
سخت دريزي ،بنسټ پالنه او د ترهګرۍ اصطلاحا ت د اسلام او مسلمانانو په هکله دومره ډير کاريږي چې نن ورځ څوک په ختيځ او لويديځ کې دانومونه واوري نو د هغى سترګوته چې کومه څيره دريږي هغه يا د يو فلسطينى ځان قربانونکى سره تړلې وي يا دبل کوم ازادي خوښي مسلمان سره. پدى شکلونو کې د يوبل سره ډير نزديکت ليدل کيږي . لباس ،شکل ،ږيره ،په سردستمال او کلاشنکوف پخپله ددى نومونو سره مخى ته راځي . د دى نومونو داوريدلو سره نه دايرلينډ په جمهوريت کې ديرش کلن مذهبى ليونتوب د چامخى ته راځي او نه د هسپانيې ،نکاراګوا او سرى لنکا د ځان قربانو نکواو ځان وژونکو شکلونه ، بلکه کوم تصوير چې ذهن ته راځي هغه فقط د مسلمانوازادي خوښو کسانووي .
که غور وشي نو دى ځاي ته په را رسيدوکې زمونږ په ذهنى سفر نږدى دوه پيړۍ تيرى شوې دي . پدى ښکاره اوږده موده کې اسلام او دمسلمانانو کلتوراو دين ديو سخت ، بد امنه ، وينه تويونکي او سختۍ خوښونکي دين په شکل وړاند ى شويدى .
( ددى دريځ په مقابل کې مسلمانان په درى ډلو ويشل شويدى ) د مسلمانو پوهانو يوه ډله عموماً د خپل ځان د دفاع په خاطر د بخښنى په غوښتلوسره خلکوته دا باور ورکوي چې داسلام دنوم نه معلوميږي چې اسلام دامن او سلامتيا مذهب دى چې فقط دخپل ځان د دفاع لپاره ئې جهاد جائز ګرځولى دى . دى خلکو دفاعي جنګ ته عامه بڼه ورکړيده او پدى ټينګارکوى چې اسلام د جنګ د پيلولو طرفدارنه دى .
ددى خلکوپه نظرداقسم جهاد هم ديو وخت لپاره وء و،نن ورځ د جهاد اطلاق فقط د زړه او نفس په تزکيه باندى کيږي او بس .
دوهم طرف سره دا فکر پيداشوچې د اسلام او د کفر مقابله فقط د تورى په څوکه اود ټوپک په خوله کيږي او بس، داسلام اودمسلمانانو په خلاف د سختۍ مقابله او دفاع فقط د قوت په استعمال سره کيږي ، لدى امله په هر حا ل کې د قوت استعمال ضروري دى ، او ددى قوت هيڅ حد نشته ، يواځې د مخالفى ډلى د جنګجويانو په خلاف نه بلکه دمخالفې ډلې هروګړى بايد په نښه شې ، پدى دليل چې که د جاپان ځان وژونکو په نوي دورکې د نړيوالې جګړې پرمهال د خپل ځان د قربانۍ په نتيجه کې د خپل وطن په عزت کې زياتوالى راوست نو نن داسلام د دښمن د نسکورولو لپاره د ځان وژنى لار اختيار ول ولى درست ندي ؟
د دى دوه نظرونو په مقابل کې يوبل نظر ميدان ته راغى ، کوم نظرچې د قران او سنت سره خپله رابطه جوړه کړه او په غير دکوم معذرت غوښتنى او په غير
دسخت دريزۍ څخه ئې داوغوښتل چې داسلام داساسي سرچينو څخه د دين حقيقت ښکاره کړ ى شي خصوصاً د اسلام د اصلاح او سمون پروسه او داسلام ټولنيز اونوښت راوستونکي اهداف د ى د قرآن او سنت دلارښوونو په رڼاکې ښکاره شي .
دا دريم نظر د سمون او اصلاح راوستني دهغه خوځښتونو (تحريکونو) دى چې په اوسنۍ عصرکې د اسلام دمالي ، سياسي ،ټولنيز او کلتورى کردار د ښکاره کولو لپاره منځ ته راغلي او غواړي چې د نظام دبدلون او د انصاف دقائمولو لپاره د اسلام په اصولو ولاړې ټولنى د جوړښت په خاطر دولت رامنځ ته کړي .
لويديځ لومړنى نظر نوښت ګر (Moderate) ،روڼ اندي او نرمي خوښونکى وبللواو اخرني دواړه نظرونه يې دخپل تنقيد هدف وګرځول .
سمون راوستونکي خوځښتونه چې ښکاره قانوني او امن خوښونکي خوځښتونه دي . ډيريې بنسټ پالى (fundamentalist) وګرځول شو، که حقيقت ته نظروشي نو دغه سمون راوستونکى خوځښتونه دخپلواهدافو ، کاري طر يقو او دبدلون راوستو د تصور له امله نه زاړه پالي دي او نه بنسټ پالي نو بيا لويديځ ولې دانوم ورپورى کړ ، څه علت دي چې نن د دنيا په کوم ځاى کې د اسلامي مالي نظام ، اسلامي کلتور ، اسلامى دولت ، اسلامي رسنيو ، اسلامي ټولنې او اسلامي قانون خبره وشي نو د لويديځ د پوهانو ، ژورنالستانو او بريښنايي خبري رسينو غږونه پورته شي او په غېر دکوم شک ا وتردد څخه د غو خوځښتونو او د هغه مشرتابه ته بنسټپاله وائي ، بلکه ددى څخه زيات دغه خوځښتونه سخت دريځه او سختي خوښونکي ګڼي . پد ى سوال د سوچ کولو څخه مخکې داخبره منل پکاردي چې څرنګه لويديځ په تيرو دونيم سوه کالو کې د استشراق (orientalism) يا ختيځ پوهني تر عنوان لاندي د ختيځ او په ځانګړي ډول د اسلامي ټولنو او مسلمانانو د ذهنونو د معلومولو لپاره د هغوى د تاريخ ،کلتور، ادب او عامو فنونو مطالعه کړيده ، مونږ په دغه طريقه په غور سره د لويديځ د ذهن معلومولو کوشش نه د ى کړى .
دغه سوال ته چې دغه نوښت ګراو سمون راوستونکي خوځښتونه ولى بنسټ پالي او سختي خوښونکي ګڼل کيږي د جواب ويلو څخه مخکې دا پيژندل په کا رد ى چه پخپله د لويديځ په ذهن کې د دى اصطلاحاتو څه معنى ده ؟
د دغه اصطلاحاتو معنى
د بنسټ پالنى اصطلاح په تاريخى او فکرى ډول په مسيحي ډلو کې د موندلو شوو عقيدو او رواجونو له امله منځ ته راغلى ، لدى امله په برطانيه کې په ١٨٢٨ م ميلادى کال د زريز (Millenariam) خوځښت د انګلستان په کليساکې خپورشو او په ځينو مسيحى ډلو مثلاً : Evangelicals او catholic Bret hen کې ئې ځاي وموند.
په کال ١٨٧٠ زيږيرديز (ميلادى ) کې د دى اثرات په امريکاکې ښکاره شول او د pentacostalist ، Presbyterian او Baptist کليساګانو وګړي په ډير تعداد په دى خوځښت کې ورګډ شول ، او ډيرزر داسى ادارى مينځ ته راغلى چې د هغى مقصدددغه خوځښت د عقيدى خورول وو.
داخللک د عيسى عليه السلام د بياښکاره کيدو په انتظاروو . ددوى داخيال وو چې church age(دکليسا دور) پيل شوى دى چې په دى کې به عيسى عليه السلام بيادنياته راځى ، ځينو بنسټ پالو دهغه د راتلو يو تاريخ هم مشهورکړ ، خو په دى شرط چې دهغه دراتلو څخه د مخه بايد د سليمان عليه السلام هيکل بياجوړ کړى شي ، چې دهغى لپاره د اسرائيلى دولت جوړول ضروري دي ،لکه چې دا ډله د اسرائيلي دولت د جوړولو ملګرې او بيرغ او چتونکي جوړه شوه .
د دوى يوه بنيادي عقيده چې دهغه له امله ورته بنسټ پالي ويل کيږي داهم وه چې : (( حق په خپل ځاى په الفاظوکې ساتلى شوى دى ، لدى امله د الفاظو معنى هيڅ کله نشي بدليدى او الفاظ په ژوند کې بدلون راوستى شي )).
د دى عقيدى نتيجه داشوه چې دى خلکو د بائبل لفظ لفظ د الله کلام وګاڼه او دانظر يې قائم کړو چې دبائبل دالفاظو کوم عقلي تعبير او تشريح نشي کيدى بلکه الفاظ چې څرنګه دي هغه شان ئې منل او لو ستل ضروري دي .
د دى خوځښت دريمه عقيده داوه چې هرنوى شى د نه منلو وړ او د عيسى ع د لارښودنو مخالف دى ، لدى امله د هرې نوې سائنسي مفکورې په خاص ډول د ارتقاء د نظريې مخالفت د دوى پيژندګلو وګرځيده .
دمسيحت د دى عقيدى له امله لا ئنل کيپلان (Lionel caplan)وائې چې مسيحى بنسټ پالنه په مسيحي پر وتستانو خصوصاً په غيبي عقيدو (charismatic) لرونکوکې په تيزۍ سره خوريږى .
دمسلمانانو لپاره د دې نوم استعمالول
د اسلام لپاره دا اصطلاح په او ل ځل په ١٩٥٧م کې د امريکى په يو مجله (مِډل ايسټ ژورنال ) کې استعما ل شوه او بياپه ورو ورو د هر هغه ډلى لپاره چې داوسني نظام پر ځاي د قرآن په اساس ټولنيز او سياسي بدلون غواړي استعماليدل شروع شو ، لدى امله مشهو بريطانوى ختيځ پوه منټګمرى واټ د بنسټ پالنى ترعنوان لاندى په خپل يو کتاب کې داخبره کړيده چې :
((د پخوانۍ زمانى په تصوراتو باندى په غيردکوم بدلون ، او په غيرد اوسنيو بدلونو د منلوڅخه عمل کولو ته اسلامي بنسټ پالنه ويل کيږى )).
ځينى ساده مسلمان پوهان ددى اصطلاح په اصلى معنى باندى د فکرکولو پرته فقط لغوي معنى ته په کتلو سره په جوش او جذبې سره وائې چې په اسلام کې ځينى لارښودنى بنسټيز شکل لري چې هغى ته بنيادي عقيده ويل کيږي ، لدى امله چې څوک په دغو عقيدو ايمان ولري نو هغه دى ځان ته په ډاګه بنسټ پالى وائي :
د مسيحى بنسټ پالنى په هکله چې مخکې څه وويل شو دهغى په اساس د بنسټ پالنى اصطلاح د دغومسيحى ډلو لپاره خواستعماليدى شي ، البته اسلام د ړندى عقيدى پرځاي هميشه په فکرى ډو ل د شيانو داصل په معلومولو سره د الله تعالى او دهغى دراليږل شوو لارښوونو او پيغمبرانو منلو ته بلنه ورکوي ، دالله ( ج ) د کتاب هرصفحه دعقل ،سوچ ،فکر ، پوهى ، يادونى ،لارښوونى ، ځان پوهونى او دحقايقو د معلومولو لپاره د عقل د استعمالولو ، او په پوره پوهى سره د الله ( ج ) د عبادت او بندګۍ کولو حکم ورکوي ، نو په کوم دليل اسلامي عقيدى ته ړنده او دعقل د ښمنه عقيده ويل کيږي ، سره لدى چې د بنسټ پالنى مقصد هم دادى چې دعقل داستعمال څخه پرته دى په پټو سترګو خبره ومنل شي . مسيحي بنسټ پالنه دعوه لري چې د بائبل الفاظ چې څرنګه دي هم هغه شان دى ومنل شي ، دهغى هيڅ تعبير او تشريخ نشي کيدى ( سره لدې چې مسيحى علماء هم دبائبل په اړه دا دعوه نه کوي چې هغه دى ټکى په ټکى د الله ( ج ) کلام وي ، پوهان نه بلکه که عام لوستونکي فقط د بائبل د بابونو په لړ ليدباندې نظر واچوي نو هغه به د بائبل د بيلو بيلو ليکوالانو څخه خبرشي ، چې هغوي د عيسى عليه السلام په هکله ليکنې په خپلو الفاظو کې کړيدي ) .
د دى په مقابل کې مسلمانو تفسير ليکونکو د قرآن کريم د حکمونو د تابعدارئ په اساس په بيلابيلو طريقو د قرآن کريم په آياتونو کې د سوچ او فکر په نتيجه کې په خپل تعبيراو تشريح سره د قرآن مجيد تفسيرونه ليکلي دي ، چاپه ادبي اړخ ، چاد بلاغت له نظره ،ځينو په فقهى او قانوني ډول ، چاد عقيدى او کلام په اساس ، او چا د دعوت اولارښوونى له نظره د قرآن کريم تفسيرونه ليکلي دي .
د ابن کثير،طبري ، بيضاوي ، زمخشري ، رازي ، طنطاوي ،طباطبائى ، مودودي او سيدقطب د نومونو سره د تفسير هرشاګرد اشنادى ، ددى تفسير ونو طريقه د يو بل څخه جلاده ، خو د دى سره عقلي پوهنه او دآياتونو توجيه او تشريح د ټولو ترمينځ شريک ټکى دى .
په پنځلس سوه کالو کې د سلګونو تفسيرونو مينځ ته راتلل د دى خبرى ښکارندوى دي چې د قرآن کريم دالفاظو د پو هنى ، تعبير او تشريح والاو ته په هغه معنى بنسټ پالي نه ويل کيږي ،کومه معنى چې د اروپا پوهانو ددى اصطلاح لپاره ايښې ده ، پدى شکل د زاړه پالنې او نوښت ترمينځ تضاد او مخالفت زمونږ د تاريخ ځانګړتياده چې د هغى پرته داروپاد تاريخ تصورهم نشي کيدى .
چې داسى نده نو بيا مسلمانانو ته د بنسټ پالو ويلومطلب څه دى ؟ په اصل کې د لويديځ اود هغوى پالل شوو مسلمانو پوهانو چې په کومو مفروضو دا رايه قائمه کړيده هغه په بنيادى ډول څلور دي:
اول : داچه اسلام د نورو مذهبونو په شان د عبادتونو ، رواجونو او مذهبي مراسمو يومذهب دى ، د ماده پرستۍ د کلتور په وخت کې هغه برخى چې يو وخت په دين پورې تړلې وې نن تش په نامه غيردولتى ټولنې هغه کارونه سرته رسوي ، پدغه اساس په ماده پرسته کلتور کې د مذهب شتون بى معنى ګڼل کيږي ، که دروحانيت نه متاثر يوکس د مذهب په ضرورت ايمان لري نو په ځانله ډول چې څه کوي هغه دى کوي خو ټولنيزو ،وسياسي ، قانوني ، او کلتوري کارونوته د مذهب د رنګ ورکولو حق نه لري .
دوهم : قرآنکرنم هم د بائبل په شان يو مذهبى کتاب دى او څرنګه چې د مسيحي بنسټ پالو په نظر په بائبل باندى عمل کول فقط دهغى لفظي تابعداري ده ، همدغه رنګ کوم خوځښتونه چې په قرآنکريم باندى د عمل کولو طرف ته بلنه ورکوي ، نو هغوي ته هم قياساً بنسټ پالي ويل کيږي.پدى لحاظ سره نه يواځى دلويديځ نامسلمانه ختيځ پوهان په غلطه دي ، بلکه د نوښت دعوه لرونکي مسلمانان هم ددى غلطۍ په خورولو کې شريک دي ، حقيقت دادى چې د قرآنکريم او بائبل مقابله او موازنه په هيڅ ډول سمه نده ، ځکه چې قرآنکريم د الله تعالى کلام دى او د عيسوى عقيدى له مخى عيسى عليه السلام پخپله دالله تعالى کلام دى ، د قرآنکريم مصنف پخپله الله تعالى دى ، او بائبل په بيلابيلو وختوو کې انسانى ليکوالانو ليکلى دى ،لدى امله د بائبل (٢٧) اوويشت بابونه جلاجلا ليکونکوته منسوب دي ، خو ددى په مقابل کې قرآن کريم داو ل څخه ترآخره پورى د الله تعالى کلام دى چې نه پکې د يو حرف زياتى شته نه کمى ، قرآن کريم په غير د کومى واسطى څخه د الله تعالى کلام دى چې د حفظ او ليک په شکل ساتلى شويدى .
بله داچه قرآنکريم طرف ته بلنه د يو فکر ، سوچ ا وپوهى طرف ته بلنه ده ، دا دعوت د قرآنکريم د لفظى تابعدارۍ پرځاى د قرآنکريم په حکمونو او اصولو د پو هى او په هره زمانه کې په ټولنى باندى د دغه حکمونو د عملي کولو طرف ته بلنه ده .
دريم: د اسلامي خوځښتونو لخوا چې د اسلامي نظام د عملي کولو ، يا داسلامي دولت د جوړولو کومه خبره کيږي هغه په حقيقت کې د تيوکراسۍ( د مذهبي اشخاصو واکدارۍ) طرف ته دعوت دي کوم چې لويديځ تر يو وخت پورې دويرى لاندي ساتلى وؤ ، لدى امله په نوي دور کې ددغه نظام قائمول د نړۍ امن ته لويه خطره او سترګواښ دى ، نو پدې اساس کوم اسلامي تحريکونه چې د اسلامي دولت قائمولو کوښښ کوي ، ددوي په نظر نسبت پالي او سخت دريزه تحريکونه دي .
څلورم : اسلامي خوځښتونه د زاړه پالنى طرفدار او د نوښت د ښمنان دي . ددى په مقابل کې د لويديځ پوهان د نوښت (Modernism) څخه هم يو قدم مخکې د نو ښت څخه دوروسته (post Modernism) خبرى کوي ، او کوم خلک چې د مسلمانانو د بيا ژوندي کولو بيرغ او چتونکي دي هغوى د خلافت او دنبى عليه السلام د زمانې خبرې کوي ، چې دا کار د لويديځ له نظره زاړه پالنه ده ، خو ديو ګډى عقيدى په شکل اروپائى پوهان خپل حياتي ، ټولنيز ،سياسي او کلتو ري نظام د نو ښت حقيقي نمونه ګڼي، پدى اساس چې ترڅو پورې نورقومونه دغه لويديځ وال نوښت قبول نه کړي نو هغوى پردى او په کلتورى لحاظ ئي د خپل ځانه څخه ټيټ بولي ، لکه چې داخبره هن ټنګټن په ښکاره کوي چې (( هرکله چې مسلمانان د لويديځ نمونه خپله کړي ، هله به دوى په ساينسي ډول مخکې او دوى به پرمختګ وکړي ))يعنى ترڅوچې مسلمانان د لويديځ کلتور خپل نه کړي نو ترهغى د مسلمانى نړۍ په ساينسي او مالي ډول د مخکې تللو هيڅ امکان نشته او هم به د پرمختګ په سيالۍ کې د نورو څخه شاته پاتى وي .
دمالي کمزورۍ په استدلال سره د لويديځ پوهان د عوه کوي چې مالي کمزورۍ او مذهبى ليونتوب په خپل مينځ کې ژورې اړيکې لري ، او دمسلمانانو مالي کمزوري ددى سبب کيږي چې دوى د مذهبي سخت ګرايۍ په واسطه د لويديځ په خلاف قهرته مجبوره شي .
د پانګوال نظام د ساتندويانو داخيالونه د کارل مارکس د مخالفت د نظريي سره سمون خوري ، ځکه چې د هغى د فکر بنياد هم داوو چې : دمزدور د محرومۍ احساس او مذهب د يو چل په شکل د دوى په خلاف استعمالول په ټولنه کې مخالفت او بدبيني پيداکوي .
ددى نظر په مخکې وړلو سره د هن ټنګټن له انده نه فقط دا چه د محرومۍ داحساسولو په نتيجه کې سختي او بنسټ پالنه پيدا کيږي بلکه دده په نظر پخپله داسلام لارښوونې ددې اختلاف ، نفرت او بد بينۍ د پيداکيدو سبب دى ، دى وائي چې :
The underlying problem for the west is not Islamic fundamentalism. It is Islam, a different civilization...
د لويديځ لپاره سترګواښ اسلامي بنسټ پالنه نه بلکه پخپله اسلام او دهغى جلا تمدن دى ، چې خلک د خپل کلتور برلاسۍ ته هڅوي .
د سختۍ خوښونې او بنسټ پالنې اصلي اسباب
يواځي په مسلمانه نړۍ کې نه بلکه هرځاى کې چې د سختۍ خوښونې خوځښتونه رامنځ ته شوي نو دهغى شاته لوى او ښکاره تاريخي سببونه شتون لري چې په هغې کې لاندى اوو سببونو ته ترټولو مهم ويلى شو .
١- سياسي استعمار،ظلم او د آزادۍ څخه محرومول
لويديځ وال غيرديني وي او که مسلمان بادشاهت او آمريت ، کله چې هم د انسان اساسي حقونه لکه : نفس ، عقل ، دين ، عزت ، او مال په نښه کړى شي ، وګړي د هغوي له حق څخه محروم شي نو په طبيعي ډول سختي خوښونه مينځ ته راځي .
په فلسطين کې که دامريکااو بريطانيادسوري لاندى د اسرائيلو ظلم او زياتى وي او هرکله او هرځاى چې انسانان د هغوي د حقونو څخه محروم کړل شي د هغوى ځان ، کور، کورنۍ ، خپل خپلوان ،مال ، ژوند او کلتور تباه او برباد کړل شي نو په مقابل کې يي افراطيت او زورخوښونه رامينځ ته کيږي ، د ظلم په مقابل کې د پيداشوي زوراو سختۍ مخه د انسان په تاريخ کې نه په طاقت او قوت سره نيول شوې او نه به ونيول شي ، دا کيدى شي چې د لږوخت لپاره په مظلومو انسانانو ظلم وشي او هغوى په ځمکه کې کمزوري وګرځول شي خو د تروريزم په نتيجه کې د هغو د منځه وړل ممکن نه دي ، تروريزم فقط د تروريزم د پيداکولو او زياتو لو سبب دى ، امن او سلامتيا هيڅکله نشي راوستى .
٢- فقر ، لوږه او د انصاف څخه محرومول
په انساني تاريخ کې داسى ټولنې مينځ ته راغلي چې هلته فقر وي ، لوږه وي بلکه عدل موجود وي ، خو داسى هيڅ کله ندي شوي چې انصاف دى نه وي او بيادى دغه ټولنو په امن ، سلامتيا او حفاظت ژوند کړى وي ، کله چې هم يو قوم د عدل او انصاف څخه محروم کړى شي ، په نتيجه کې په هغه ټولنو کې زور او سخت دريزي پيداکيږي.
٣- سياسي غلامي
د سختۍ او زور خوښونى يو سبب د يو سياسي چاپيريال نه موجوديت دى ، سياسي آزادي د پښو لاندى کول ، د سياسي آزادۍ څخه محرومي خلک په عسکري سختۍ خوښوني باندى مجبوروى ، او دغه محروم خلک د ظالمانه سياسي غلبې د له مينځه وړلو لپاره هرقسم وسائل استعمالوي ، ډيروخت عسکري بدلونو نه او ولسي انقلابونه د سياسي زور او ظلم په مقابل کې مينځ ته راځي .
٤- ټولنيزه او اقتصادي غلامي
ټولنيزه او اقتصادي غلامي او بى انصافي محروم او بى چاره خلک د قوت په وسيله د خپلو حقونو لاسته راوړلو ته هڅوي ، او د ټولنى په بيلابيلو طبقوکې د سختۍ دوسائلو استعمالول رواج کيږي ، ددى خوځښتونو مخه نيول په قوت سره نه کيږي ، ترڅو چې د سختۍ اسباب له مينځه لاړ نه شي .
٥- ثقافتي حمله
دهرقوم جلاکلتور او تهذيب وي ، چې د دغه قوم د عزتمند ژوند تيرولو وسيله وي کله چې هم يو قوم د هغى د کلتور او اخلاقي قدرونو څخه محروم کړى شي په هغوي باندى خارجې کلتور مسلط کړى شي نو په مقابل کې ئې سختي او زور خوښونه مينځ ته راځي .
په الجزاير کې د فرانسې استعمار د يو نيم سل کالو پورې د هغه ځاى د خلکو د کلتو ر او تهذيب پرځاى خپل کلتور مسلط کړ . چې په اخرکې د الجزائر ازادي خوښونکي خوځښت د غلامۍ پړى د خپلى غاړى لرى کړ ، خو فرانسې د قوت داستعمال سره د دغه خو ځښت مخه ونشوه نيولى ، کلتوري او تهذيبي حمله چې هرکله او هرچيرته وي ، د هغه په مقابل کې خلک پاڅون کوي .
٦- ازادي خوښوونکي جهادي خوځښتونه
د انسان تاريخ پدى ګواه دى چې کله هم د آزادۍ خوځښتونه د اوږدې مودې پورې ټکول شوي دي ، د دى سره زور خوښونه او سختي خوښونه ډيره شوې ده .
د اسلامي هيوادونو مثالونه زمونږ مخى ته دي ، د اوږدى مودى د کوشش سره هم چې نتيجه لاس ته رانشي نو د آزادۍ خوځښتونه د سختۍ په استعمال شروع کوي .
٧- له لاس څخه د نور څه نه ورکولو احساس
کله چې د خارجي استعمار حمله او په داخل کې د چارواکو ظلم او زياتى د حد څخه واوړي ، او يو کس ګوري چې د ده مخې ته دده مور ، پلار ،ورونه ، خويندې ووژل شي ، د هغه کور وسوزل شي ، د هغه فصل او باغونه تباه کړى شي ، تردى چې د هغه مالداري هم د مينځه لاړه شي ، نو دغه کس بيافکر کوي چې دده سره نور څه پاتې دي چې د لاسه به يې ورکړي ؟ نو دغه احساس دى مجبور کړي ترڅو ظالم او وينه تويونکې ډله ، دهغه فوج او دهغه ادارى تباه کړي ترڅو خپله سينه پرې يخه کړي .
دا واقعه که په الجزائر کې وى که په عراق کې ، په فلسطين کې وي اوکه په سريلنکاکې په چيچنياکې وي او که په بل کوم هيوادکې ددى هرڅه مسئوليت په ظالم او وينه تويو نکي باندى دى .
دلته دا خبره هم ښکاره کول په کاردي چې هغه سخت دريزي چې فقط د ورانکارۍ او قانون د ماتولو لپاره وي ، او دقوت هغه استعمال چې د انسان د حقونو د حفاظت او د انساني او جمهورى شرافت او عزت د ژوندى ساتلو لپاره وې ، دوه جداشيان دى.
داخبره ملګرو ملتونو هم منلې ده ، لدى امله په ١٩٨٧م کال کې مقررشوي کميسون د اسفارش وړاندى کړى ووچې ترهګري . او د آزادۍ لپاره جنګ او کوشش دوه جداشيان دى چې ديو بل سره يوځاى کيداى نشي .
دا خبره دى پټه نه وي چې د ظلم ، د حقونو دتر پښولاندى کولو ،زياتي او جبر علاج د هغې څخه په زيات ظلم او زياتي باندې نه کيږي ،که دا ومنل شي چې صدام حسين د امريکاپه مرسته په کرُدانو باندى زهرجن ګاز استعمال کړى وُو او دامريکاپه ملاتړ يې په خپلو خلکو ظلم کولو ، خو آيا د دغه ظلم په مقابل کې په سوونه چنده زيات ظلم او ترهګري کول ، چې بُش د عراق په مظلوم ولس باندي د ظالمانه يرغل او د اشغال په شکل کې کړيدى ، په هسپتالونوکې پراته مريضان ،په يتيم خانوکې او سيدونکې يتيمان او په ښوونځيو کې شاګردان ووژل شو، دا کار په عراق کې امن او سلا متيا راوستلى شي ؟
د سخت دريزۍ او ترهګرۍ علاج په نابيناقوت سره نشي کيدى،د مسئلو او معاملاتوحل ، د حقونو ورکول او داشغال ختمول د ترهګرۍ علاج دى .
د خلکو د حقونو د پښولاندى کول که د خارجي اشغالګرله خوا وي او که دداخلي بي واکه حکومت او فوځ لخوا، ترڅوچې عام خلک ددغه ظلم څخه خلاص نه شي ، نو دهغوى حقوق هغوى ته نه ورکول کيږي او ترڅوچې هغوي ته خپل حقوق ورنکړل شي نو سخت دريزي او ترهګري له منځه نه ځي .
په دنياکې به داسې بې عقله خلک کوم ځاى وي چې هغوى ته ټولى انساني اسانتياوې برابرې وي ،په سياسي ،مالي ،ټولنيز او کلتوري حقونو باندى څه پاپندي نه وي ، دهغوى پټي په فصلونوډک وي ،دهغوي په کورونو کې د تعليم رڼاوي او بيادى هم هغوي په سينې پورى بم تړي او په کوم بازارياد فوځ په کوم ځاي کې دى ځان ووژني ؟
پدى حالا تو کې د اسلامي خوځښتونو کارته زيات اهميت ور په برخه دى ، په کارده چې دوى په اسلامي هيوادونو او ملتونو کې د يو والي ، دحقونو د لاسته راوړنى ، دسياسي ،مالي ،ټولنيز ى او کلتورى خپلواکۍ د ساتنى او دملت د پراخه ګټو لپاره د عامو خلکود فکرونو بيدارولولپاره کار وکړي ، دمسلسلو تعليمي او روزنيزو پروګرامونو په وسيله داسې افراد تيارکړي چې د خپل نفس د غلامۍ څخه ووزي او خپلې ټولې ګټې دالله تعالى په رضاپورې وتړي ،چې د پايلو څخه بى پروا په خپل اصلي موقف باندې ولاړ وي ،د آخرت د کاميابۍ په خاطرد دنياګټې شاته وغورځوي، ترڅود يو منظم او مقصدلرونکې کوښښ برخه وګرځي . چې دهغې په فکر او عمل کې تضاد نه وي چې دهغوى عمل او کار پاک او دالله تعالى د بندګۍ ښکارندوى وي .
دا مسلسل کوښښ د قرآنکريم او رسول الله صلى الله عليه وسلم د سيرت د سيورى لاندى کيدى شي ، پدي سفرکې راتلونکى هرمنع کوونکى شى او ددي لارې هرازغى د حق د مسافرو د سفر په شوق کې نورهم زياتوالى راولې او د ظلم او زياتي تورې وريځې د يوى لمحى لپاره هم د دغې قافلې د سترګو او زړه رڼا ختمولى نشي ، بلکه د تيارې زياتوالى ددغه قافلې د زړونو د رڼا په لمبه کې کله لس چنده او کله سل چنده زياتوالى راولي .
قرآنکريم رښتياويلي )) که چيرته دوى شل صبرکوونکې کسان وي نو په دوه سوه باندې به برلا سي شي ((.
دا جهاد د ژوندپه هره برخه کې د طاغوت په مخ نيوي او دنيکۍ په وسيله د بري په له منځه وړلو سره کيږي ،د هدايت ليږونکي داوعده او طريقه ده چې نيکي د بديومخه نيولى شي .
د اسلامي خوځښتونو مقصد په فوري اوعاجلې کاميابۍ پوري تړلى نه دى ، ځکه چې داخوځښتونه دانساني ژوند د هميشنۍ او پوره کاميابۍ لپاره مينځ ته راغلي چې دا به په توازن او ميانه روۍ سره
د دين په کارکې نه دسستۍ څخه کاراخلى او نه به د لنډې کاميابۍ لپاره خپل اصلي مقصدله لاسه ورکوي .
خبره که دسخت دريزۍ وي او که دبنسټ پالنې ، داسلامي خوځښتونو موقف د زاړه پالنې پرځاى د قرآن کريم او سنت محمد(ص ) څخه لارښوونه اخيستل دي چې د قرآن کريم او سنت محمد (ص ) په رڼاکې د اجتهاد په لاره ځي ،کوم اسلامي خوځښتونه چې د اجتهادعمل جاري ساتي د هغوى لپاره د رسول الله ( ص ) فرمان دى چې که د دوى اجتهاد سمه نتيجه ورکړي نو دوه اجره دي او که د انساني کمزورۍ په وجه دوى په اجتهاد کې خطاشول نو يو اجر خويې دلاسه نه ووزى .