
له یوي نیمې میاشتې راهیسې په ډیرو زیاتو عربي انترنټ پاڼو کې یو ویدیو خوره شوي ده، چې ګمان کیږي داماراتو دمړ شوي پاچا شیخ زاید ځوي عیسی بن زاید یو افغانې مزدورکار په ډیره وحشیانه توګه شکنجه کاري کوي.
[img]http://www.uaetorture.com/uploads/images/Projects/Sheikin_Issa_004.jpg[/img]
باسم النابلسې چې یو لبنانې اصله امریکايي دې، او دشیخ عیسی بن زاید دتجارتي کارونو دادارې عهده يي په غاړه درلوده، دا هر څه دهغه له خوا بربنډیږي.
[img]http://www.uaetorture.com/uploads/images/Projects/Sheikin_Issa_003.jpg[/img]
باسم نابلسي په هغه دعوا کې چې له خپلې ښځې سره يي یو ځاي دشیخ عیسی بن زاید په ضد يوې امريکايي محکمې ته پورته کړې ده وايي:
ما دنوييمو کلونو دپیل څخه راپه دیخوا دشیخ عیسی سره دهغه دبزنس دمدیر په توګه کار کاوه... وروسته مې کشف کړ، چې دا سړۍ په سادي مرض اخته دې، دخلکو دشکنجه کولو څخه خوند اخلي، خپل کارمندان شکنجه کوي، دشکنجې پر وخت ترې ویدیوګانې ډکوي، تر څو يي وروسته دخوند اخیستلو لپاره ننداره وکړي.
نابلسي زیاتوي: چې زما اړيکې دشیخ عیسی سره هغه وخت خرابې شوي، چې ما دیوه شکنجه افغاني کارمند په سر احتجاج وکړ، په کوم کس چې شیخ عیسی دغلا تور لګولې وو، چې دهغه له مزرعې (پټيو) څخه يي څه غلا کړي دي، نو کله چې شیخ عیسی په دغه افغاني کارمند دشکنجې محفل پاي ته ورساوه، نو ما ترې وغوښتل چې باید اوس امر صادر کړۍ چې ددغه کارمند علاج وشي، ځکه چې مړ نه شي، نو شیخ په دې خبره ډیر غوسه شو، زه يي بندې کړم، شکنجه يي کړم، او زما ښځي ته يي دجنسې تیري تهدید ورکړ ..... دشیخ عیسې سره دهغه په وحشي فرعوني حرکت کې دهغه ورور شیخ سیف چې وزیر داخله دی، او بل ورو ريي چې ناصر نومیږي،
هم شریک دي.
[img]http://www.uaetorture.com/uploads/images/Projects/Sheikin_Issa_005.jpg[/img]
نابلسي وايي: زه په دې وتوانیدم، چې دشکنجې او تعذیب کيسټې وتښتوم، او دغوښتنې په وخت کې به يي محکمې ته دیوه دلیل په توګه ضرور وړاندې کوم، نو په دې کيسټو کې څه دي:
نابلسي په خپلې دعوی کې دیوې کيسټې باره کې وايي، چې پنځه څلويښت دقیقيي کيسټ دې، او دهغه افغانې کارمند چې محمد شاه پور نوميږي، دشکنجي ټول محفل په کې ثبت شوې دی، ددې محفل هیرو شیخ عیسی بن زاید دې، چې په وزارت داخلې پورې تړلې لسګونه پوليس والا هم ورسره ملګري دي چې مشري يي دداخلي وزیر سیف بن زايد کوي.
دشکنجې محفل په دې ډول پیل کیږي، چې لومړۍ دغه افغانې کارمند دشیخ عیسی بن زاید له خوا په سوکانو وهل کيږي، پولیسو کلک نیولې وي، او شیخ عیسی يي تر هغې په سوکانو وهي تر څو چې ستړې شي، نو کښينې، او پولیسو ته امر وکړي، چې دسوکانو باران پرې جاري ساتۍ، په دې درنګ کې چې دشیخ عیسی بن زاید ساه ګانې برابرې شي، راپاڅيږي، او ددغه افغاني کارمند په خوله کې شګې واچوي، بیا يي په ځمکه وغورځوي، په سر يي ودریږي، جامې ترې وباسي، بربنډ يي کړي، او بیا يي په تناسلي آله کې شکنجې ته دوام ورکړي، په شکنجه کې دهغه اوږد لرګي نه کار اخلي کوم چې داوښانو دوهلو لپاره کارول کیږي، .. بیاشیخ عیسی یو تیره لرګې راواخلي چې میخونه پرې هم لګیدلي دي، او ددغه کارمند دبدن په ټولو برخو يي ګوذارونه پیل کړ، شیخ عیسی دراحت لپاره کښيناست، او پولیسو ته يي امر ورکړ چې په همدغې خنډن لرګې ددغه کارمند وهلو ته ادامه ورکړي.
[img]http://www.uaetorture.com/images/uaetorture/pics/20080814142009765.jpg[/img]
له هغې وروسته شیخ عیسی ددغه افغاني په تناسلې آله باندې یوه داسې تیزه دوا وشیندې، چې ډیر ژر اور اخلي، او بیا ورته اور لګیت ورته کړي، نو ددغه مظلوم دآلی تناسلې شاوخوا برخې وسوځيږي، او دسوځیدلې غوښې بوي يي په چیغو نارو ورګډ شي.
[img]http://www.uaetorture.com/uploads/images/Torture/torture_006.jpg[/img]
شیخ زاید خپل وحشتناک محفل په دې پاي ته ورسوي چې ددغه افغاني په پښو باندې یو تخته لرګۍ کیږدي، او بیا امر وکړي، چې له پاسه دې پرې ګاډۍ تیر کړې شي، دګاډې تیريدو په حال کې ددغه افغاني مزدورکار دپښو دهډوکو ماتیدا په ویدیو کیسټ کې تر غوږو کیږي، دغه وخت کې له ډیره درده دافغانې مزدور چیغي ودریږي، او درحم غوښتنې التماس يي هم ختم شي.
[img]http://www.uaetorture.com/uploads/images/Torture/torture_007.jpg[/img]
دشیخ عیسی دکارونو مدیر نابلسي وايي: چې له شلو څخه زیاتو کارمندانو دشیخ په لاس رنګا رنګ شکنجې لیدلي دي، کومې چې به شیخ په ویديويي کيسټ کې ثبتولې، تر څو يي وروسته له نندارې څخه خوند واخلي.
باسم النابلسی وايي: شیخ زه بندې کړم، شکنجه يي کړم، کوښښ يي کاوه چې کیسټې له ما څخه واخلې، کومې چې ما په یو پټ ځاي کې خوندې کړې وي، او بیا مې له اماراتو څخه بهر وتښتولې، ځکه چې په دې پوهیدم چې کيسټې یواځينۍ مادي دلیل چې ما له مرګه ژغورلې شي..
نابلسي زیاتوي: دبند په موده کې يي جسماني او نفسي شکنجې ګاللې دي، او که چیرې امريکايي تابعیت يي نه لرلې، نو وژل شوې به هم واي.
نابلسي چې یو لبنانې الأصله امریکايي دې، او دشیخ عیسی سره يي کار کاوه، اوس يي دهیوسټن محکمې ته دشیخ عیسی په ضد دغه قضیه پورته کړې ده، دعوی دابوظبۍ شیخ ته سپارل شوې ده، او هغه له محکمې څخ د راروان اګست اتمه پورې مهلت غوښتې دې (کيداي شي مطلب تیر اګست وي)، او عذر يي وړاندې کړې دی، چې دخپل ورور شیخ ناصر دوفات په مراسمو بوخت دي.
پاتې دی نه وي، چې دغه ویدیو په یوټیوب کې د څو پیوندونو په مټ خوره شوې وه، چې وروسته دیوټيوب دادارې له خوا لرې شوې ده، نو دلته څو وجهې دی:
۱- یا خو دملیونونو پيسو په مقابل کې ویدیو له منځه وړل شوې ده.
۲- یا خو دغه خبر دروغ دې، خو دا احتمال په دې کمزورې دی چې په یوټيوب کې دمختلفو ملکونو دپاچاهانو په اړه دروغجنې غیر حقیقي ویدیوګانې شته دي، خو دیوټیوب دادارې له خوا له منځه نه وړل کیږي.
۳- يا خو نور څه سیاسي مشترک مصالح دي،
په یوټيوب کې مخکې دا ویدیو دلاندنې پیوندونو لاندې پرته وه:
http://uk.youtube.com/watch?v=GiMEw36bxUQ
http://uk.youtube.com/watch?v=7wwoYpwmMsM
http://uk.youtube.com/watch?v=hfxFPc-a55M
په هر حال دغه خبر په عربي انترنیټي پاڼو کې په بیسارې ډول خپور شوې دی، چې تاسو يي دګوګل له لاندې پيوند څخه مالومولې شۍ.
http://www.google.com/search?hl=ar&q=%D9%88%D9%84%D8%AF+%D8%A7%D9%84%D8%B4%D9%8A%D8%AE+%D8%B2%D8%A7%D9%8A%D8%AF+%D9%8A%D8%B9%D8%B0%D8%A8&start=20&sa=N
همدارنګه دغه خبر دیوې امریکنۍ ټي وي له پردې هم خور شوې دی،
http://www.khou.com/sharedcontent/video/swf/VideoWidget_4.swf?video=/bi/www.khou.com/0828/woodard10p_080707.flv
او په یو امریکايي ویبپاڼه کې دخبر او ویدیو لینک ايښودل شوې دی.
http://www.shababek.de/video/Issa_Torture_2_small.wmv
http://www.uaetorture.com/images/uae...re_2_small.wmv
http://www.uaetorture.com/
نو دلته امکان لري چې دا خبر حقیقت ولري، او دامارات شیخان پرې سترګې پټوي، ځکه چې په انټرنټ کې ددومره خوریدو سره سره هغوي نه ددې خبر دصحت تأييد کوي، او نه يي ردوي ، او یو بل امکان هم شته دې ،چې زما نظر ته کمزورې راځي، هغه دا چې کیداي شي دا دشیخ په وړاندې یوه دسیسه وي، نو که پښتانه خبریالان ورونه دانسانې کرامت دغوښتنې په اساس ددې خبر پلټنه وکړي، نو ډیره ګټوره به تمامه شي، همدارنګه که دامارات میشته افغانان ددې خبر په لیدلو سره خپلې تبصري دلته ثبت کړي، او حقیقت روښانه کړي، نو مونږ ټول به ترې مستفید شو.
په درنښت.
27نومبر 2008