
توره شپه واخلـــــــه په موږ راوله سحـــــــــــر اختره
چې موږيوبــــــل سره خوږې خوږې خبرې وکــــــــــړو
بيابه رنګين شي دادمينې مازديګراختـــــــــــــــــره
يار راپخلا کړه نورطاقت دجدايي نه لــــــــــرم
دردمې ټکورکړه يم پرهر پرهر ژور اختــــــــــره
بيابه اختــــــــره موږه يواوبل ترغاړې وځـــــــو
مبارکــــــــــــي به کړويوبل ته خوندور اختـــــــــره
ماوې چې داځل خوبه خامخاپخلاکړي جانان
نسيم له ډيرې مودې پاتې دی ابتراختـــــــــــره
ليکوال:نسيم((ليوال))
وروستي