اختره مـــــــه رادرومـــــه مــونږه جامې نلرو
مونږ د پخـــــــــوا په شان ګرانــــه ميـــلې نلرو
هغو له ورشه چې خوشحاله يې ژوندون تيريږي
مونږ په نهـــاره ناست يو سپينې تروې نـــــــــلرو
خيــــر دی په ګيـــــډه بانــدې وږي ښـــه وو
خو ګـــــــــوره ګــــوره يو لمونځ بې جنازې نلرو
د خدای ج لپاره درته سوال کوم چې مه رادرومه
د پخــــوا پـــه شــانــــې ســـــــړې سينـــــــې نــلــــرو
غليـــمه ته خـــو لـــه تـــر اوســـه مــا ميــلمــه بللې
تاســـو څــه فکر کړی چې مونږ تورې تيرې نلرو
بس وه همد ومره ميلمستيا دې بس وه
د اختر شپه ده خو په لاس نکريزې سرې نلرو
دغه زمونږه واکدران چی غلامان راغلي
د دوی لپاره خو مونږ دلته هديرې نلرو
اور تــــــــه يې واچاوې هنــــدو پـــــه شانې
د دوی د لاسه په خپل کور کې ورځې شپې نلرو
دا وخت تيريږې ګيله منه ته نور غم مه کوه
که خداي ج کوي نوره به ډيرې تورې شپې نلرو
ا ميدا لله ګيله من
وروستي