
شاعر کمال الدين برکي
اپر کاڼی ګرم جنوبي وزيرستان ايجنسي ازاد قبايل
وو دسترګو تور زمونږ، دړکن مو د ځيګر کاکا
خدايه وره وه رحمت ته په صنوبر کاکا
فکر ئے بلندوو شير په شان ئے ژوند وو
کور د ده کږه وياله قوم نه دے مومند وو
توره او قلم لاس کښے، وو مے دا بهادر کاکا
خدايه وروه رحمت تل په صنوبر کاکا
زوئی د فراز خان وو ښه سياستدان وو
ډېر ښه مجاهد وو ښه فخرافغان وو
صرف زمونږ نه وو، وو دلر او بر کاکا
خدايه وره وه رحمت تل په صنوبر کاکا
دا د ده پر چار وو، خوار غريب ئے يار وو
خوښ ترئے زميندار وو، تنګ ترئے جاګردار وو
قيد او بند تېرکړے، ما او ستا پر سر کاکا
متبلغ و خطيب وؤ، خوښ ځان عندليب وو
دهر چا زړه ته ګران وو ښه ليکوال و اديب وو
فخر کوو مونږ ځکه نن په دانشور کاکا
خدايه وره وه رحمت تل په صنوبر کاکا
بد مے فرنګيان شي څوک ئے چي دوستان شي
سر ترينه چپه کړئی هغه خائنان شي
دا زمونږ پيغام وو تل د زوراور کاکا
خدايه وره وه رحمت تل په صنوبر کاکا
نن برکی کمال، خدای ته کړم دا سوال
بياټول پښتون يوکړے، يو کړے زمونږ خيال
کړه په نقش قدم روان مونږ د خپل رهبر کاکا
خدايه وروه رحمت تل په صنوبر کاکا