ما پرستش کولو
د يوه ګل د ګلاب
د ګلابونو ګلاب
ما يې خوشبو کې وه موندلي
د جنت د بهارونو خوشبو
په هره پاڼه مې
سحر د ختنونو ليده
چې د جنت د ښاپيرو د اوربلونو سره لوبې کوي
په شينکو پاڼو به مې
تکه شنه فضا د اسمانونو ليده
پکې مې مينه ليده
زما معصومه مينه
ډيره خوږه او بهادره مينه
لکه شبنم په شان
رڼه او زړوره مينه
چې پرخه پرخه مې د زړه په وطن ووريده
هم نازولي
هم د روح په شان سپيڅلې مينه
د ښاپيريو مينه
ما د ارمان د ښاپيرو لپو کې ونغښتله
چې د نظره نه شي
لکه قران به مې په خپلو سترګو ومښوله
چې رانه هيره نه شي
خوﻻړه ﻻړه رانه
چرته اسمانونو لورته
د جنتونو لور ته
ځکه چې ما ورسره کړي ليونۍ مينه وه
د عبادت مينه وه
د پرستش او عقيدت مينه وه
دا به ګناه وه زما
د ليونتوب په تله
څوک ليوني پيژني؟
څوک عبادت د ليونو څه مني؟
راځه نو زړه چې دواړه کينو
ليونتوبه سره
نور به نه ژاړو جنتي اشنا ته
مونږه ګناه کړي ده
يو نازولې ليونۍ په شان سپيڅلې ګناه
يو دمينې ګناه
يو د مينې ګناه
وروستي