قاضي حسین احمد د پاکستان د اسلامي سیاست یو لوی فصل و، چې وتړل شو. احمد د جماعت اسلامي مشر او د وخت د دیکتاتورانو ملاتړی او مخالف پاتې شویدی. پوره ۲۳ کاله یې د جماعت اسلامي مشري کړې خو هیڅکله یې دغه ګوند د نورو اسلامي ګوندونو لکه جمعیت علمایی اسلام پاکستان مولانا فضل رحمان او یا هم مولانا سمیع الحق په څیر کورنی ګوند نه کړ. په اخري دورې کې واقعاً له خپل مقامه تیر او کرسی یې منورحسن ته چې اوس مهال د جماعت اسلامي مشر دی پریښودله. ددوی په قول چې دوی تل په پاکستان کې اصولي سیاست کړی او ټولی هڅې یې په دې سره منسجمې کړې او کوي چې څنګه په پاکستان کې اسلامي شریعت نافذ او خلکو ته خدمت عرضه کړای شي. په مومندو باندې د امریکا بمباریو پرمهال یې ګوند له ولایتي حکومت څخه استعفی وکړله او له ملت سره ودریدل. د لا تفصیلي معلوماتو لپاره ستاسو توجه لاندی معلوماتو ته را اړوم:
قاضی حسین احمد:
د زیږیدلو ځای: کاکا صاحب، نوشهره
د زیږیدلو نیټه: جنوری۱۹۳۸،۱۲
عمر:۷۴کلن(۱۹۳۸-۲۰۱۳)
د پلار نوم: محمد عبدالرب چې دهقان او معلم و، د پاکستان له ازادۍ څخه دمخه، نوموړی د جماعت اسلامی- هند لخوا د اوسني خیبر پختونخوا لپاره امیر وټاکل شو. قاضی حسین احمد د محمد عبدالرب د ۱۰ ماشومانو کشری زوی و.
لومړني تعلیمات: له پلار عبدالرب او مشر ورور قاضي عبدالقدوس
لوړې زده کړې: بیا یې د پيښور اسلامیه کالج ته لار وموندله او له پیښور پوهنتون څخه یې په جغرافیه کې ماسټري ترلاسه کړله.
دندی: له زده کړو څخه وروسته یې په سوات کې دری کاله د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړله. خو له تدریس سره یې ډډه ونه لګیدله او د پیښور په سوکارنو چوک کې یې په سوداګرۍ پیل وکړ.
په سوداګرۍ کې ډیر مخکې لاړ نو هماغه و چې د اوسنی خیبر پختونخوا د وخت د سوداګریزو خونو مرستیال مشر وټاکل شو. په سیاست کې د زړه راښکون له امله یې سوداګري خپل ځوی ډاکټر انس فرهان قاضي ته پریښودله.
سیاسي ژوند: د قاضي کورنۍ د هندوستان په پاکستان ویشل کیدو څخه دمخه په سیاست کې دلچسپي او فعاله ونډه درلودله .
سیاست ددوی د کورنۍ مشغولتیا ګرځیدلې وه او پلار یې د هندوستان د جماعت اسلامي لپاره د اوسني خیبر پختونخوا د څانګې مشري کوله.
له یوی خوا خانداني سیاست او له بلې خوا د وخت مجبوریتونو، قاضي له هماغه پیله، هماغه د ښوونځي له وخته، په سیاست کې را ښکېل شو.
سیاسي منډې ترړې یې له جمعیت طلبه پاکستان سره پیل کړې. خو د دې سره سره د جماعت اسلامي له بنسټ ایښودونکي سید ابو الاعلی مودودي څخه له هغه سره په ۱۹۵۱ز کې د لیدنی پرمهال هم اغیزمن شوی و.
په ۱۹۷۰ز کې یې جماعت اسلامي ته لار وموندله. خو څه خبر چې یوه ورځ به د دې ګوند تر ټولو اوږد مهالی مشر(۱۹۸۷-۲۰۰۹ز) پاتی کیږي. په ۱۹۷۸ز کې د ګوند سکرتر جنرال شو او په ۱۹۸۷ز کې د جماعت اسلامي عمومي مشر وټاکل شو.
اولاده:
· دوه لورګانې:
میرمن سمیعه راحیل قاضی، د جماعت اسلامي د ښځو د څانګی فعاله مشره چې په ۲۰۰۲ز کې د پاکستان ولسي جرګې ته یې هم لار وموندله.
بله لور یې خوله احمد قاضی ده، چې په شرعیاتو او قانون کې یې لیسانس د اسلام اباد له نړیوال اسلامي پوهنتون څخه ترلاسه کړې. په انګریزي کې د ماسټرۍ لپاره یې د لاهور په Wise College کې داخله ترلاسه کړیده.
· قاضي حسین احمد دوه زامن لري: اصف لقمان قاضي، چې د امریکا د بوسټن پوهنتون څخه یې ماسټري ترلاسه کړی او اوس مهال د جماعت اسلامي د نوشهرې د څانګې مشري په غاړه لري.
قاضي حسین احمد په ۱۹۸۶ز کې د پاکستان سنا ته د شپږو کلونو لپاره لار وموندله. د ۱۹۹۲ز په مارچ کې دویم ځلي د مشرانو جرګی غړی شو خو په ۱۹۹۶ز کې یې فاسد سیاسي سیستم له وجې له خپلې کرسۍ استعفی وکړله.
د نړۍ بیلابیلو هیوادونو ته یې د خپل ګوند په استازیتوب سفرونه کړي او اسلامي امت ته د ور پيښو مسایلو په اړه یې په غونډو کې برخه اخیستی ده.
په انګریزی، عربی، اردو، پښتو، فارسي یې روانې خبرې کولې. دده تر مشرۍ لاندې جماعت اسلامي شباب ملي او پاسبان څانګې هم پرانیستلې.
د پرویز مشرف خلاف مذهبی ګوندونه سره یو شول او د متحده مجلس عمل په نوم یې یو سیاسي ایتلاف رامنځ ته کړ. قاضی حسین احمد د شپږو سیاسي ګوندونو ددی ایتلاف رییس وټاکل شو.
دده تر مشرۍ لاندی، د ۲۰۰۲ز په ټولټاکنو کې مذهبی ګوندونو ښه بری ومونده او د پاکستان ولسی جرګی ته په لوی اکثریت لاړل. د ایتلاف سکرتر جنرال مولانا فضل الرحمان د پرویز مشرف په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر وټاکل شو. خو دا چې وروسته، قاضی حسین احمد د پرویز مشرف خلاف خپلو احتجاجونو ته ادامه ورکړله او غوښتل یې په حکومت فشار وارد کړي ترڅو مشرف له واک لاس واخلي نو قاضي او د ګوند نورو غړو یې په اوسنی خیبر پختونخوا کې د حکومت له مشرۍ او په پارلمان کې له خپلو کرسیو استعفاوی اعلان کړلی خو مولانا فضل الرحمان یې مخالفت وکړ او د قاضی تصمیم یې وننګوه.
افغان جهاد او قاضي: په ۱۹۸۲ کې قاضي په لندن کې، په اسلامیک سنټر کې د خبرو پرمهال وویل: دا زه وم چې په افغانستان کې می د اسلامی حزب بنسټ کېښوده.
له شوروي سره د افغان جهاد پیل؛ په افغانستان کې د ولسواکۍ د بنسټ ایښودونکي داوود خان د حکومت له سقوط او په کابل باندې د مجاهدینو د حکومت له تپل کېدو سره، قاضي حسین احمد یو نه یو ډول رابطه لري. ده په پاکستان کې د ذوالفقار علی بهټو د حکومت پرمهال، افغان تښتیدلو مشرانو لکه ګلبدین حکمتیار، رباني او مسعود ته د پټیدنې او د افغانستان د تخریب لپاره د روزنیزو مرکزونو د برابرونې ټولې چارې سمبال کړلې.
دا چې رباني په پښتو نه پوهیده نو په پښتون میشتو سیمو کې د رباني ساتل قاضي ته اسانه کار نه وو نو هماغه وو چې رباني یې د مولوي چترالي په نوم مسمی کړ ترڅو خلک فکر وکړي چې رباني د افغانستان نه، پخپله د پاکستان دی.
قاضي په افغانستان کې د داوود خان د رژیم د پرځولو په موخه تر کندوزه پورس د یو دوا پلورونکي په کالیو کې تللی او په خوست باندې د مجاهدینو د اخري برید پرمهال له ګلبدین حکمتیار سره اوږه په اوږه ډزیدلی دی.
قاضي په کشمیر کې له هندوستان سره د مقابلی لپاره د البدر اورپکې ډله هم جوړه کړې وه، چې اوس مهال یې زور او ځواک هغه شان چې لسیزې وړاندې و نه دی پاتې!
قاضي داسې مهال له نړۍ سترګی پټې کړلې چې د جنوري ۵مه په پاکستان کې له کشمیر سره د یووالي ورځ لمانځل کیږي. قاضي لاړ خو په پاکستان باندې یې د اسلامي شریعت د پلي کیدو او د کشمیر د ازادۍ خوب له ځان سره یوړ.
وروستي