
د شوروي – افغان د جگړې په لومړیو شپو ورځو کې په شمال ختیځ افغانستان کې د واخان په نامه یوه لیرې پراته کلي چې د لوړو غرونو د گړنگونو لړۍ په خپلو پراخو مټو کې په ټینگه زبیښه د یوې مخکې له مخکې په برلاس جوړې شوې شډلتیا او ناورین وروستنۍ شېبې تیرې کړلې (۱). د افغانستان د شمال ختیځ د لوړو غرونو د څوکوله سره دغه راوتلې څوکه ، خپله شمالي څنډه له تاجکستان سره گــَډَوي ، شمال ختیځه برخه یې د چین له کرښې سره نښلې او سویلې برخه یې د گلگت او هنزه د سیمو له پولو سره څنگ پر څنگ ځغلي. شوروي نقشه ایستونکو دغه کوشنی کلی [بازلاگـُنبد] [1] بللی چې د ۳۵۰ قرغزي کورنیو کورگی بلل کیده اود غو کورنیو د خپل ژوند د ساتنې او پایښت لپاره د همدغه لیرې پراته ځای د لوړو ژورو پووَندې یې غوره بللې او د بې وزلو شپانو په توگه یې شپې ورځې سبا کولې.
د بازلاگنبد د سیمې د ستراتیژیکې اړینتیا په پام کې نیولو سره شوروي پوځي شننونکو غوښتل درې اړینو ټکیو ته لارې چارې و لټولې. تر ټولو اړین او ضروری ټکی د چین گرد چاپیره د یوې کړۍ را تاوول ول او شورویانو غوښتل له همدغه ټکي څخه منځني واټن ویشتونکي اټومي توغندي د چین د زړه پر لور ور نیغ کړي او یوه پوځي اډه جوړه کړي. د شورویانو لپاره دویم اړین ټکی د افغان مقاومت لپاره د ټاکل شویو وسلو د ونډې د ورکړې او د چین له لویدیځ ولایت ژینجیانگ [2] څخه د داوطلبو جنگیالیو د راکټېدا مخنیوی وو.
د شوروي لوړې قوماندې د خپلې موخې د پلي کولو لپاره پریکړه وکړه چې دغه سیمه له وگړو څخه تشه کړي. شوروي پوځ په بوږنوونکې بیرحمۍ او څاروۍ خویۍ د بازلاگـنبد ټول وگړي قصابي کړل. ددغې قصابۍ لپاره تر ټولو غوره وسله مایکرو توکسینز[3] وه. دا له پخوانیو وختونوهغه غیر انساني وسله ده چې نړیوالې ټولنې او د ژنیو کنوانسیون پرې بندیز لگولی او شورویان د ژنیو د کنوانسیون ژمنوال لاسلېک کوونکي دي. ښځې ، نارینه او ماشومان دداسې یوې وژنې په لومو کې راښکیل شول چې په هیڅ وحشي انگیرنه کې نه شي ځایدلای او ټول یې په خپلو وینو کې لیت پيت ولمبیدل. دغه وحشت او بې تمدنتوب ته لنډه کتنه دومره ویلای شي چې دغسې کړنه د نړیوال قانون او پروتوکولونو د پښو لاندې کولو په هیڅ ساري کې ځای نه شي موندلای.
موږ اوس باید له ځانه دا پوښتنه وکړو چې ولې د روسانو دغسې یو جنایت بې گزارشه پاتې شو ، ولې د هغه ننگونه او غندنه ونه شوه او ولې ورته سزا ورنکړل شوه؟ آیا دا له دې امله ده چې روسان له لویدیځ سره د ترهگرۍ په جگړه کې غاړه غړۍ شوي دي؟ اویا دا ددې لامل له امله ده چې ځواکمن هیوادونه هېڅکله د کوشنیو هېوادونو پرضد په جگړو کې د ترسره شویو جنایاتو له امله سزا نه ده موندلې؟
د وسلو د سرغړاوي په تور صدام حسین له واکمنۍ لیرې کړای شو او هېواد یې د امریکا د پوځ له پلوه دړې وړې شو. پرهغه ډیرې پړې لگول شوې وې او تر ټولو ستره پړه چې د هغه په را پرځولو کې کارنده ولگېدله د کـُردانو پر ضد د وسلو کارول ول.... دا کټ مټ هغه وسله وه چې شوروي پوځ د بازلا گنبد پر بیوزلو وگړو وکاروله. !!
بروس گ. ریچارډسن
یادښتونه : (۱). کې جي بي په افغانستان کې ، واسیلي میتروخین ، ۴۰ کاري پروژه پ. ۱۵۳ وودرو ویلسن ، نړیوال مرکز ، سړه جگړه په نړیواله تاریخي پروژه کې . ۲۰۰۲ واشنگتن ډي سي.[4] میتروخین د کي جي بي د څارگرۍ د لاسوندونو پخوانی آرشیف راټولونکی وو چې په ۱۹۹۲ زکال کې سترې بریتانیا ته را کډه شو ، میتروخین لیکي چې د جگړې په ترڅ کې د شوروي د وحشت اچَولو په اړه له مخ په وَدو گوت نیونو اوپه نړیواله کچه د بیرحمیو د رابرسیره کېدلو له لړۍ سره په مخامختیا کې اندروپوف په خپله د بازلا گنبد د جنایت د پټولو پړه پر غاړه واخیستله.
۲. ددغه کلي جغرافیوي نوم بازای گنبد دی.
[1] Bazla Gumbat
[2] Xinjiang.
[3] Micro-toxins
[4] The KGB in Afghanistan, by Vasiliy Mitrokhin, Working Paper #40, p.153, Woodrow Wilson International Center, Cold War in History Project, 2002. Washington, D.C.