سر مې جار ستا له نامه پښتونستانه
ستا نوم مې نقش شوی په ځيـــګر دی
پښتانه به ژوندون څه کړي بې له تانه
هر يو ايښي ستا په مينه مال وسر دی
سر مې جارشه ستا د لوړو لوړو غرونه
لــه غيرته چې هر يو جګ تر اسمان دی
صدقـــه شم ستا د ګــــرانو پښتنـــو نـــــــه
چې منلۍ ستا خدمت په ټينګ ايمان دی
دښمــن کلـــه بری وړی شــي لــه هغــو نــــه
که هر څو مکر و فريب کې پهلوان دی
ميړنو ګويا ښــــکاره کړ لــه ميړانــــــــه
ځکه سور بيرغ هر ځای کې لـــروبر دی
په هر ځای کې چې اصيل پښتون زاده وي
خاص الخاص پښتونستان له خدايه غواړي
هغه څوک چـــــې بې غيرت حرامـــزاده وي
ټيټې سترګې به د بــل لور تـــــــه ولاړ وي
اولاده به يې پس له مرګه شرمنــــــــده وي
د وګــــــــړو د پېغــــــــور ځنـــــــــې به ژاړي
خپل اولاد ته پيغور نه پريږدي له ځانه
هغه څوک چې د سوچه پښتون پسر وي
نارينه توب د پښتنــــــو طبعي عادت دی
بلې بلې چې رښتيــا سره پښتـــــــون وي
دوی ليــــــــدلــي د ازاد ژوندون لذت دی
مرګ يې بولي چې محکوم د دوی ژوندون وي
څه ناڅه که يې په کور کې عداوت دی
خو دښمن د پاره بيا په يو تړون وي
پښتون نه دی په شا تللی له ميـدانه
ټول جهان و ته ښکاره لکه د لمر دی
چې خپل واک او اقتدار يې د ځان نه وي
که نواب وي صدقه شه ما ملنـــګ نـــه
عاجزۍ کې څه پروا د انســــــــان نه وي
خدای دې مانه کړي عاجز له نام و ننګ نه
چې په مال و سر ايسار په ميدان نه وي
جار قربان شه د پښتون د تورې شرنګ نه
خو زما ملنګ جان زړه دی پرې روښانه
نن د هر زلمي په لاس د ننګ خنجر دی
ملنګ جان
وروستي