
په افغانستان كې چې امنيتي ستونزې موجودې دي، د امنيت كلمه ډېره استعمالېږي، خو مونږ په دې ليكنه كې په خوراكي امنيت خبرې كوو. دا اصطلاح له ډېرې مودې راهيسې د خوراكي موادو د تامين په معنا راوړل كېږي. په دې وروستيو كې چې په نړۍ كې د خوراكي موادو بيې په چټكۍ سره وختې، د خوراكي موادو د تامين موضوع يو ځل بيا د نړۍ د اقتصاد او زراعت د څېړونكو توجه جلب كړه. نن سبا كه مونږ د نړۍ د كابو هر هيواد مطبوعات ولولو نو په دې اړه به ډېرې ليكنې ولولو. افغانستان يو هغه هيواد دى چې د خوراكي امنيت په اړه ډېرې ستونزې لري. په نړۍ كې د غذايي موادو ناڅاپي لوړېدو زمونږ خلك له يوۀ جدي بحران سره مخامخ كړي دي، مګر زمونږ په خپروونو او تحقيقي مراكزو كې متاسفانه په دې باره كې جدي بحثونه نۀ دي پيل شوي.
په دې ليكنه كې زۀ غواړم د خوراكي امنيت په موضوع له درې اړخو خبرې وكړم:
يو، خوركي امنيت څه ته وايي او ابعاد يې كوم دي؟
دوه، په نړۍ كې د خوراكي موادو اوسنى حالت څنګه دى او په دې ارتباط د موجود بحران علتونه څه دي؟
درې، افغانستان بايد له دې بحران سره څه وكړي؟
خوراكي امنيت پنځۀ بعدونه لري:
۱- د غذايي موادو شتون: كله كله په بازار كې د خوړو توكي بلكل پيدا كېږي نه. دغسې حالت د خوراكي موادو د امنيت تر ګردو بحراني حالت دى. له نېكه مرغه افغانستان له دغسې وضعيت سره نۀ اوس مخامخ دى او نه په ډېرو بدو حالاتو كې مخامخ شوى وو. حال دا چې په نوره نړۍ كې په تېره بيا د جګړو په كلونو كې ډېر ځله داسې شوي دي چې په بازار كې خواړۀ نۀ پيدا كېږي.
۲- خوړو ته لاسرسى: كله كله په يوۀ ملك كې غله دانه موجوده وي خو د لارو د خرابي په علت او يا د واورو د ورېدو يا نورو حوادثو په علت يو شمېر خلك خوراكي موادو ته لاسرسى نه لري. په افغانستان كې كله كله په ځينو سيمو كې دا ستونزه رامنځه كېږي خو په وروستيو كلونو كې د لارو د وضعيت بهتري دغه مشكل كم كړى دى. البته په وروستيو كلونو كې د نړۍ په آب وهوا كې ناڅاپي تغييراتو دا ويره پيدا كړې ده چې ممكن په ځينو غرنيو او صعب العبورو سيمو كې لارې بندې او تګ راتګ مشكل شي . همدا وجه ده چې ډبليو، اف، پي ( د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام) د ژمي تر را رسېدو د مخه له بېوزلو افغانانو سره په خوراكي مرستو ټينګار كوي.
0) ۳- د خوړو د اخيستلو وس: په يو ملك كې به خواړۀ پريمانه وي، په هره ولسوالي او هر بازار كې به خواړه پيدا كېږي خو خلك به دومره بې وسه وي چې د اخيستلو قدرت به يې نۀ لري. افغانستان همدا اوس له دې بحران سره مخامخ دى. په تېره يوه كلنه موده كې د خوراكي موادو ډېرې قيمتي د هغو كسانو شمېر خورا ډېر كړى دى چې د غنمو په څېر ډېر ضروري خوراكي مواد نه شي پېرودلاى.
۴- د زيرمه ځايونو شتون: په يوۀ ملك كې د خوراكي موادو د امنيت يو اړخ دا هم دى چې په نوموړي هيواد كې د خوراكي توكو لپاره د زېرمې او ذخيرې ځايونه او په دغو ګودامونو كې د اضطراري وخت لپاره مواد شته او كنه. افغانستان له دې اړخه هم ډېر مشكلات لري. كه زمونږ په ګاونډي هيواد پاكستان كې كوم بحران پيدا شي او يا بله داسې ستونزه پيدا شي نو مونږ په خپل هيواد كې داسې ځايونه نلرو چې د اضطراري وختونو لپاره غله دانه پكې زېرمه كړو . حال دا چې د دنيا اكثره هيوادونه دغسې زېرمه ځايونه لري او دا سې ګودامونه د خپلو خلكو د خوراكي امنيت لپاره ضروري بولي.
۵- د تغذيې له نظره د خوړو اهميت: په يوۀ ملك كې ممكن د خوړو كمى نۀ وي او خلك يې هم د خوړو د اخيستو وس ولري خو بيا هم شايد ګڼ خلك په تېره بيا ماشومان په خوارځواكۍ مبتلا او سو تغذي وي. كه د خوراكي تامين دا اړخ په نظر كې ونيسو نو ويلى شو چې افغانستان له دې نظره هم د خوړو امنيت نلري. همدا اوس په لكونو ماشومان تر دې حده خوارځواكه دي چې حتى په رواني او ذهني لحاظ سمه وده نه شي كولى او دا د ټولنې د ايندې لپاره بده خبره ده. له واقعي تغذيې څخه منظور يوازې د ګېډې مړول نۀ دي بلكې دا هم دي چې خلك داسې خواړۀ وخوري چې خوراكي كيفيت يې لوړ وي او د دوى د بدن اړتياوو ته ځواب وويلاى شي.
د خوړو امنيت د هيواد ، افرادو او اقشارو په كچه فرق كوي. په افغانستان كې چې اوس يوه ډوډۍ په لس افغانۍ ده، هغو كسانو ته يې اخيستل مشكله نۀ دي چې ډالري معاش لري مګر د عادي مامورينو په ژوند يې ډېر بد اثر كړى دى. دغه راز د كورنيو دننه زمونږ كلچر متاسفانه داسې دى چې د ماشوم تغذيې او يا د اميندوارې مور تغذيې ته لازمه توجه نه كوو. په افغانستان كې داسې ډېرې كورنۍ وينو چې د كورنۍ په حيث خوراكي امنيت لري مګر په هماغه كور كې بيا د ناوړو دودونو په علت ځينې كسان لازم خوراكي امنيت نلري. ماشومان چې سريع وده كوي او دغه راز اميندوارې ميندې چې ماشوم يې په ګېډه كې وي، د عالي كيفيت مغذي خوړو ته اړتيا لري، مګر متاسفانه په ګڼو كورنيو كې دغه اړتيا ته اهميت نه وركول كېږي. په ډېرو كورنيو كې هغه نارينه چې پيسې ګټي، ممكن په اونۍ كې څو ځله په بازار كې ښۀ خواړۀ وخوري. دغه سړى كه په بازار كې ډوډۍ ونۀ خوري، كولاى شي چې په هماغه پيسو د كور د ټولو غړيو خوراكي ضرورتونه پوره كړي، مګر دا كار نۀ كوي.
نړۍ په تېرو شپېتو كلونو كې په زراعت كې ډېره زياته ترقي كړې ده. هغه څه ته چې شين انقلاب وايي، له همدې زمانې سره تعلق لري، مګر له ټولو پرمختګونو سره سره لوږه نه ده ختمه شوې. د نړۍ د خوړو او زراعت د سازمان ( اف، اې، او ) له اټكلونو سره سم په اوسنۍ نړۍ كې په هرو دريو كسانو كې يو كس په خوراكي لحاظ پوره امنيت نلري. د نړيوال بانك يوه احصاييه وايي چې په تېرو څو كلونو كې په نړۍ كې د خوراكي موادو بيې په مجموع كې دوه برابره شوې دي او د ځينو مهمو خوراكي اقلامو بيې خو ان تر درې برابرو پورې هم ختلې دي. د مثال لپاره به وريجې يادې كړو. وريجې د نړۍ د كابو نيمو خلكو د خوړو يو مهم توكى دى او د اسيا په ځينو سيمو كې خو خلك سهار، غرمه او ماښام درې واړه وختونه وريجې خوري. د وريجو متوسطه بيه تر تېر كال پورې في ټن په درې سووه ډالرو وه، مګر دغه بيه د روان كال په اپريل كې د يوۀ ټن لپاره زر ډالرو ته وخته. كه څه هم لږ وروسته د نوي حاصل په اخيستلو سره د وريجو قيمت راپريوت او في ټن اووۀ سووه ډالرو ته ورسېد مګر بيا هم د تېركال په نسبت د وريجو د بيې اوسط تر دوه برابره ډېر شوى دى.
د نړيوال بانك له يوۀ وروستي راپور سره سم، همدا اوس په نړۍ كې كابو يو سلو پنځوس ميليونه كسان له شديد خوراكي بحران سره لاس وګريوان دي. د خوړو د بيو د اوسني بحران علتونه څه دي؟
په تېر يو كال كې د زراعت او اقتصاد څېړونكو په دې باره كې ډېرې ليكنې كړې دي چې د هغو د څېړنو خلاصه دا ده:
په تېر يو، دوه كاله كې د خوراكي موادو د بيو د ختلو يو لوى علت د تېلو د بيو له لوړېدو سره تعلق لري. تر څو كاله پخوا پورې د تېلو د يوۀ بېرل بيه شل ډالره وه خو په تېرو مياشتو كې د في بېرل تېلو بيه يو سلو شل او ان يو سلو څلوېښت ډالرو ته هم وخته. د تېلو د بيې د زياتېدو په وجه د خوراكي موادو انتقال قيمته شو او له بلې خوا د هغو اوبو بيه زياته شوه چې د واټرپمپ په ذريعه كروندو ته رسېدلې. د تېلو د بيې له زياتېدو سره كود هم قيمته شول. لنډه دا چې د زراعتي محصولاتو توليد د پخوا په نسبت له بزګرانو څخه ډېر مصارف وغوښتل.
څرنګه چې د زراعت په كاروبار كې فايده كمه وه نو په تېرو څو كلونو كې د نړۍ حكومتونو او نورو منابعو په زراعت كې ډېره لږه پانګه لګولې ده. د پانګونې كمى د زراعتي توليداتو د زياتېدو يو لوى عامل دى. كله چې د توليد وده د تقاضا په اندازه نۀ وي طبعا بيې خېژي.
د زراعتي محصولاتو د زياتېدو په مخ كې يو بل خنډ د كروندو د خاورو سولېدل او د كيفيت ټيټېدل بللى شو.
د زراعت زمكې د كورونو او فابريكو په زمكو باندې بدلول د زراعتي توليداتو د كمي يو بل علت دى. دا ستونزه په افغانستان كې هم ډېره ده. متاسفانه د دې هيواد په ځينو ولايتونو كې بهترينې زراعتي زمكې درګرده په ښاري مېنو بدلېږي، چې دا د هيواد لپاره لويه تباهي ده. د افغانستان حكومت ته پكار ده چې د دې جريان د مخينوي لپاره ژرتر ژره لاس پكار شي.
په وروستيو كلونو كې د اقليم بدلېدو له يوې خوا د زراعت لپاره اوبه كمې كړې او له بلې خوا يې هوا تر پخوا توده او كله كله بې وخته سړه كړه چې په نتيجه كې زراعتي توليداتو ته لوى تاوان ورسېد.
د نړۍ د نفوسو زياتوالى د خوراكي بحران يو بل علت دى. په تېرو دېرش څلوېښت كلونو كې چې صحي خدمات تر پخوا څو چنده عام شوي دي، د نفوسو وده هم زياته شوې او په نتيجه كې خوړو ته تقاضا زياته شوې ده.
ماهران او څېړونكي د خوراكي موادو د بيو د چټكې ودې يو بل علت هم مهم ګڼي. دوى وايي چې په تېره لسيزه كې چين او هند خورا چټكه اقتصادي وده كړې ده. دې ودې په دغو هيوادونو كې چې د دنيا درېېمه برخه خلك پكې اوسي، د خلكو پيرود وس يعنې د خريد قدرت لوړ كړ. دې لوړېدا د دې وطنونو خلك وهڅول چې تر پخوا ښۀ او ډېر خواړۀ وخوري او په دې ډول تقاضا زياته شوه.
په وروستيو كلونو كې د خوراكي موادو د بيو د لوړېدو يوه بله لويه وجه، له زراعتي توليداتو څخه د تېلو په ځاى د انرژي په توګه استفاده ده. همدا اوس په امريكا كې د جوارو د توليد يوه لويه برخه د ايتانول د جوړولو لپاره پكاريږي. له ايتانولو څخه بيا د تېلو په ځاى كار اخيستل كېږي. په وروستيو كلونو كې چې د تېلو بيې خورا لوړې شوې، نو په انرژي باندې د كرنيزو پيداوارو بدلېدو ته هم تمايل زيات شو. دا تمايل مخ په زياتېدو دى چې په نتيجه كې د خوړو توليد ورسره كم شوى دى. د ملګرو ملتونو د يوې احصاييې مطابق د نړۍ د خوړو زېرمې په تېرو پنځۀ ويشت كلونو كې هيڅ وخت د سږ كال په اندازه نۀ وې كمې شوې.
دغه علتونه چې په نړۍ كې د خوړو د بحران سبب شوي دي،په افغانستان كې هم د خوراكي موادو د توليد له كمېدو او د بيو له لوړېدو سره ارتباط لري. خو سوال دا دى چې افغانستان بايد له دې بحران سره په مقابله كې څه وكړي؟
يو، په تېرو څو كلونو كې چې په افغانستان كې بيا رغاوونه پيل شوې ده، زراعت ته نسبتا كم پام شوى دى. اكثره افغانان كليوال دي او له يوې احصاييې سره سم، اوس هم تر شپږ اويا فيصده ډېر افغانان په كليو كې اوسي. د دغو كليوالو د ژوند اصلي دار مدار په زراعت ولاړ دى. خو كه د بيا رغاوونې بودجې ته وګورو نو ډېره وړه برخه د زراعت احيا او انكشاف ته بېله شوې ده. تر هر څه ړومبى خو دا پكار دي چې د فغانستان حكومت د زراعت احيا او انكشاف ته جدي پام وكړي او زراعت د خپلو اقتصادي چارو د لست په سر سر كې راوړي.
دوه، افغانستان هم د دنيا يو هغه هيواد دى چې وچكالۍ ډېر ځپلى دى، خو په دې هيواد كې يوازې د اوبو كمى نه بلكې د اوبو غير عادلانه ويش هم ډېرې ستونزې جوړې دي. په افغانستان كې په څو ورستيو كلونو كې داسې ډېرې مځكې پيدا كولاى شو، چې پخوا پكې وريجۍ نه كرل كېدلې خو اوس كرل كېږي ، ځكه د دغو زمكو خاوندان په دې توانېدلي چې په غير قانوني ډول ډېرې اوبه ستنې كړي. وريجې د غنمو يا نورو اكثرو محصولاتو څو برابره اوبه مصرفوي. په دغو كروندو كې د وريجو كرل دا معنا لري چې څو برابره نوره زراعتي ځمكه بې اوبو پاتې كېږي او زراعتي پيداوارو ته په مجموع كې تاوان رسېږي. د افغانستان اسلامي دولت كه له دې ستونزې سره جدي چال چلند ونۀ كړي، نو په افغانستان كې به نۀ يوازې خوراكي بحران ادامه ومومي،بلكې اجتماعي كشمكشونه به هم زيات شي.
درې، دولت بايد د ا صلاح شويو تخمونو او كود په برخه كې له زارعينو سره موثرې مرستې وكړي. په هند، پاكستان او بنګله دېش كې يوه نوې سروې ښيي چې كه په دغو هيوادونو كې د تخمونو اصلاح ته كافي توجه وشي او او كروندو ته په لازمه اندازه كود وركړ شي، نو دا امكان شته چې زراعتي پيداوار په سلو كې اويا زيات شي. كه دغه خبره د افغانستان په اړه وكړو نو بايد ووايو چې دلته به د تخمونو د اصلاح او كود په اړه لازم پرمختګ د حاصلاتو حد اقل دوه چنده كېدو ته لاره اواره كړي.
څلور، ځينې تخمونه او د ميوه دارو ونو ځينې ډولونه په كمو اوبو كې هم مقاومت كوي. د كرنې وزارت ته پكار دي چې په دې برخه كې جدي اقدامات وكړي او هغه تخمونه بزګرانو ته وركړي چې په لږو اوبو باندې هم وده كولاى شي.
پنځۀ، د افغانستان اكثره كرونده ګر د لږو زمكو خاوندان دي. د لږو زمكو مالك نۀ د ضروري وسايلو او ټكنالوژي د پېرېدلو وس لري او نۀ د څارويو ساتل ورته ډېر واره داره دي، ځكه ډېر څاروي نۀ شي ساتلى او د لږو څارويو په ساتلو كې ستوماني زياته خو ګټه كمه ده. نو، د افغانستان لپاره دا په ګټه ده چې د كوپراتيفونو غورځنګ پياوړى كړي. د نورې دنيا د هيوادونو تجربه هم راته وايي چې د كروندو د اتحاديو جوړول د زراعت له بهترۍ سره ښه مرسته كوي. د افغانستان په ځينو ولايتونو كې په دې وروستيو كې د كوپراتيفونو جوړولو ته توجه او كرونده ګرو هم ورسره دلچسپي ښودلې ده خو د دې پروسې عموميت او سرعت ته اړتيا ده.
شپږ، د افغانستان حكومت بايد د زراعتي پيداوارو د صادرولو په برخه كې له افغان سوداګرو او كرونده ګرو سره مرسته وكړي. داسې چې له يوې خوا د بازار په موندلو كې ورسره لاس وكړي او بل د افغانستان د پيداوارو اود صادروونكو هيوادونو د زراعتي اړتياوو په اړه معلومات تر لاسه او زارعينو ته يې وركړي. د افغانستان په ځينو ولايتونو كې پياز او كچالو ډېر ښه حاصل وركوي. پاكستان كله كله د پياز او كچالو واردولو ته اړتيا لري خو كله يې بيا نلري. زمونږ بزګر نپوهېږي چې دا توكي وكري كنه. ځكه كه د صادرېدو امكان يې نۀ وي نو بيا خو بزګر تاوان كوي او كه د صادرېدو امكان يې موجود وي بيا ممكن د غنمو د كروندې په نسبت څو برابره ډېره ګټه وكړي. دلته پياز او كچالو د مثال لپاره ياد شول ، مونږ كولاى شو د نورو بېلو بېلو پيداوارو نومونه هم واخلو. زمونږ بزګران او زمكه وال د سيمې د زراعتي پيداوارو د ماركيټ او اړتياوو په باره كې معلوماتو ته سخته اړتيا لري او دا كار د زراعت وزارت د سيمې د هيوادونو په مرسته كولاى شي.
اووۀ، په تېرو څو كلونو كې چې افغانستان د ازاد بازار د پاليسيو په پيروۍ د چين تر ناكو، او د ايران تر بادرنګو او د پاكستان تر كاهو پورې هر څه راوارد كړل، نو يوه نتيجه يې دا وه چې په وطني بزګرو باندې د رقابت فشار زيات شو. ځينې كسان استدلال كوي چې كه د خوراكي موادو پر مخ د ماركيټ دروازې پرانيستې نۀ وي نو قيمتي به لا ډېره شي. مګر د دې استدلال په مخالفت كې ويل كېږي چې افغان دولت بايد د ناكو يا كاهو يا بادرنګو په څېر غير ضروري اقلامو پر مخ بازار بند كړي څو وطني دهقان هم د ګټې كولو ځينې فرصتونه ولري. بل استدلال دا دى چې حكومت بايد مامورينو ته په كوپون كې خواړۀ وركړي او د دې په څنګ كې د بزګرانو د ملاتړ لپاره د زراعتي پيداوارو په واردولو تر وسه وسه بنديز ولګوي، څو په دې ډول د خوړو بيې وخېژي او بزګران حمايه شي او په دې ډول زراعتي پيداوار زيات شي.
په افغانستان كې د خوراكي موادو د امنيت د زياتېدو او په زراعتي لحاظ د بسيا كېدو لپاره نور هم ډېر څه كېداى شي. خو تر هر څه ړومبى يوه قوي اراده پكار ده. د افغانستان دولت د خپلو اولويتونو په ټاكلو كې طبعا د مطبوعاتو او تبليغاتو تر اغيز لاندې هم دى خو بزګران چې د دې هيواد تر ګردو لوى قشر دى، د سواد د كموالي او د امكاناتو د لږ والي په وجه د ځان لپاره په مطبوعاتو او تبليغاتو كې برخه نلري چې په نتيجه كې د دوى اواز ډېر ځله نا اورېدلى پاتې كېږي. د بېلو بېلو نړيوالو منابعو اټكل دا دى چې حد اقل لس كاله نور به هم دنيا د خوړو د بيې له بحران سره لاس وګريوان وي. مونږ ته پكار ده چې د دې بحران د خورا خطرناكو عواقبو په اړه فكر وكړو او د فشار د كمېدو لارې چارې ولټوو.