غزل

دغه شعر د ارواښاد حفيظ الله ستوري دی، چې تيره ورځ د هند په پونه ښار کې په يوه ترافيکي پېښه کې يې ژوند له لاسه ورکړ.
\"\"
 دومره مې مه ځوروه زړه کې مې نور زور نشته دی
زما د ژوند نغری سوړ شو نور پکی اور نشته دی
ما خو ټول عمر بس وفا او تا جفا کړی دی
ښه دی چی ستا په محبت کی په ما پور نشته دی
د زړه دردونه ، فریادونه او رازونه زه ټول پټ ساتمه
ټول به څرګند کړم خو افسوس چی کوم غمخور نشته دی
سترګی می ډکی زړه خپه دی د خپل کور پسی ډیر
اوښکی می څاڅی نه ودریږی سترګو تور نشته دی
اوس می په تن وینه نشته ټوله اوښکي اوښکي شوله
زړه می دردیږی او سوزیږی د زړه ټکور نشته دی
( By Hafiz ullah stoory )