
یو چا لمونځ نه کوی هغه ته يې یو دوست وویل: ولې لمونځ نه کوې؟
هغه ځواب ورکړ: په قران شریف کې يې راغلي دي: لا تقرَبو الصَّلاة او نور
یانی «لمانځه ته مه نژدې کیږی.»
هغه ورته وو یل: ولې پوره ایت شریف نه وایي؟
لا تقرَبوا الصَّلاة و اَنتُم سُکری
یانی «چې مست یاست لمانځه ته مه نژدې کیږي»
***
اصمعی ګاونډي دهغه څخه څو درهمه پور کړه د
یو ورځ هغه له خپل ګاونډي څخه وپوښتل : پور دي په یاد دی؟
هغه ورته وویل : هو، ولې ته ډاده نه یې؟
اصمعی ځواب ورکړ: یم ، تا نه دې اوریدلی چې حضرت ابراهیم (ع) په خدای ایمان درلود او خدای (ج) له هغه څخه وپوښتل:
اَوَ لَم تومِن -مګر ایمان دی نه دی راوړئ؟
هغه ورته وویل: ولې نه
ورته وویل شول :، وَلکِن لِیَطمئنَّ « یا نی د زړه ډاډ غواړم»
نو زه هم دزړه ډاډ غواړم
***
د فرانسې په انقلاب کې خلکو د انقلاب یوضد «آبه موری» ونیوی او نارې یې وهلې: هغه د چراغ په خاده وځړوئ! هغه وځړوئ!
هغه چې ډیر زړه ور او حاضر ځواب وو وویل:
زه نور څه نه وایم ولې ګمان نه کوم زما په ځړولو د چراغ روښنایي زیاته شي
خلکو هغه ددې حاضر ځوابی په خاطر وبښئ
***
یوفیلسوف له خپلو ګناهونو څخه توبه وکړه او ږیره یې وخرېیل
یو له هغه څخه وپوښتل :ولې دې ږېره وخرییل؟
هغه په ډاډ ځواب ورکړ: ځکه هغه په ګناه کې لویه شوې وه.
***
«جامی» د یوې ډلې خلکو سره رهي وو «خاکی »شاعر هغه ولید او په ملنډو يې هغه ته وویل:
دا د طوس خره چیري بیایي؟
جامی ځواب ورکړ : پسته خاوره پلټې چې ځان پر واچوي.
(د خاکي) مانا ده خاوره
***
یو فقیر خواجه ته وویل: که زه ستا د کور مخي ته مړشم زما سره څه کوې؟
هغه ورته وویل:تا کفن او ښخوم .
فقیر ورته وویل: نن یو کمیس راکړه که مړ شوم بیا کفن مه راکوه!
خواجه وخندل: او هغه ته يې یو کمیس ورکړ.
***
د نوروزد جشن په ورځ خلیفه په ښوکالو او د سرو زرو په ګاڼو سینګارپر تخت ناست وو
لومړی \"میمنت\" چې ښه ژوند او په ښه قدم يې درلود دربار ته دننوتلو اجازه و غوښتل:
خلیفه هغه ته اجازه ورکړه او ترې وپوښتل:
له کومه راځې او څه پیام لرې؟
\"میمنت\" د نوروز دتبریکي د ترانې په ویلو شو خو پښه يې د خلیقه په چپنه کې بنده او خلیفه ولویید
خلیفه دا لوېیدنه بد شګونه وګڼه او دهغه د مړینې امر یې ورکړ
\"میمنت\" په حاضر ځوابي خلیفه ته وویل:
ای خلیفه نیاو( انصاف )وکړه! آیا زما لیدنه تا ته بده وه چې په سلامت له مځکې پورته شوې یا ستا لیدنه ماته چې اوس باید مړ شم
خلیفه له دې حاضرځوابي نه وخندل او دهغه له مړینې تیر شو
***
ابن الوالخیر ته سلطان محمود غزنوی ډیر ګران وو د خپل سرای ټول دیوالونه یې د پاچا، دهغه د لښکرو او پیلانو په انځورونه ښکلی کړی وو
ابن الوالخیر خپل کوشنی زوی ته یو کور جوړ کړ ي خو هغه بیا د خپل کور په دیوالونو د الله (ج) نومونه ولیکل
یو ورځ يې پلار د هغه کره راغی او ددی نومونو په لیدو یې له هغه نه وپوښتل:
د الله (ج) نومونه د ي ولې لیکلي دي؟
هغه ځواب ورکړ:
تاد خپل پاچا نوم لیکلئ او ما دخپل پاچا
***
اخځلیکونه:
Rahekamal.ir-1
Forum.jameatulquran.com-2
Behar.ir-3
Farhanggoftego.org-4