 
        	    
                    
                                    
                    د بابا  توره  مو بيا  پورته   کول    غواړي
يو ځل د ننګ ډګر کې بيا شرنګول  غواړي
دا مو موقع ده وروڼو پام چې خطا  نه  شۍ
په یو اواز د لوی  افغان  راپاڅيدل  غواړي
د وطن مور ولاړه  په  اتنظار  ده  ستا سې
ټوټې ټوټې پړونی   بيرته  ګنډ ل   غواړي
که بابا د وینې رنګ  او  خوی وي  چا کې
د   پښتنو    جونګړه     آزادول    غواړي
د خدمتګار د وطن د هر بچي  ارمـــان  دی
پښتون بيرغ په پښتو پورته  کول  غواړي
 
                  
 
             
            