تلويزيون زمونږ بنسټيزه اړتيا؟!!

ښه مې ياد دي كله چې امريكايانو د خپل يرغل په پايله كې طالبان له كابل څخه وويستل نو خبري رسنيو ددې پرځاى چې په كابل كې د ورانو شوو كورونو او تباه شوو ودانيو عكسونه راخستلې واى ترهرڅه دمخه يې په كابل كې د هغه دوكانونو عكسونه خپاره كړل چې هغوى په ډيره بيړه د خپل  زوريدلي ملت د خدمت !!! لپاره ډګر ته رادانګلي وو او د هرڅه د مخه يې د دش انتن په خرڅلاو پيل كړى وو. زه نه پوهيږم چې خبري رسنيو دا عكسونه زمونږ د ولس د ددغه ناپوهه پاټكي د تشويق لپاره خپرول او كه نړيوال يې ددغه ملت د ليونتوب پورې  په خلاصه خوله خندا ته رابلل  ، په هرصورت هر څه چې وو وشول او له همغې شيبې راورسته بيا تلويزون ، راديو ، دش ، سي دي ګانو ، وي سي ارونو او ددغه خاندان نورو غړو ... زمونږ د ملت د بنسټيزو اړتيا په لومړۍ ليكه كې ځاى ونيوه ، د نړيوالې پرمختيا لپاره د امريكا د ادارې ( USAID) ډيرى پيسې همدې چارو ته تخصيص شوى او دا د هغوى مسلم حق وو ځكه بش خان خو خپله سرمايه د همدې لپاره لږولې وه ، د همدې موخې لپاره يې خپل عسكر افغانستان ته راليږلي وو او دا همغه ډيموكراسي او ازادي وه چې د طالب د چارواكۍ لاندې پراته افغان ملت ورته شديداً اړتيا لرله!!!( چې د زرونو ككرو دله منځه وړلو او زرونو كورونو د ورانولو  په بدل كې  بايد حتماً ترسره شوى واى) . كابل كې د ارمان راديو جوړه شوه او سمدلاسه يې د عشقې ګپ شپونو او سندرو په خپرولو پيل وكړ ، ورپسې د كليد اوونيزه خپره شوه او په لومړۍ پښتۍ يې د انجونو عكسونه خپرول او په منځ كې د ناكامو او كاميابو مينو د داستانونو خپرول پيل كړل او ترې راوروسته نو بيا د تلويزونونو او راديوګانو يو سيلاب رامات شو د ارمان ، كليد ، د ازادۍ غږ ،  سلام وطندار ، طلوع ، اريانا،  افغان ، ايينه ، لمر ، شمشاد ، اشنا ، ... تلويزوني او راديوي چينلونه فعال شول او ځنې نور چې لا د هګۍ څخه نه دي راوتلي  د فعاليت جوازونه په لاس د تلويزون او راديوګانو لپاره د اسمايي په غره د انتن د پايي لپاره ځايونه لټوي. دى كې شك نشته چې د يو قوم او ملت د ويښتابه لپاره دا ډيره اړينه ده چې اعلامي وسايل او خپرنيزې رسنۍ په كار پيل وكړي خو هرڅه له يوه پلوه خپله اندازه لري او له بل پلوه ملتونه د هندي سندرو په اوريدو او د طولسي سريال په ليدو نه راويښيږي بلكې دقيقې ارزونې ته اړتيا ده څو د ملت او قوم غوښتنې وپيژندل شي ، اړتياوې او ستونزې يې په نښه كړل شي او بيا د يو هوښيار طبيب په توګه ددغه ستونزو د له منځه وړلو او ويده استعدادونو د ويښولو لپاره مناسبې او وړ خپرونې انتخاب شي. زما موخه دا نه ده چې ګنې يواځې تلاوتونه او ترانې دې د تلويزون او راديو د برنامو مهال ويش ډك كړي بلكې  خپل مذهبي ، كلتوري آرونو او د ټولنيزو اړتياوو په نظر كې نيولو سره سره دې داسې متوازنې برنامې جوړې شي چې د ټولنې د هر پاټكي اړتياوي پوره كړل شي.دغه تلويزونونو او راديوګانو نه يواځې داچې د خپل ملت اړتياوې له نظره غورځولي دي  بلكې د پرديو د كلتور د خپرولو لپاره يې پوره هڅه او هاند پيل كړى دى چې دا ټول په خپل وار د ملت هر اړخ اغيزمن كوي . مونږ دلته  په عمومي ډول د تلويزونونو او راديوګانو اغيز پراولس او په ځانګړي ډول پرځوان نسل باندې د څيړنې لاندې نيسو:
تلويزون او راديوي خپرونې پر ځوانانو دوه ډوله اغيز لري:
1. مستقيمې اغيزې : د خپرونو د محتوياتود كيفيت او څرنګوالى پورې اړوند .
2. غيرمستقيمې اغيزې: د تلويزون او راديو د كتنې فعاليت پورې اړوند
پرته له دې چې د تلويزون د خپرونو كيفيت او څرنګوالي ته فكر وشي ( يعنې لومړۍ ډول اغيزې و څيړل شي) دا دوهم ډول اغيز يې هم ډيرې د اهميت وړ دي . ځكه چې اكثر وخت ځوانان خپل زيات وخت د تلويزون په كتلو او راديوپه اوريدلو تيروي چې همدا كار ځوانان له نورو ډيرو مهمو كارونو څخه اوباسې. لكه د مطالعې ، د نورو سره خبرې اترې او ګټوربحثونه ، دسپورت او تمرين كول ، او ترټولو مهمه د عباداتو څخه ( د تلويزونونو زياتره هغه خپرونې او برنامې چې ډير كتونكي لري د ماسخوتن د جماعت پروخت كې وي چې همدې كار په كابل او نورو ولاياتو په مساجدو كې د لمونځ كونكو كچه لاپسې ښكته كړى ده) . كه دقيقا محاسبه وشي ( لكه د اصلاح ملي په يو تيره ګڼه كې چې په دې اړه يوه مقاله خپره شوى وه) نو دا به له ورايه څرګنده شي چې د تلويزون او راديو بيكاره او مبتذلې خپرونې زمونږ د كاري ځوانانو څومره وخت ضايع كوي چې دا بيا په عمومي ډول د ملت په مجموعي كاري وخت څومره اغيز لري.
دامريكا د هاروارد د پوهنتون او ډان فاربر د سرطان د انستيتيوت د گډې څيړنې پربنسټ تلويزوني كتنو په امريكا كې لويې ستونزې رامنځ ته كړي دي . ددغې څيړنې مشر ډاكټر ګيري بينيت( Gary Bennett, PhD, of Dana-Farber's Center for Community-Based Research and the Harvard School of Public Health.)  وويل په څرګند ډول څومره وخت چې يو څوك د تلويزون په كتلو تيروي همغومره وخت دوي په فزيكي لحاظ سره كوم فعاليت سرته نه رسوي .
د ډاكټر بينيت څيړنه خو شايد د خپل چاپيريال په اړه وي خو كه مونږ خپلې ټولنې ته وګورو نو بيا هم ګورو چې زمونږ نوي ځوانان خپل وخت د تلويزون د هغه برنامو او پروګرامونو په كتلو تيروي چې هغه دوي ته هيڅ گته نه رسوي خو برعكس ددوى وخت ضايع كوي او دوى د ذهنې اغواتوب لور ته بيايي.
برسيره پردې  د تلويزوني كتنو په اړه  هغه څيړنه چې د امريكا په سياټل (Seattle) كې د Children hospital and regional medical center لخوا سرته رسيدلې دا په ډاګه كوي چې هر هغه ساعت ( شپيته ثانيي) چې يو كوچنې يې د تلويزون په كتو تيروي د( ADD) يا Attention Deficit Disorder د ناروغۍ خطر 10% لوړوي. 
دهمدې شفاخانې د درې وروستنيو څيړنو له مخې  په هره كچه چې د تلويزون كتنه زياتيږي په همغه اندازه د اكادميك فعاليت كچه راټيټيږي.
دغه څيړنه وايي چې ځوانان او كوچنيان چې په تلويزون كې څه ګوري هغه د دوى د حقيقي ژوند څخه ډير لري او لوړوي نو ځكه دوى د حقيقې ، علمي او ريښتيني ژوند نه لرى د خيالي ژوند او سهولياتو د لاس ته راوړو په چورتونو كې د عمل له ډګر څخه لرى كيږي.
 له بلې خوا څخه د تلويزون او راديوګانو د خپرونو څرنګوالى د ځوانانو په ژوند باندې نيغ په نيغه اغيزه كوي . د تلويزون د هغه سريالونو ، فلمونو او نورو برنامو په اړه چې زورزياتې په كې انځور شوي وي د ځوانانو په ژوند درې مهمې اغيزې لري:
د زورياتي د فلمونو او ډرامو په كتلو ځوانان اكثر د ټولنې د درد او كړاو په اړه به احساسه كيږي .
1. ځوانان او په ځانګړي ډول نوي ځوانان د خپلې نړۍ او چاپيريال په اړه د ويرې او ډار يو انځور اخلي
2. د زورزياتي د فلمونو كتونكي ځوانان اكثر همغه سلوك او روش خپلوي چې په دغه فلمونو كې يې ګوري او ترې اغيزمن كيږي.
زمونږ په ټولنه كې د هندې فلمونو اغيز تر دې پولې رسيدلى دى چې ځوانان د شپې كوم هندي فلم ګوري نو سبا بيا همغه لباس ، همغه اكتونه او كړه وړه او همغه راز ځان جوړونه مود ګرځوي. يو وخت د ټيټانيك فلم د ټولو ځوانانو پرسرونو خپل اغيز ايښودى وو د ټولو ويښتان د ټيټانيك د فلم د هلك په څير وو ، وروسته بيا د تيرې نام فلم راغى او يو ځل بيا ځوانانو د سلمانيانو او نيانو څخه د نوي مود غوښتنې پيل كړى .دا اوس د طلوع د تلويزوني چينل څخه د طولسي او امتحان زندګي په نوم سريالونه خپل راج چلوي . په ماركيټ كې د مير او طولسي په نوم رختونه او جامې ، په بازار كې د طولسي په نوم جاكتونه او د ټولنې په منځ كې د مير او طولسي پيښې هغه عام درسونه دي چې زمونږ وروسته پاتې ولس ورته سخته اړتيا لري او بايد د طلوع تلويزون دغه ستر خدمت سرته ورسوي!!!!!!
دا او دې ته ورته ډيرې پيښې هغه ترخه حقيقتونه دي چې مونږ ته دا په ډاګه كوي چې زمونږ په ټولنه كې اعلامي وسايل او خپرنيزې رسنۍ د دغه  جنګ ځپلي ولس د هغه خواږه وطن په وړاندې چې همدا اوس يې سلطه د پرديو په لاس كې ده څومره په خواخوږۍ او صداقت سره خپله دنده او وجيبه پرمخ بوځي.!!!
د پورتنۍ علمي څيړنو او خپلو ترخو واقعيتونو په رڼاكې كه ځيرشو نو وينو: په داسې حال كې چې زمونږ هيواد له يوه پلوه جګړو ځپلى دى  اواكادميكو څيړنو او فعاليتونو ته له بل هرچا زياته اړتيا لري او له بل پلوه زمونږ د ټولنې د عامو وګړو ژوند د يو نورمال انسان د ژوند ځخه ډير ټيټ دى په څومره شمير كې د تلويزوني او راديويي چنلونو ته اړتيا لري . اود دغه موجودووچنلونو چې د امريكا د نړيوالې پرمختيايي ادارې لخوا يې مالي ملاتړ هم كيږي برنامو ددغه ملت كوم درد دوا كړى دى ؟ ايا دا اوسنۍ روانې خپرونې به د دې ملت ځوانان راويښ كړي او كه به يې لا پسې د اباسين په څپو لاهو كړي؟ دا او دې ته ورته هغه پوښتنې دي چې ملت يې د حامد خان كرزي ، د اطلاعاتواو كلتور د ښاغلي وزير خان او نورو چارواكو د خولو څخه  د ځواب  اوريدو ته له ډير پخوا څخه ليواله دى.   هو ،كه زمونږ په شهيد پاله ټولنه كې له يوې خوا د داسې ترخو واقعيتونو شتون ويرونكى دى نو له بلې خوا د واك په ګدۍ د ناستو خلكو چوپتيا له دې څخه ډيره زورونكې ده .. له دې خوا د ملت د هوښيارانو چيغې او ګوت ځنډنې او.........له هغې خوا بيا مكمله خاموشي ،د ښكالو ، سينې اواز او حتى د ساه اخستنې  چوپتيا ده......هغه د يو شاعر په وينا چې :
                             سفر كې خاموشي ده په حضر كې خاموشي ده
                            اشنا زما د ژوند په هر ډګر كې خاموشـــــــي ده