
ستا د حسن جدایی کی می اجل دی
ما لیدلــی دغه سـتا حســن یو ځــل دی
چی دی پریښی دی اوربل مینځ کی جــدا
د زنی خال دی هم ما لیدلی مــکمل دی
اوس دی د دوو سـترګو کـاته هـم مـا وژنی
اور لــګیـدلـی مـی د مـینـی په ګـوګـل دی
ته چـی مـاتـه په خـومـارو ستـرګــو ګـورې
زه پـوهیږمه چی دلتــه هــم څه چــل دی
سـتا د شــونــډو د شــرابو په ارمان کی
ما خــو څکـلی تـری پخـوانه یو بــوتــل دی
ســـتا دا حــســن لــکه زرلــکه ډالـــره
زمــا زړه اوس دی پیسـو ته شوی غـل دی
دانـشـیار درتـه قــلــم په لاس را جـیـګ کـړ
ځــکـه اوس یــی در لـــیکلــی دا غــزل دیعبدالله دانشيار - مصر - قاهره